د وېنزویلا مشر په محکمه کې وایي، "زه یو جنګي اسیر یم"

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, مادلین هالپیرت
- رپوټ له:, د نیویارک له محکمې
کله چې د وېنزویلا مشر نکولاس مادورو لومړی ځل د نیویارک یوې محکمې ته راغی، په پښو کې یې ځولنې وې او د ځولنو شرنګا یې په څرګند ډول اورېدل کېدې.
ده هلته ناستو خلکو او خبریالانو ته وویل، چې دی "تښتول شوی دی".
د محکمې خونې ته د نوموړي له رسېدو څو دقیقې وروسته قاضي الوین هیلیرسټین له مادورو وغوښتل چې خپله پېژندګلوي تائید کړی، چې د محاکمې بهیر پیل شي.
هغه په ارامه لهجه په اسپانیايۍ ژبه محکمې ته وویل او ژباړن یې خبرې داسې وژباړلې: ''زه یم، ښاغلی، نیکولاس مادورو. زه د وېنزویلا د جمهوریت ولسمشر یم، زه دلته د جنورۍ له درېیمې راهیسې راتښتول شوی یم. زه د وېنزویلا په کاراکاس کې له خپله کوره ونیول شوم.''
قاضي بیا سملاسي د مادورو په خبرو کې مداخله وکړه او هغه ته یې وویل، داسې ''وخت او ځای'' شته چې دی پکې کولای شي د خپلې بې ګناهۍ ادعا وکړي.
د تېرې دوشنبې ورځې پر ماسپښین د محاکمې پیل په دې ۴۰ دقیقو کې مادورو او مېرمنې یې سلیا فلوریس د مخدره توکو او وسلو په تړاو د هغو تورونو له منلو انکار وکړ، چې پرې لګېدلي دي.
مادورو وویل: ''زه بې ګناه یم، زه یو ښه سړی یم'' او مېرمنې یې فلوریس وویل ''په بشپړه توګه بې ګناه'' ده.
د تېرې شنبې پر شپه پر پوځي تاسیساتو له بمبارۍ او ناڅاپي پوځي عملیاتو وروسته په وېنزویلا کې له خپله کوره نیول کېدو وروسته ۶۳ کلن مادورو او مېرمن یې د نیویارک یوه زندان ته ولېږدول شول.
په محکمه کې بیا دوی ته په اسپانوۍ ژبه د ژباړې اسانتیا چمتو شوې وه او د نیلي او نارنجي رنګونو کمېسونه او خاورین رنګ هغسې پتلونونه یې اغوستي وو، چې معمولا زندانیانو ته د اغوستلو لپاره ورکول کېږي.
مادورو په همدې ترڅ کې پر یوه پاڼه یاداښتونه اخیستل او له قاضي یې وغوښتل چې د دې یاداښتونو ساتلو اجازه ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
کله چې مادورو د فدرالي محکمې هغې خونې ته ننوت، چې ایله پکې څو میاشتې مخکې سیان (ډایډې) کومبس محاکمه شوی و، ده ناستو خلکو ته وکتل او د هرکلي یا روغبړ په څېر یې اشاره ورته وکړه.
دی تر پایه په دې ترڅ کې ارام ښکاریده او ان هغه وخت هم یې هم د څېرې رنګ بدل نه شو، چې له ناستو خلکو یوه ناره کړه، چې مادورو به د خپلو جرمونو بیه ''پرې'' کړي.
ده د هغه سړي پر لور مخ واړاوه او په اسپانیايۍ ژبه یې وویل: ''زه تښتول شوی ولسمشر او د جګړې زنداني یم.''
یاد سړی بیا له اوښکو ډکو سترګو سره د محکمې له خونې ووت.
په محکمه کې د ځینو نورو لپاره هم دا احساساتي شېبې وې. د وېنزویلا خبریالې مایبورت پیتیت چې د مادورو ادارې په هکله یې خبري پوښښ درلود وویل، د مادورو نیولو عملیاتو په ترڅ کې یې په کاراکاس کې د امریکايي توغندي لګېدو له کبله پلرني کور ته زیان اوښتی دی.
دې وویل، دا لکه د خوب لیده داسې دي، چې خپل پخوانی مشر په محکمه کې په داسې حال کې ویني، چې د امریکا د زندانیانو جامې یې اغوستې دي.
د مادورو مېرمن فلوریس بیا په داسې حال کې نسبتا ډېره غلې ښکاریده، چې په ظاهره یې پر تندي د ټپونو نښې ښکارېدې او مدافع وکیل یې وايي، د اوونۍ په پای کې چې نیول کېده ټپي شوې ده.
دې خپل ژیړ ویښته شاته اړولي و او په نرمه لهجه غږېده، وکیلانو یې بیا د مناسبې درملنې غوښتنه وکړه.
امریکا پر مادورو د مخدره توکو، د ترهګرۍ دسیسې، کوکاین واردولو دسیسې، د ټوپکو او ویجاړونکو وسلو ساتلو دسیسې تورونه پورې کړي دي.
پر مادورو، مېرمنې یې، زوی یې او ځینو نورو کسانو دغه تورونه لګول شوي دي. د دې محاکمې لپاره راتلونکې نېټه د مارچ میاشتې ۱۷مه ټاکل شوې ده.











