سوریه کې ''د داعش وسله والو په برید کې'' ۵۳ کسان وژل شوي

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د سوریې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو په دې هېواد کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژلي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، یو شمېر کسانو په حمص سیمه کې سارايي مرخېړي لټول چې په نښه شول. د پالمیرا روغتون مشر په وینا پېښه کې ۴۶ ملکي کسان او ۷ سرتېري وژل شوي دي.

د دولتي خبري اژانس سنا په رپوټ کې ویل شوي، ټولو وژل شویو کسانو سرونو د مرمیو لګېدو ټپونه درلودل.

داعش وسله والې ډلې سملاسي د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په بریتانیا کې د سوریې بشري حقونو څارنې فعالانو ډله (اېس او ای چار) چې په سوریې کې دننه د معلوماتي سرچینو پراخه شبکه لري وايي، داعش وسله وال پر موټر سایکلونو راغلي وو او په وژل شویو کسانو یې برید کړی.

داعش وسله والو له دې مخکې هم په سوریه کې پر هغو کسانو بریدونه کړي، چې په سارايي سیمو کې یې مرخېړي لټول. اېس او ای چار مسوولین وايي، تېره شنبه هم داعش وسله والو په ورته یوه برید کې ۱۶ کسان وژلي وو، چې ډېری یې ملکیان وو.

۱۲ کاله مخکې په سوریه کې د دیموکراسۍ لپاره مظاهرې پیل شوې چې حکومتي ځواکونو په سختۍ وځپلې او له هغه راهیسې په دې هېواد کې کورنۍ جګړې روانې دي.

د دې اوږدې جګړې له کبله چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، د سوریې نیم میلیون وګړي وژل شوي، ښارونه یې کنډواله شوي او د دې جګړې اغېزې نورو هېوادونو ته هم رسېدلې دي. ۲۰۱۴ کال کې بیا داعش وسله والو د سوریې او عراق پراخې سیمې لاندې کړې او پر نژدې ۸ میلیونه کسانو یې خپله سخته واکمني وتپله.

که څه هم دا وسله واله ډله په ۲۰۱۴ کال کې د ځمکې له هغې وروستۍ برخې وشړل شوه، چې تر کنټرول لاندې یې وه، خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا ډله د یوه پرلپسې ګواښ په توګه لا هم فعاله ده.