د یوې ۷۵ زره کلنې نیاندرتال ښځې مخ کشف شوی

د ویډیو تشریح، د ۷۵ زره کلنې نیاندرتال ښځې مخ کشف شو
    • Author, جنتن اموس، ریبیکا موریل او الیسن فرانسیس
    • دنده, بي‌بي‌سي ساینسي خبرونه

که موږ له خپلخېل یوه بشر خپلوان سره له څه باندې ۷۵ زره کلونو راهیسې مخامخېدلی نو هغه به څه ډول وای؟

ساینسپوهانو د لومړیو انسانانو د نیاندرتال ښځې – کله چې هغه ژوندۍ وه- د بدن جوړښت تصور او جوړ کړی.

دوی د کوپړۍ پر ټوټه شویو او هوارو شویو ټوټو تکیه وکړه چې هډوکي یې د کشفېدا په وخت کې خورا نرم وو او اوبو کې "ډوب شويو بسکټو" په څېر جوړښت یې درلود. څېړونکو لومړی باید له یوځای کولو د دغه انسان پاتې شوني قوي کړی وای.

بیا د کیندنو اړوندو کارپوهانو درې ګوټیزې نمونې جوړې کړي.

دا تمثیل د "نېټفلکس" شبکې لپاره د بي‌بي‌سي سټوډیوګانو په یوه نوي مستند فلم کې راڅرګند شوی چې نوم یې دی (د نیاندرتال انسان پټ رازونه) په دې کې موږ هغه څه څېړو له ډېرې اوږدې مودې راهیسې موږ د انسان د ورک شوي نسل په اړه پوهېږو، چې غالبا له کابو ۴۰ زره کلونو راهیسې ورک شوي.

د کیمبرج په پوهنتون کې د بشري کیندنو یوې پوهاندې ډاکټرې ایما پومیروي وویل: "زه فکر کوم چې دا ښځه له موږ سره د دوی له اصلي هویت سره په اړیکو نیولو کې مرسته کولی شي".

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "دا خورا ښه خبره ده چې د هر فرد له پاتې شونو سره کار وکړای شې، په ځانګړې توګه د هغې په څېر ځانګړي څوک."

BBC STUDIOS/JAMIE SIMONDS

د عکس سرچینه، BBC STUDIOS/JAMIE SIMONDS

د عکس تشریح، ډاکټره ایما بومیروی دا ارزښتمنه کوپړۍ له کردي چارواکو له امانت اخیستو وروسته ترمیم کړه

د عراق د کردستان په شاندر غار کې د ساینسپوهانو لخوا کارول شوې کوپړۍ وموندل شوه. دا یو ځانګړی ځای ګڼل کېږي چېرې چې په ۱۹۵۰مو کلونو کې لږترلږه د ۱۰ نیاندرتال نارینه، مېرمنو او ماشومانو پاتې شوني کشف شوي.

کله چې کرد چارواکو په ۲۰۱۵ کې د بریتانوي ساینسپوهانو یوې ډلې ته بلنه ورکړه، دوی په چټکۍ سره یو نوی د هډوکو هیکل وموند - چې د "شاندار Z" په نوم یادېږي – د بدن پورتنۍ برخې په شمول د نخاع، اوږو، مړوندونو او لاسونو په شمول له برخو جوړ شوی.

.

کوپړۍ هم موجوده وه، خو دا د دوو سانتي‌مترو په ژوره طبقه کې راښکته شوې وه، شاید د یوې ډبرې په واسطه چې په تېرو وختونو کې د غار له سطحې راوتلې وه.

د کیمبرج پروفیسور ګریم پارکر، چې د شاندار غار کې د نویو کیندنو مشري کوي، وویل: "کوپړۍ د پیزا په څېر هواره وه."

شاندار غار

د عکس سرچینه، GRAEME BARKER

د عکس تشریح، " په شاندار غار کې د نیادرتال انسانانو (سړیو، ښځو او ماشومانو) لږ تر لږه ۱۰ پاتې شوني موندل شوي

د ځایي لرغونو اثارو د څانګې په اجازه، د کوپړۍ ټوټې بریتانیا ته د خاورو په بلاکونو کې راوړل شوې چې د دوی د تثبیتولو بهیر پیل کړي او بیا یې بېرته سره یوځای کړي.

د لرغونپوهنې دې معما حلولو له یو کال ډېر وخت ونیو چې بالاخره یوه لرغونپوه دا معما حل کړه.

بیا د بیارغول شوې کوپړۍ سطحه سکن شوه او هالنډي هنرمندانو اډري او الفونس کینز ته درې ګوټیز چاپ چمتو شو. دوی دواړه د هډوکو او فوسیل پاتې شونو څخه د لرغونو خلکو دقیق اناتومي نمایش وړاندې کولو کې په خپل مهارت مشهور وو.

که څه هم مجسمه خورا مهمه ده، خو اصلي ارزښت یې د هډوکو په جوړښت کې نغښتی دی.

څېړونکو وویل چې دا یقینا یوه ښځه وه او دا معمولا د لګن له هډوکو څخه پېژندل کېږي، خو د لګن هډوکي یې نه دي موندل شوي.

پرځای یې، څېړونکي د غاښونو په مینا کې موندل شوي ځینې غالبو پروټینونو باندې تکیه کوي چې له ښځینه جینیټیک سره تړاو لري.

نخچه

هغه څو کلنه ده؟ د هغې د غاښونو پر اساس، چې نژدې ریښو ته ښکته شوي وو، هغه احتمالا د څلوېښتو کلونو په منځ کې مړه شوې وي.

ډاکټر پومیروی زیاته کړه: "تر هغه وخته چې غاښونه رژېږي، ژوول هغومره فعال نه وي لکه څنګه چې باید وي، نو هغې نه شو کولی چې په ورته ډول خواړه وخوري".

هغه زیاته کړه: "موږ د غاښونو د خرابې روغتیا ځینې نورې نښې لرو - ځینې التهابونه، ځینې د ګوتو ورۍ اړوندې ناروغۍ. تر دې وخته، زه فکر کوم چې هغه د خپل ژوند وروستي پړاو پای ته رسېدلی وه."

نیاندرتال انسان

د عکس سرچینه، NETFLIX

د عکس تشریح، نیاندرتال انسان ته له اوږدې مودې راهیسې د یوه وحشي او ناپرمختللي ژوي په سترګه کتل کېدل، خو داسې نه وه

د اوږدې مودې لپاره، ساینسپوهانو"نیاندرتال" زموږ غوندې د انسان د ډولونو پرتله وحشي او ناپرمختللی ګڼلی و.

خو دا نظر د شاندار له کشف وروسته بدل شوی دی.

ویل شوٍي چې په دې غار کې ښځې ښخې شوې دي او جسدونه په یوه تونل کې له یوې اوږدې ډبرینې پایې سره اېښودل شوي دي.

ډاکټره ایمابومیروی وايي: "زما په باور، موږ د انسانانو دغه ډول ته رسېدو کې له موږ سره مرسته کولی شي".

د عکس سرچینه، BBC/GWYNDAF HUGHES

د عکس تشریح، ډاکټره ایمابومیروی وايي: "زما په باور، موږ د انسانانو دغه ډول ته رسېدو کې له موږ سره مرسته کولی شي".

د هډوکي په یوه لوی هیکل کې داسې نښې موندل شوې چې ګنې نیاندرتال انسان ښايي په ګلانو کې دفن شوی و، په دې معنا چې دا به یوه "روحاني ډبره" وه او په دیني مراسمو کې ښخ شوي دي.

خو د بریتانیا ټیم په دې باور دی چې دا ډېر احتمال لري په مړیو کې د ښېرازۍ ګولۍ د مچیو په واسطه پاتې شوې وي چې پټې وې، یا شاید د ګلانو څانګو څخه چې د مړو پر سر کې ځای پرځای شوي وي.

د لیورپول جان موریس پوهنتون پروفیسور کریس هنټ وویل: "د ګلونو په څانګو کې د ګلونو له امله نه، بلکې د دې لپاره چې ښاخونه پخپله د څیرونکي حیوان د خوښې کسانو مړیو ته د لاسرسي مخه ونیسي."