د ایران په بازارونو کې د یوه ډالر بیه ۶۰ زره تومانو ته رسېدلې

ایران

د عکس سرچینه، EGHTESADNEWS

له ایرانه د رسېدلو راپورونو له مخې د دغه هېواد په ازاد بازار کې د اسعارو بیې په لوړېدو دي او نوي ریکارډونه یې جوړ کړي دي.

د ایراني اسعارو په غیر رسمي بازار کې د نن ورځې (جنورۍ ۳۰) په راکړه ورکړه کې د هر امریکايي ډالر بیه له ۵۹ زرو تومانو اوښتې.

همدا راز هره یورو په ۶۴ زره تومانو او یو بریتانوی پاونډ په څه باندې ۷۵ زره تومان بدلېده.

په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي له پیل راهیسې چې د اکتوبر پر اوومه د حماس له بریدونو سره پیل شو، په جګړه کې د ایران د ښکېلتیا له ویرې، د ایران په ازاد بازار کې د اسعارو بیه لوړه شوې ده.

په وروستۍ پېښه کې، د یکشنبې په ورځ د سوریې او اردن په سرحدي سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې امریکايي پوځیان ووژل شول. د امریکا ولسمشر ایران تورن کړی او ویلي یې دي چې د دې برید ځواب به ورکړي. دغه وضعیت د ایران د اسعارو په بازار کې د ګډوډۍ لامل شوی دی.

د ایران د سوداګرۍ خونې غړي حمید حسیني په دې وروستیو کې د ایران د "بهرنیو اسعارو د عاید" د زیاتوالي اعلان کړی او وايي "مرکزي بانک کولای شي په وخت د بازار اړتیاوې پوره کړي او په دې توګه د ډالر نرخ کنټرول کړي"، خو ویل شوي چې حکومت په دې برخه کې ناکام دی.

یو شمېر نیوکه کوونکي وايي د اسعارو د بیې د لوړېدو لامل د حکومت له خوا په قصدي ډول"د بوديجې کسر جبرانول" بولي. خو د ایران حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ایران د مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین ویلي، وروستي بدلونونه چې تر ډېره د سیمه ییزو پرمختګونو له امله رامنځته شوي، تېرېدونکي او موقت دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران دولتي رسنیو د سوریې پلازمېنه دمشق کې په هوايي بریدونو کې د مرګژوبلې اوښتلو خبر ورکړی و.

د رسنیو په رپوټونو کې راغلي، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یو اړوند ځای په نښه شوی دی.

سوریه کې پر سپاه پاسداران دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو تېره ورځ په ګاونډي اردن کې د دوی پر یوه پوځي اډه د چاودېدونکي ډرون د یوه برید خبر ورکړ او ویې ویل چې درې سرتېري یې وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې دا برید په عراق او سوریه کې هغو فعالو سختدریځه وسله والو کړی، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.

خو ایران له دغو پېښو سره خپل هر ډول تړاو رد کړی دی.