ولې په ترکيه کې زرګونه خلک احتجاج کوي؟

ترکيه کې لاريون

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جېمز ګرېګوري
    • دنده, بي بي سي

لسګونه زره کسان په ترکیه کې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو د نیول کېدو پر ضد مظاهره کوي.

نوموړی د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیاسي سیال ګڼل کېږي.

پولیسو پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ کارولي دي. دا په دې هېواد کې په تېرو لسو کلونو تر ټولو جدي نارامي او تاوتریخوالی بلل کېږي.

مظاهرې ولې پیل شوې؟

د مارچ مياشتې پر ۱۹مه په استانبول کې هغه مهال مظاهرې پیل شوې، چې د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال اکرم امام اوغلو ونیول شو.

نوموړی څو ورځې وړاندې له هغه ونيول شو چې ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکي ګوند (سي اېچ پي) له خوا ولسمشرۍ ته د نوماند په توګه وټاکل شي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ له بنديخانې، د یوې سمبولیکې رایې ورکولو له لارې، د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو لپاره د ګوند رسمي نوماند اعلان شو.

څارنوالانو امام اوغلو پر فساد تورن کړی، خو هغه دغه تورونه رد کړي. د دې قضیې د څېړنو په لړ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان هم نیول شوي دي.

امام اوغلو د یکشنبې په ورځ رسمي ډول ونیول شو او "د جرمي شبکې جوړولو او اداره کولو، رشوت اخیستو، باج اخیستو، د شخصي معلوماتو ناقانونه ثبتولو، او داوطلبۍ کې درغلۍ" تورن شو.

نوموړی د استانبول د ښاروالۍ له دندې هم لرې کړل شو.

د هغه ګوند سي پي اېچ اې دا نیونه د "د راتلونکي ولسمشر پر ضد کودتا" بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د اعتراض لپاره کوڅو ته ووځي.

مظاهره‌چیان څوک دي؟

ترکيه کې لاريون

د عکس سرچینه، Getty Images

د مظاهره‌ چیانو ډېری د پوهنتونونو محصلین دي.

د چهارشنبې په ورځ، د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو د استانبول پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه، د پولیسو له خنډونو تېر شول او د استانبول د ښاروالۍ پر لور وخوځېدل.

د پنجشنبې په ورځ هم په ګڼو پوهنتونونو کې مظاهرې وشوې، چې وروسته کوڅو ته خپرې شوې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په وینا، تر اوسه له ۱۱۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

همداراز، لږ تر لږه ۱۰ خبریالان، چې د مظاهرو پوښښ یې کاوه، د استانبول او ازمیر په ښارونو کې د پولیسو له خوا د سهار وختي چاپو پر مهال نیول شوي دي.

سره له دې چې امام اوغلو زنداني شوی، ګوند يې د یکشنبې په ورځ په سمبوليکه توګه د ولسمشرۍ نوماند لپاره خپلې رايې ورکړې.

د استانبول د ښاروالۍ ودانۍ ته نژدې، يوه ۲۹ کلن رایه ورکوونکي فرهاد د اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، "هر ځل چې یو قوي سیال پیدا شي، هغه بندی کېږي. په ترکیه کې اوس یو استبدادي رژیم دی، یوازې تش په نامه سیاست کوي."

بل لور ته، ۷۰ کلن شکري ایلکر وویل چې مظاهره‌چیان نه غواړي له پولیسو سره مخامخ شي، بلکې یوازې غواړي د هغه کاندید ملاتړ وکړي، چې ښار ورته رایه ورکړې ده.

۶۳ کلنې درمل پلورنکې، ایتن اوکتای وايي، "ترکیه ويښه شوې ده. موږ به له خپلو حقونو تر پایه دفاع کړو."

د ترکیې حکومت څه غبرګون ښودلی؟

ترکيه کې لاريون

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مظاهرې غندلې او ویلي یې دي چې حکومت به "ورانکارۍ" او "کوڅه‌ییزې ترهګرۍ" ته تسلیم نه شي.

نوموړي ويلي، "موږ به د عامه نظم ګډوډېدل ونه منو."

ترکي چارواکو پر عامه غونډو بنديز اعلان کړی، خو له دې سره مظاهره‌چیان لارو کوڅو ته وتلي دي.

اردوغان او د هغه اداره دا تورونه ردوي چې ګواکې د امام اوغلو نیونه سیاسي انګېزه لري او ټینګار کوي چې د ترکیې قضايي نظام خپلواک دی.

اردوغان ادعا کوي چې سي پي اېچ اې ګوند د فساد د تورونو ځواب نه دی ویلی او د دغه ګوند مشر، اوزګور اوزل، یې تورن کړی چې په کوڅو کې ګډوډۍ ته لمن وهي.

د اروپا کمېسیون د دوشنبې په ورځ له ترکیې وغوښتل چې د "دیموکراتیکو ارزښتونو ساتنه وکړي"، ځکه چې دا هېواد هم د اروپا د شورا غړی دی او هم د اروپايي ټولنې د غړیتوب کاندید دی.

اردوغان څومره وخت په واک کې دی؟

اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

اردوغان په تېرو ۲۲ کلونو کې د ترکیې د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه له کله يې چې د عدالت او پراختيا ګوند جوړ کړی په واک کې دی.

که اردوغان په قانون کې بدلون را نه ولي د اوسني قانون له مخې نشي کولی چې د ۲۰۲۸ کال ولسمشريرزو ټاکنو لپاره ځان کانديد کړي.

اردوغان او د هغه حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د یوې ناکامې پوځي کودتا پر مهال خوندي پاتې شول. هغه مهال د استانبول او انقرې په سړکونو کې نښتې وشوې او ۲۵۶ کسان په کې ووژل شول.

د نوموړي پلویان وایي، اردوغان د ترکیې اقتصاد ته پراختیا ورکړې، خو منتقدین یې ادعا کوي چې یو مستبد مشر دی، د مخالفت زغم نه لري او د خپلو مخالفانو پر وړاندې سخت غبرګون ښیي.