د مسافرو ترمنځ شخړه: پیلوټانو لندن ته روانه الوتکه په نیمه لار کې کېنوله

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

یوې الوتکې چې د مکسیکو له کانکونه لندن ته روانه وه، د دوو مسافرو تر منځ له شخړې وروسته په نیمه لار کې ناسته وکړه.

دغې الوتکې د سې شنبې پر ورځ د برېتانیا پر وخت د شپې یوه نیمه بجه بېړنۍ ناسته وکړه او ۲۶۷ مسافرو یې د مایني په بنګور هوايي ډګر کې شپه تېره کړه.

کله چې الوتکه د امریکا په ساحلي ایالت کې ښکته شوه، د الوتکې عملې کاري وخت پای ته رسېدلی و. بیا هوايي شرکت د الوتنې لپاره مرستندویه عمله راوغوښتله، چې بالاخره یې د چهارشنبې پر ورځ د غرمې درې بجې بېرته الوتنه وکړه.

که څه هم په شخړه کې ښکېل دواړه مسافر له جرمي تورونو سره مخ نه شول، خو دواړه یې "په بېلو الوتنو کې اړوند هېوادونو ته واستول شول."

ډریم لاینر ۷۸۷ ډوله الوتکه، چې د برېتانوي ټي یو ای هوايي شرکت لخوا اداره کېده، د چهارشنبې پر ورځ د لندن په ګټویک هوایی ډګر کې په خوندي توګه را ښکته شوه.

د امریکا ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې ویاند په دې هکله وویل: "دا پېښه له یوې بهرنۍ څخه په بلې بهرنۍ الوتنې پورې اړه لري، چې د دوو مسافرو تر منځ یې د الوتنې په اوږد کې شخړه را منځته شوې وه."

ویاند زیاته کړه:

"د دوی پولیسو دواړه کسان له الوتکې کښته کړل، خو جرمي تورونه پرې ثابت نه شول."

له بېړني ناستې مخکې د هوایی ترافیک کنټرول له مسوولینو سره د پیلوټ له خبرو ښکاري چې دا د څو دقیقو ترمنځ خبره وه.

کله چې پیلوټ په مایني کې د کښته کېدو غوښتنه وکړه، په هوايي ډګر کې مسوولینو دوی ته د الوتکې ځغستلیکې پر لور د ورتګ لارښوونه وکړه.

پیلوټ وویل: "د دوو مسافرو ترمنځ شخړې ده او عملې وضعیت کابو کړی دی."

لږ وروسته، په مایني کې د هوایی ترافیک کنټرول مسوولینو پیلوټ ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي کسان به د الوتکې ښکته کېدو په ځای کې د دوی مرستې ته چمتو وي.