د بریتانیا لومړی وزیر وايي، څو اونیو کې به ځینې کډوال بېرته فرانسې ته واستول شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د برېتانیا لومړی وزیر سر کئېر سټارمر وايي، څو اونیو کې به په تجرباتي ډول فرانسې ته د هغو کډوالو بېرته استول پیل شي، چې د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته راځي.
د 'یو دننه، یو بهر' په نامه موافقې له مخې به له فرانسه راغلي ځینې کډوال بېرته استول کېږي او په بدل کې به د امنیتي ارزونې له شرط پوره کولو وروسته مساوي شمېر پناه غوښتونکي په برېتانیا کې منل کېږي.
د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې لومړي وزیر وویل، دا پلان به وښيي چې د کوچنیو کښتیو له لارې له انګلش چېنل سمندري لارې تېرېدل "بې ګټې" چاره ده.
رپوټونو کې ویل شوي، د دې پلان له مخې به هره اونۍ تر ۵۰ پورې کسان بېرته استول کېږي، خو لومړي وزیر سټارمر هېڅ یو کره شمېر نه دی تائید کړی.
لومړي وزیر سټارمر وویل غیر قانوني کډوال "یو نړیوال بحران دی، د اروپايي ټولنې لپاره بحران دی او زموږ دواړو ملتونو لپاره یو بحران دی".
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له شمېرو هاخوا به دا پلان په ''مخنیوي'' کې اغېز وکړي.
نوموړي زیاته کړه، له اروپايي ټولنې د برېتانیا وتلو دې هېواد ته له غیر قانوني کډوالۍ سره مبارزه سخته کړه ده. ښاغلي مکرون وویل پر برېتانویانو، "دروغ تپل شوي... او هغه دا چې ستونزه په اروپا کې ده. "
په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته د تلونکو کډوالو بېرته استولو هوکړې په تړاو ځینې جزیات تر اوسه نه دي څرګند شوي، د بېلګې په توګه تر اوسه معلومه نه ده، چې برېتانیا به څنګه پرېکړه کوي، چې څوک باید بېرته واستول شي، خو داسې فکر کېږي، چې د تجرباتي بهیر پیل به له بالغو کسانو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه چې فرانسه کې مېشت دي، خو غواړي برېتانیا ته لاړ شي، و به کولای شي د یوې انلاین فورمې له لارې د پناه غوښتنې لپاره خپل معلومات وړاندې کړي.
ویل کېږي، لومړیتوب به له هغو هېوادونو راغلیو کسانو ته ورکول کېږي، چې انساني قاچاقبر ژر زیان ورته رسولای شي او دغه راز به هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې بریتانیا کې تړاو لري.
د دواړو هېوادونو مشرانو له ګډې خبري غونډې وروسته په یوه حکومتي اعلامیه کې ویل شوی، دا هوکړه به ''د مخکینیو قانوني څېړنو بشپړولو، شفافیت او د (اروپايي) کمېسیون له غړو هېوادونو سره له تفاهم وروسته'' لاسلیک شي.
داسې احتمال څرګندېږي، چې د اسپانیا او ایټالیا به څېر د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونو سره به دوی ته د کډوالو بېرته استول اندېېښنې وي. د اروپايي ټولنې اصولو له مخې فرانسې ته بېرته استول شوي کډوال باید په هغه اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي، چې دی تر ټولو مخکې ورته رسېدلي وي، دا معمولاً هغه هېوادونه دي، چې له مدیترانې سمندر سره پولې لري.
له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې د شمېرو راټولول پیل شوي، له سمندرې لارو په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته تر ۱۷۰ زرو ډېر کسان رسېدلي دي. د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې بیا دا شمېر ریکاډ کچې ته رسېدلی او په دغه موده کې نژدې ۲۰ کسان برېتانیا ته ننوتي دي.











