ولې باید اېبولا ناروغۍ په اړه پوه شئ؟

اېبولا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځينو هېوادونو کې د اېبولا ضد واکسینو بهیر پیل شوی.

د یوګانډا روغتیا وزارت ویلي د کمپالا ښار کې یو کس چې د اېبولا پر ناروغۍ اخته و مړ شوی دی.

دا ناروغي د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې هم دغه هېواد کې خپره وه چې هغه مهال یې ۵۵ کسان مړه کړي او۱۴۲ نور رنځولي وو.

اېبولا څه شی ده؟

اېبولا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایبولا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کال کې په کانګو کې کشف شوه.

اېبولا یوه جدي ویروسي ناروغي ده چې ډېر کله د مړینې لامل کېږي.

سر دردي، تبه، کمزوري، د عضلاتو درد او د غاړې درد یې ځينې وختي نښې نښانې بلل کېږي.

څومره هم چې دا ویروس بدن کې خپریږي په ویروس اخته کس له ځانه لا جدي نښې لکه کانګې، نس ناستی او په ځینو کسانو کې د وینې بهېدل هم لیدل شوي دي.

اېبولا داسې ویروس دی چې که چاته لګېدلی وي له دوه ورځو تر دریو اونیو وخت نیسي چې پکې د ناروغۍ لومړۍ نښې نښانې ښکاره شي.

د اېبولا ناروغۍ نښې کله کله له نورو عامو ناروغیو لکه ملاریا او سترې تبې سره ورته وي، له همدې کبله په ساده ډول نه پېژندل کېږي او د تشخیص لپاره یې په معیاري لابراتوارونو کې روغتیايي معاینو ته اړتیا وي.

دا ویروس په لومړي ځل په ۱۹۷۶م کال کې، کانګو جمهوریت او سودان کې له خپرېدو سره وپېژندل شو.

د اېبولا ویروس څنګه خپرېږي؟

دغه ناروغي انسانانو ته د څارویو لکه بیزو، ښاپېرک او غرڅې سره د نږدې اوسیدو له کبله سرایت پیدا کوي.

د انسانانو تر منځ بیا د ایبولا ناروغي د وینې، بدن مایعاتو (خولو، فاضله توکو) او ککړ چاپیریال له لارې خپریږي.

دا ویروس بدن ته د سترګو، خولې او یا د پوستکي (څرمن) له لارې ننوځي او پسې پراخېږي.

که د ایبولا پر ناروغۍ د اخته کسانو په جنازه کې احتیاط و نه شي نو ښايي ان له مړيو هم دغه ناروغي خلکو ته خپره شي.

اېبولا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا د نړیوال سازمان په باور ښاپیرک د اېبولا ویروس یوه سرچینه ده.

د اېبولا وروستۍ پېښې چېرې ثبت شوې؟

یوګانډا په ۲۰۲۲ز کال کې دغه هېواد ته له سودانه ورغلي اېبولا ویروس خپریدل اعلان کړل چې د همدغه کال سپتمبر میاشت پورې یې ۱۶۴ کسان ورنځول.

په ۲۰۲۲م کال کې د کانګو جمهوریت هم اعلان وکړ چې دا ناروغي یې هیواد کې په خپرېدو ده، وروسته د کانګو په اېکواتور ولایت کې د دې ناروغۍ له کبله د پنځو کسانو مړینه اعلان شوه.

په ۲۰۲۱م کال کې بیا دغې ناروغۍ کانګو کې ۹ کسان مړه او ګیانا کې هم دغه کال د اېبولا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲ ته رسېدلی وو.

په ۲۰۱۹م کال کې بیا اېبولا د کانګو جمهوریت کې له ۲۰۰۰ د ډېرو کسانو ژوند اخیستی وو.

د اېبولا وبا له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د لویدیځې اروپا ځينې سیمې اغېزمنې کړې داسې چې دغلته له دې ناروغۍ د مړوشویو کسانو شمېر له ۱۱ زرو واوښت.

درملنه یې څنګه کېږي؟

دغه ویروس څو بڼې لري په داسې حال کې چې د اېبولا زایر ډوله ویروس لپاره واکسین کېږي او د واکسینو له لارې کابو کېدلی شي.

د سودان اېبولا ویروس په ګډون د د اېبولا نورو بڼو د درملنې او وقایې په اړه لا هم پلټنې کېږي.

په روغتونو کې ډاکټران تر ډېره مشورتي رول لوبوي او په اېبولا ناروغۍ اخته کسانو ته اړینې لارښوونې کوي.

ډاکټران پر اېبولا ناروغۍ اخته کسانو ته د کافي اوبو څښلو، وینې رسولو، د بدن تقویت او نورو نښو قابو کولو وړاندیزونه کوي.

اېبولا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اېبولا ویروس لومړۍ کس په ۲۰۲۲م کال کې وژلی و

د اېبولا د خپریدو مخنیوی څنګه کیدلی شي؟

  • د اېبولا پر ویروس له ککړو یا شکمنو شیانو سره باید د امکان تربریده له تماسه ډډه وشي.
  • که د زایر بڼې اېبولا ناروغي وي نو هرو مرو دې واکسین ولګول شي.
  • د اغېزمنو سیمو خلک باید خپل لاسونه په پرلپسې ډول ومینځي.
  • غوښه دې له خوړلو مخکې ښه پخه شي.
  • د هغو کسانو له جسد سره له تماسه دې ډډه وشي چې د اېبولا له ناورغۍ مړه کېږي.
  • که چېرې پر اېبولا ویروس له ککړ یا شکمن کس سره مو ناسته پاسته کړې او یا ورسره په تماس کې وی نو مخکې له مخکې د روغتیايي امکاناتو غم وخورئ او ډاکټر ته مراجعه وکړئ.