پاکستان کې له غیرقانوني 'مخابراتي مرکزه' ۶۵ کسان نیول شوي: دا مرکزونه څه دي او څنګه کار کوي؟

د عکس سرچینه، NCCIA
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
پاکستان کې د سایبري جرمونو پلټنو ملي اداره (این سي سي ای اې) مسوولین وايي، پلازمېنه اسلام اباد کې یې له یوه غیر قانوني مخابراتي یا تکنالوژي مرستې مرکزه (کال سنټر) د پینځو بهرنیانو په ګډون ۶۵ کسان نیولي دي.
د یادې ادارې یوه ویندوی په خبره دا کسان په جي ۱۰ مرکز سیمه کې نیول شوي، چې ښځینه او نارینه پکې شامل دي.
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې د این سي سي ای اې مسوولینو له قوله وايي، دا کسان د غیر قانوني مخابراتي مرکز چلولو په تور نیول شوي دي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ (جولای اتمه) همدې این سي سي ای اې ادارې د پاکستان پنجاب په فیصل اباد ښار کې له یوه کوره ۱۴۹ کسان نیولي وو، چې ۷۱ بهرنیان هم پکې شامل وو.
په هغو کسانو کې ۴۸ چینایان، اته نایجریایان، څلور فلپاینیان، دوه سریلنکایان، شپږ بنګله دېشیان، دوه برمایان او د زمبابوې یو اوسېدونکی شامل وو.
په نیول شویو کسانو کې ۱۸ ښځې وې. این سي سي ای اې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دا ټول کسان یې د غیر قانوني مخابراتي مرکز (کال سینټر) چارو چلولو په تور نیولي دي.
'ډبه' یا غیر قانوني تکنالوژی مرکزونه څه دي او دا څنګه کار کوي؟

د عکس سرچینه، Courtesy: Ehtisham Shami
پاکستان کې له دې مخکې هم د غیر قانوني مخابراتی مرکزونو چلولو په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې تازه نیول شویو کسانو رښتیا هم په دې کاروبار کې لاس درلود او که نه، خو له دې سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د دې غیرقانوني کاروبار شتوالی ته پام اوښتی دی.
تېره مارچ میاشت کې د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې (ایف ای اې) مشر اصف اقبال چوهدري دې هغې پوښتنې ته ځواب کې چې دا کاروبار څنګه کار کوي؟ ویلي و، پاکستان کې د غیر قانوني مخابراتي مرکزونو شمېر په ډېرېدو دی، چې په ټګي-برګي کې لاس لري، انټرنېټي غلا کوي او په وینا یې له کبله یې هغه شرکتونو او ادارو ته هم د شک په نظر کتل کېږي، چې په قانوني توګه د مخابراتي خدمتونو او یا سوفټ وئرونو کاروبار کوي.
ښاغلي چودري ویلي و: ''په کراچۍ، لاهور، او اسلام اباد کې داسې سلګونه (ډبه) مرکزونه کار کوي او دا شبکې اوس کوچنیو ښارونو ته هم رسېږي.''
د ایف ای اې انټرنېټي جرمونو مخنیوي څانګې مسوولینو په خبره دا شبکې ځکه د ''ډبه'' په نامه هم یادېږي، چې چارې یې په بېلابېلو ښاري سیمو کې د څو کسانو او کمپیوټرونو پر مټ له کورونو یا کوچنیو مېشت ځایونو پر مخ بیول کېږي.
مسوولین وايي، په ظاهره دا خلک د قانوني مخابراتي یا تکنالوژۍ شرکتونو په څېر انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي یا د سوفټوئرونو کاروبا کوي، خو اصلاً د ټګي-برګي له لارې بانکي حسابونه لوټي، مالي فساد کوي او یا په انلاین تور بازار کې د خلکو د بانکي کارتونو غلا کړیو معلوماتو پرمټ غیرقانوني راکړه، ورکړه کوي.
چارواکي وايي، د دې مرکزونو له لارې په جعلي توګه په بهر کې د خدمتونو یا توکو پلور په بدل کې د بانکي کارتونو له لارې پیسې ترلاسه کېږي او بیا هغه پیسې کریپټو کرنسي ته اړول کېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي.

د عکس سرچینه، Courtesy: Ehtisham Shami
د پاکستان سند صوبه کې د ایف ای اې ځايي مشر شهزاد حیدر ویلي و، په بهر کې هغه کسان چې د دې جعلکارو ښکار کېږي، معمولاً خپل بانک ته شکایت کوي او بانکونه بیا د انشورنس له لارې د دوی پیسې بېرته ورکوي، چې له کبله یې تر ډېره بریده دا شکایتونه قانوني ادارو پورې نه رسېږي.
خو په خبره یې د انټرنېټي ټګی-برګي پېښو له زیاتېدو وروسته په ځانګړې توګه د امریکايي بانکونو او انشورنس شرکتونو له لوري د ایف ای اې انټرنېټي جرمونو مخنیوي څانګې ته شکایتونه رسېدلي دي.
ماهرین وايي، د دې جعلي مخابراتي مرکزونو کارکوونکي له بېلابېلو لارو د ښکار شویو کسانو له بانکي حسابونو پیسې باسي. د بېلګې په توګه، دوی د کمپیوټرونو ته د وېروس مخنیوي سوفټوئرونو اعلانات خپروي یا د دوی د ټګی-برګي ښکار شویو کسانو ته زنګ وهي او ورته وايي، چې د دوی په کمپیوټرونو کې یې وېروس موندلی.
خو معمولا دوی پر دې کسانو فشار راوړي، چې له لېرې واټنه یې د کمپیوټر لاسرسی ترلاسه کړي او کله چې دا لاسرسی ترلاسه کړي، په کمپیوټرونو کې ساتل شویو شخصي معلوماتو یا بانکي حسابونو ته ننوځي او غلا کوي یې.











