کابل کې پر روغتون د پاکستان برید
کابل کې پر روغتون د پاکستان برید
په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه روغتون د پاکستان له هوايي برید تر ۱۲ ساعتونو ډېر وخت تېر شوی، خو لا هم د ژغورنې او مرستې عملیات په سیمه کې روان دي.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې ښایي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي، ځکه لا هم ځینې جسدونه د خاورو لاندې پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې په دې برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپیان دي.



