یو ډالر ۴۴ زره تومانه؛ د ایران د پیسو ارزښت تر ریکارډ کچې لوېدلی

د عکس سرچینه، ECOIRAN
په تهران کې د بهرنیو اسعارو د پېر او پلور په غیر رسمي بازار کې د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په لومړۍ ورځ د بهرنیو اسعارو بیې لوړې شوې او نوي ریکارډونه یې جوړ کړي دي.
نن شنبه ایران کې د یوه امریکايي ډالر بیه له ۴۴ زرو تومانونو اوښتې ده.
د یورو بیه تر ۵۰ زره تومانه او د بریتانیا د پونډو بیه بیا ان تر ۵۵ زره تومانو لوړه شوې.
په دې توګه ایراني تومانو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ارزښت بایللو نوی ریکارډ جوړ کړی.
د دغه هېواد حکومت تېره میاشت د بهرنیو اسعارو بیو کنټرول لپاره د علي صالح ابادي پر ځای محمد رضا فرزین د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه، خو ښکاري چې خپله دنده کې دومره بریالی نه و.
د ایران حکومت ته نژدې رسنیو ویلي وو، چې د مرکزي بانک د مشر بدلېدلو سره به د تومانو ارزښت لوېدو مخه ونیول شي، خو داسې ونه شول.
د تېر کال د ډسمبر میاشتې پای کې د یوه امریکایی ډالر بیه ۲۷ زره ۷۰۰ تومانه وه.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د تهران په غیر رسمي بازار کې د امریکايي ډالرو بیه نژدې ۲۸ زره تومانو ته لوړه شوې وه.
په وروستیو ورځو کې ویل شوي چې امریکا د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د مالي او بانکي بندیزونو سختې او جدی څارنې ته مخه کړې ده.
د راپورونو له مخې امریکا په دې لړ کې د عراق مرکزي او نورو عراقي بانکونو ته هم خبرداری ورکړی چې که له ایران سره د ډالرو په لویو راکړو ورکړو کې لاس لري، نو د دې همکارۍ د دوام له کبله به له پایلو سره مخ شي.
د ایران د ملي اسعارو ارزښت ځوړ او د دغه هېواد په بهرنیو اړیکو کې کړکېچ

د عکس سرچینه، FARS
د راپورونو له مخې، د ایران او عراق ترمنځ د اسعارو د تبادلې په اړه د امریکا سخت دریځ د عراق پر اقتصاد اغېز کړی او ښايي د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو د بیې لوړوالی هم دا سخت بندیزونه وي.
د ایران د اسعارو د تبادلې او ډالرو ته د محدود لاسرسي موضوع سربېره د ایران حکومت بهرنۍ اړیکې هم په وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول له ستونزو سره مخ شوي دي.
د لاریون کوونکو په دار ځړول، د جاسوسۍ په تور د یوه ایراني الاصله بریتانوي اعدام، د سپټمبر میاشتې راهیسې د خونړیو لاریونونو را پورته کېدل او د حکومت له خوا یې ځپل، روسیې ته د ایراني وسلو ورکړه، چې ویل کېږي په اوکرایین کې کارول کېږي او د ایران د اټومي پروګرام د برخلیک نه معلومېدل، هغه موضوعات دي چې ایران یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د اروپايي ټولنې له خوا د بهرنيو تروريستي ډلو په لست کې د ایران د سپاه پاسدارن د شامليدو احتمال د دغه کړکېچ د لا ډېروالي لامل شوی.
د ایران اقتصاد او د بهرنیو اسعارو عاید په عمده توګه د تېلو او ګازو پر صادراتو ولاړ دی، خو پر دغو توکو د امریکا له خوا بندیزونه لګول شوي دي.
د لوړ پوړو دولتي چارواکو په وینا، ایران تر دې مخکې د تېلو صادراتو له لارې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر عواید درلودل چې اوس مهال یې ۹۲ میلیارده له لاسه ورکړي دي.
خو د ابراهیم رییسي حکومت چارواکي وايي، دوی توانېدلي چې د تېلو او ګازو د بندیز له مودې مخکې د تېلو پلور زیات کړي.
بل پلو د حکومت د بودجې کسر او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ریال په ارزښت کې د پام وړ کموالی د حکومتي چارواکو د څرګندونو پر صداقت جدي شکونه زیاتوي.









