عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي

د ویډیو تشریح، عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي
عامې روغتیا وزارت: نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په کبال کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ برید کې نژدې ۴۰۰ بستر ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان د برید ځای کې یوه خبري کنفرانس ته وویل،‌ په دې روغتون کې نژدې ۳۰۰۰ معتادین درملل کېدل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پر یاد مرکز د پاکستاني ځواکونو برید په اړه ''سخته خواشیني'' ښودلې ده.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي، پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې د روږدو کسانو درملنې پر یوه مرکز هوايي برید کړی، چې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي: ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''