له ۱۳ کلنې جګړې وروسته پر جګړه ځپلې سوریې څوک واکمن دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فاطمه سېلک
- دنده, بي بي سي ترکي
په سوریه کې له ۱۳ کلنو راهیسې لا هم جګړه روانه ده.
په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد سولهییز پاڅون په بشپړه کورنۍ جګړه بدل شو. دغې شخړې نیم میلیون انسانان ووژل او د سیمې هېوادونو، روسیې او امریکا د نیابتي جګړې پر ډګر بدل شول.
نن ورځ سوریه په څلورو مختلفو برخو وېشل شوې، چې یا د بشارالاسد د رژیم لخوا کنټرولېږي، یا د مختلفو وسلهوالو ډلو او په یو اړخیزه توګه د مختلفو ایډیالوژیو او مفکورو ډلې پکې فعالیت کوي.
دا چې په سوریه کې څوک په کومه سیمه ولکه لري، د جګړې له پیل راهیسې پکې د پام وړ بدلون راغلی. په پیل کې یاغیانو ته د پراخو سیمو له لاسه ورکولو، د ولسمشر اسد حکومت نن د هېواد دوه پر درېیمه برخه کنټرول لري، په دې کې د ۲۰۱۵ په جګړه کې روسیې فعاله ښکېلتیا لرله.
خو په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمال کې له ترکیې سره پوله، نور ډېر کورني سرحدونه هم شته، چې له ځانه اعلان شویو چارواکو یا وسله والو ډلو لخوا کنټرولېږي او د نړیوالو لوبغاړو لخوا یې ملاتړ کېږي.
سیرت ارکمن د امنیت او خطرونو تحلیلي له مرکزه وايي، "د پلازمینې دمشق له ختیځه تر فرات سینده خاورې کې د ایران نفوذ شته."
د هغه په وینا "د مدیترانې ساحل، له هغه ځایه تر دمشقه سیمې او سوېلې ځمکې د روسیې تر نفوذ لاندې دي."
ایران او روسیه د بشارالاسد د حکومت تر ټولو پیاوړي ملاتړي دي.
د مدیترانې په سمندر کې د سوریې اصلي بندر لاذقیه، د بشارالاسد تر کنټرول لاندې دی او د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې یې مهم رول لوبولی دی.
څوک ادلب کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ادلب ولایت د شمالي پولې خوا ته یوازې ۱۲۰ کیلومتره لېرې پروت دی چې د بشارالاسد ضد اسلامپالو وسلهوالو وروستی پاتې شوی مرکز دی.
ادلب په ۲۰۱۵ کال کې د حکومتي ځواکونو له لاسه وتلو وروسته د یو شمېر سیالو مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دی.
اوس دا اکثره د حيات التحرير الشام (اېچ تي اېس) تر کنټرول لاندې دی، چې يو سني اسلامپاله سياسي او وسلهوال سازمان دی.
د بيبيسي د څارنې د جهادي رسنیو متخصصه مینا اللامع وايي، " پخوا د نصرة جبهه ورته ویل کېده او ډېر خلک له دغه نوم سره اشنا دي. دا په سوریه کې د القاعدې څانګه وه."
په ۲۰۱۷ کې، النصرة جبهې اعلان وکړ چې دوی له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کوي؛ ځکه چې ځایي یاغي ډلو د القاعدې د نښې له امله له دوی سره له کار کولو ډډه کوله.
مینا اللامع وايي، "هر چا د القاعدې له نښې وېره درلوده. ځکه خو دې ډلې خپله خپلواکي اعلان کړه."
که څه هم (اېچ تي اېس) ټینګار کوي چې دا خپلواکه ډله ده او له کوم بهرني سازمان سره تړاو نه لري او ادعا کوي چې دوی هېڅ نړیواله جهادي انګېزه نه لري، خو ملګري ملتونه، امریکا او ترکیه دا له القاعدې سره تړلې ډله ګڼي او د یو ترهګر سازمان په توګه یې پېژني.
عفرین څوک کنټرولوي؟
عفرین چې یو وخت د سوریې په شمال لوېدیځ کې د کردانو په ولکه کې و، نن د ترکیې په ملاتړ د بشارالاسد د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دی.
په ۲۰۱۸ کال کې، ترکیې، امریکا د کرد (وای، پي جي) جنګیالیو څخه د سرحدي امنیتي ځواک رامنځته کولو وروسته د پولې بلې غاړې ته پر کرد ځواکونو بریدونه وکړل. انقره د پيکېکې ډله خپل ملي امنیت ته ګواښ بولي، چې له درېیو لسیزو راهیسې د ترکیې په سوېل ختیځ کې جګړه کوي.
له هغه وخت راهیسې ترکیې او د سوریې متحدینو یې د عفرین سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
ترکیې هغه وسلهوالې ډلې سره یو ځای کړې وې چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د سوریې د ملي اردو په نوم نومول شوې وې.
د سوریې ملي پوځ (اېس اېن اې) له هغو ډلو جوړه ده چې په مستقیم ډول د ترکیې اردو یا استخباراتو سره تړاو لري، لکه د سلطان مراد څانګه، او نورې ډلې چې له اخوان المسلمین او قطر سره تړاو لري.
منبج څوک کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په شمال کې بله مشهوره ډله د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اېس ډي اېف) دي.
د کردانو او عربي ملېشو او یاغیانو دغه ایتلاف د فرات سیند له ختیځه د عراق تر پولو سیمې او په لوېدیځ کې د تل رفعت او منبج ښارونه کنټرولوي.
(اېسډياېف) په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۸ کال کې د شمالي او ختیځ سوریې د خپلواکې ادارې په نوم یوه اداره اعلان کړه، د سوریې څلورمه برخه خاوره کنټرولوي او د امریکا او روسیې دواړه پوځي اډې پکې دي.
د امنیتي چارو شنونکی سیرت ارکمن وايي: "(اېسډياېف) له نورو مخالفو ډلو توپیر لري، دوی هڅه کوي د مسکو او واشنګټن له لارې د دواړو چینلونو په کارولو یو نړیوال مشروعیت رامنځته کړي."
هغه زیاتوي، "له یوې خوا، دوی د سوریې له حکومت سره خبرې کوي، چې معلومه کړي دوی څنګه د هېواد په راتلونکي کې ورګډېدای شي، له بلې خوا دوی له امریکا سره نژدې سیاسي، اقتصادي او پوځي همکارۍ ساتي، چې دمشق یې سخت مخالفت کوي."
ایا سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ګواښ ختم شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسلامي دولت نومې (داعش) ډلې په ۲۰۱۴ کال کې خپل خلافت اعلان کړ او د کلونو لپاره یې د سوریې او عراق پراخې برخې ونیولې.
د داعش راپورته کېدو په سوریه کې د جګړې بڼه بدله کړه او د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې دې ته وهڅاوه چې له ۷۰ څخه د زیاتو هېوادونو په ګډون ماته ورکړي.
په ۲۰۱۹ کال کې، دې ایتلاف په پای کې داعش په سوریه کې له خپل وروستي پناه ځایه هم وشړل.
خو ایا په سوریه کې د اسلامي دولت ګواښ په بشپړه توګه پای ته رسېدلی؟
مینا اللامع وايي: "دا بېرته یوې یاغي ډلې بڼې ته ورستنه شوې، چې بریدونه یې ترسره کوي، دوی لا هم په سوریه کې ډېر فعال دي او سږ کال یې بریدونه د پام وړ زیات شوي دي."
د اللامع په وینا که دوی د داعش جنګیالي او کورنۍ یې چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو تر کنټرول لاندې په مختلفو کمپونو کې بندیان او ساتل شوي دي، خوشې کړي، د اسلامي دولت ډلې لپاره به د پام وړ بدلون رامنځ ته شي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د داعش له ماتې پنځه کاله وروسته، لسګونه زره کسان اوس هم بندیان دي، چې د اټکل له مخې ۱۱۵۰۰ نارینه، ۱۴۵۰۰ ښځې او ۳۰ زره ماشومان لږ تر لږه په ۲۷ توقیف ځایونو، الهول او روز کې ساتل کېږي.
اللامع وايي، "اسلامي دولت دغو کمپونو ته سترګې پټې کړي. دوی هر ډول بحران او د امنیت په برخه کې هر ډول ضعف ته په تمه دی چې راشي او په دغو کمپونو او زندانونو برید وکړي او هلته خلک ازاد کړي."
هغې زیاته کړه: "د دې ډول کړکېچ بېلګې به د سوریې په شمال کې د ترکیې په مشرۍ پوځي عملیات وي، چې ښايي د کرد ځواکونو پر ضد وي، یا په سوریه کې د شیعه ملېشو پر ضد د امریکا لوی عملیات وي."











