د ملاریا ډېرېدو لامل کشف شوی

د عکس سرچینه، PA
د بریتانیا ''نوتینګهام'' پوهنتون څېړونکې ډلې د پروټین داسې یو ډول کشف کړی، چې وايي د ملاریا د میکروب ډېرېدو ته لاره هواروي.
څېړونکې ډله وايي، درې داسې بېلابېلې پروټیني ژونکې یې موندلې دي، چې د ''سایکلین'' په نامه یادېږي او د ملاریا د چټکې خپرېدا لامل دي، همدا ده چې د ملاریا د درملنې په برخه کې مرسته کولی شي.
هر کال په ګرده نړۍ کې د ملاریا له کبله نژدې نیم میلیون وګړي مري.
''سایکلین'' د ژوندیو حجرو د وېش لپاره ضروري پروټین ګڼل کېږي، چې د حجرو د تکاثر په نامه هم یادېږي.
وړاندې په انسان او بوټو کې د ''سایکلین'' په تړاو یوه څېړنه شوې وه، خو تر اوسه د ملاریا په میکروب کې د موجود سایکلین او د فعالیت د څرنګوالي په تړاو یې ډېر کم معلومات وړاندې شوي.
وروستۍ څېړنې وکړای شو، چې د ملاریا میکروب کې درې ډوله سایکلین موجود دي.

څېړونکې ډله وايي، سایکلین په چټک ډول د میکروبي حجرو د ډېرېدو او د وینې په حجرو کې د چټکې خپرېدا لامل ګرځي.
اوس څېړونکي وايي، د ملاریا د درملنې لپاره د یوې ځانګړې پیچکارۍ جوړولو چورت وهي، داسې چې میکروب د انسان بدن ته ننوځي او له نښو نښانو راڅرګندېدو وړاندې یې د وینې په حجرو کې ډېرېږي.
څېړونکې ډله هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې د ملاریا ناروغي بیخي له منځه یوسي.

د عکس سرچینه، SPL








