د روغتیا نړیوالې ټولنې مصر له ملاریا پاک اعلان کړ

ملاريا

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی، چې مصر له ملاریا ناروغۍ پاک شوی دی. دې ټولنې دا د دغه هېواد یوه تاریخي بریا بللې چې د ملاریا د ورکولو هڅې په کې یوه پېړۍ وړاندې پیل شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان يا ډبليو اېچ او یکشنبې (۲۰ اوکټوبر) مصر ته له ملاریا د پاک هېواد تصدیق ورکړ او دغه هېواد ته يې مبارکي وویله چې داسې ناروغي يې له منځه وړې چې له شپږ زره کلونو راهیسې هلته وه.

د روغتيا نړيوالې ټولنې مشر تېدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، ملاریا آن د فراعنه لپاره سرخوږی و، خو اوس تاریخ ته سپارل شوې. مصر له یوې پېړۍ مخکې راهیسې د ملاریا د له منځه وړلو هڅې پیل کړې.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د برخې مشرې ډاکټر حنان بلخي هم دا بریا نه یوازې د عامې روغتیا بلکې د ټولې نړۍ لپاره یوه هیله بللې.

تر سلو میلیونو ډېر نفوس لرونکی مصر څلور څلویښتم هېواد دی چې دغه هدف ته رسېږي او لومړنی هېواد چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې پر دې بریالی کېږي. له دې وړاندې متحده عرب امارات او مراکش هم له دغې ناروغۍ پاک بلل شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال د ملاریا د له منځه تګ تصدیق ورکوي چې یو هېواد وښيي چې د انوفیلس ماشې په وسیله د ملاریا د لېږد لړۍ يې د دریو پرله پسې کلونو لپاره پرې کړې وي. دغه راز یې باید دا وړتیا هم ثابته کړې وي چې د بیا پیدا کېدو او لېږد مخه یې نیولی شي.

ملاريا مخنيوی

د عکس سرچینه، Getty Images

ملاریا هر کال له شپږ سوه زرو ډېر کسان وژني چې ډېر يې په افريقا کې دي.

تاریخي شواهد ښئي چې ملاریا له ۴۰۰۰ قبل‌المیلاد څخه په مصر کې وه. د دغې ناروغۍ خلاف مبارزه د ۱۹۲۰مو کلونو پر مهال هغه مهال چټکه شوه چې د استوګنې ځایونو ته نژدې يې د وريجو او نورو کرنیزو توکو پر کرلو بندیز ولګاوه. دا چې د مصر ډېری وګړي د نایل سیند پر غاړو ودان دي او پرې د اخته کېدو کچه يې هم څلوېښت سلنه ده په ۱۹۳۰ کال کې يې د ملاریا د کنټرول، تشخیص او درملنې مرکز پرانیست.

په ۱۹۴۲ کال کې په دغه هېواد کې د ملاریا د ناروغانو شمېر تر دری مېلیونو واوښت. وروسته يې د شپاړسو روغتيايي زونونو په جوړولو او له څلورو زرو د ډېرو روغتيايي کارکوونکو په ګومارلو سره دا ناروغي کنټرول کړه.

په ۱۹۶۹ کال کې چې اسوان بند په مصر کې جوړ شو د ملاریا د ناروغۍ خطر هم ورسره لوړ شو خو د مصر حکومت له سودان سره په ګډه د ملاریا د خپرېدو د کنټرول یو مرکز جوړ کړ.

په ۲۰۰۱ کال کې د مصر د روغتیا وزارت دا ناورغي تقریبا تر کنټرول لاندې راوستې وه او په ۲۰۱۴ کال کې يې د اسوان سیمې په ګډون دا ناروغي بشپړه قابو کړه.

په مصر ملاریا د هر وګړي لپاره په وړیا ډول تشخیص او درملل کېږي او په پولو کې هم د دغې ناروغۍ د ویروس په تېرېدو کلک څار کوي.