د اردوغان سیاسي سیال اکرم امام اوغلو، چې د فساد په تور نیول شوی څوک دی؟

امام اوغلو په استانبول کې خپلو ملاتړو ته د وینا پر مهال

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امام اوغلو په استانبول کې خپلو ملاتړو ته د وینا پر مهال
    • Author, کاګیل کاساپوګلو
    • دنده, بي بي سي

د ترکیې یو له خورا مشهورو سیاستوالو، اکرم امام اوغلو، د فساد او له یوې ترهګرې ډلې سره د مرستې په تور نیول شوی دی. د اپوزیسیون ګوند یې نیونه د "راتلونکي ولسمشر پر وړاندې د کودتا هڅې" په توګه یاده کړې ده.

د اپوزیسیون جمهوري غوښتونکي ګوند (سي‌اېچ‌پي) یوه مخکښه څېره او د استانبول ښاروال، امام اوغلو له اوږدې مودې راهیسې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر ټولو سخت سیال بلل کېږي.

امام اوغلو ولسمشر اردوغان او د هغه واکمن عدالت او پراختیا ګوند (اې‌کې‌پي) هغه مهال هک حیران کړ، چې د تېر کال ښاروالۍ په ټاکنو کې یې د استانبول رایې وګټلې او د ترکیې په دغه ترټولو لوی ښار کې یې په پرله پسې دویم ځل بریا خپله کړه.

په ترکیه کې ډېری سیاسي شننونکي وايي دا "د اردوغان تر ټولو بده ماته" ده.

امام اوغلو د ۲۰۱۹ کال د استانبول په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند پر وړاندې دویمه بریا ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امام اوغلو د ۲۰۱۹ کال د استانبول په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند پر وړاندې دویمه بریا ترلاسه کړه.

د سي‌اېچ‌پي اپوزیسیون ګوند، نه یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د اردوغان زړه ته نژدې ښار کې واکمن عدالت او پراختیا ګوند ته ماتې ورکړه، بلکې له ۱۹۷۷ کال راهیسې یې په ټول هېواد کې هم تر ټولو ډېرې پایلې ترلاسه کړې. ویل کېږي د دې بریا ترشا دلیل دا و چې امام اوغلو وکولی شوای په ټوله ترکیه کې خلکو ته خپل پیغام ورسوي. بل دا چې سیاسي ګوندونو هڅه وکړه د یوه کاندید په ملاتړ کې سره راټول او ایتلاف وکړي.

د عدالت او پراختیا ګوند لپاره د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د استانبول له لاسه ورکول یو لوی ټکان و. او امام اوغلو د خپلې بریا له امله له سمدستي ننګونو سره مخ شو.

ټاکنیزو چارواکو د رایو ورکولو په بهیر کې د بې نظمیو په تړاو د عدالت او پراختیا ګوند تر ادعاوو وروسته، رایې باطلې اعلان کړې، امام اوغلو یې له دندې لېرې کړ او د ټاکنو بیا تر سره کېدو امر وشو.

د استانبول ټاکنو د بیا ترسره کېدو تر اعلان وروسته، امام اوغلو په یوه لاریون کې د خپلو ملاتړو سترې غونډې ته د وینا پر مهال خپل جمپر او نکټايي وایستل او لستوڼي یې بډ وهل. له خپلو ملاتړو یې وغوښتل چې خپله انرژي پر بیا ګټلو ور ټوله کړي.

هغه وویل، "هرڅه به سم شي." دا خبره هغه مهال د هغه د کمپاین شعار شو. امام اوغلو لپاره په رښتیني توګه "هرڅه سم شول"، ځکه په دویم وار یې هم د استانبول ټاکنو کې ۵۵ فیصده رایې خپلې کړې او ولسمشر اردوغان ته یې ستره ضربه ورکړه. وړاندې تر هغه د عدالت او پراختیا ګوند او مخکینیو چارواکو یې ۲۵ کاله د استانبول واک په لاس کې و.

د ټاکنو پر مهال هغه خپله نېکټايي لېرې کړه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ټاکنو پر مهال هغه خپله نېکټايي لېرې کړه.

استانبول هغه ځای دی چې اردوغان پکې را لوی شوی. په ۱۹۷۰ لسیزه کې سیاست ته له ورتګ مخکې یې د کنځلو ډوډۍ پکې پلورله. ورو ورو تر لوړو پوړیو ورسېد. د استانبول ښاروال، لومړی وزیر او په پایله د ترکیې ولسمشر شو.

دغه ښار کې زیانونه په شخصي توګه هغه خپه کوي او ګوند ته یې هم زیان رسوي. په استانبول د ترکیې د نفوس ۸۵ میلیونو وګړو پنځمه برخه ژوند کوي او د سوداګرۍ، ګرځندوی او مالي چارو په ګډون د ترکیې د اقتصاد د پام وړ برخه پکې ده.

ډېری کارپوهانو د ۲۰۲۴ کال په سیمه ییزو ټاکنو کې په استانبول کې تر دویم ځل بریا وروسته د امام اوغلو لپاره هم د واک ورته لوړېدو وړاندوینه کړې وه. ډېرو کسانو دی اردوغان لپاره ګواښ باله.

اردوغان د ۲۰۲۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د درېیم ځل لپاره هم بریا خپله کړه او د اساسي قانون له مخې، هغه نه شي کولی تر ۲۰۲۸ کال وروسته د ولسمشر په توګه حکومت وکړي خو پر هغه نیوکه کوونکي وايي، ښايي ښاغلی اردوغان اساسي قانون بدل کړي چې یوه بله دوره هم په واک کې پاتې شي.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۲۸ کال کې وشي، خو له وخته مخکې د ټاکنو تر سره کېدو احتمال هم شته.

امام اوغلو په ۱۹۷۱ کال کې د تور سمندرګي په ساحل د ترکیې په ترابزون ښار، اکاابات کې زېږېدلی دی. په ځوانۍ کې استانبول ته لاړ، د سوداګرۍ په برخه کې یې زده‌کړې وکړې او بیا یې په ساختماني چارو کې کار پیل کړ.

د خپلې کورنۍ له مرکزي ښي اړخي محافظه کار شالید سره سره، امام اوغلو وايي، "په پوهنتون کې یې د زده‌کړو پر مهال د سوسیال ډیموکراټیکو ارزښتونو هرکلی کاوه."

اکرام امام اوغلو په ۲۰۱۹ کال کې د استانبول د ښاروال څوکۍ لپاره د خپل کمپاین پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اکرام امام اوغلو په ۲۰۱۹ کال کې د استانبول د ښاروال څوکۍ لپاره د خپل کمپاین پر مهال

امام اوغلو د فوټبال مینه وال دی او لکه ولسمشر اردوغان، دی هم په ځوانۍ کې د فوټبال شوقي لوبغاړی و او د خپل ټاټوبي کلب، ترابزونپور، ملاتړ یې کاوه. له سپورت او بیا فوټبال سره مینه، په ترکیې کې د یوه سیاستوال لپاره ګټوره ځانګړتیا ده.

په ساختماني چارو کې د سوداګر په توګه له دندې وروسته، ۵۳ کلن اکرم امام اوغلو د ښار د لږ پېژندل شوې منځنۍ طبقې سیمې، بېلېکدوزو، د ښاروال په توګه شهرت ته ورسېد. بیا د اپوزوسیون سي‌اېچ‌پي ګوند نوماند شو.

دا یو حیرانوونکی پرمختګ و. تر ۲۰۱۹ کال او د هغه تر بریا مخکې لږ پېژندل شوی و. اوس بې له شکه د اردوغان تر ټولو ستر سیال دی.

د خپلو سیاسي کمپاینونو پر مهال، هغه د سیاست په اړه د نرم او طنزیه چلند له امله ستایل کېده. دا بڼه د ترکیې له ډېرو نورو سیاستوالو سره توپیر لري.

امام اوغلو وکولی شوای د سي‌اېچ‌پي ګوند سېکولر ارزښتونه حتی هغو کسانو ته هم ورسوي چې معمولآ یې دریځ محافظه‌کار دی. دې کسانو په دودیز ډول اردوغان ته رایه ورکړې ده. اوغلو د کمپاین پر وخت جوماتونو ته ورتله، او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د استانبول په کراکوی ولسوالۍ کې به یو جومات بیا ورغوي. په دې ډول یې لا ډېر خلک خپل ګوند ته ورمات کړل.

د هغه مېرمن ډیلېک امام اوغلو هم په ټولنیزو رسنیو کې د خپل فعال شتون، د معلولینو لپاره د خیریه چارو او د کمپاینونو پر مهال د خپل مېړه تر څنګ د ملاتړې په توګه څرګندېدو له امله مشهوره شوې.

هغه هم د تور سمندرګي په ساحل کې زېږېدلې. اوس مهال د خپلې دوکتورا زده کړې کوي. دوی دوه زامن او یوه لور لري.

ټاکل شوې د اپوزیسیون لومړنۍ ټاکنې د مارچ پر ۲۳مه نېټه وشي. تمه کېده امام اوغلو به د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پکې د نوماند په توګه وټاکل شي.

ډیلېک امام اوغلو هم یوه مشهوره څېره ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیلېک امام اوغلو هم یوه مشهوره څېره ده

د مارچ پر ۱۸مه نېټه، د استانبول پوهنتون د هغه سند ناچله کړ. یوه داسې پرېکړه چې که تایید شي، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د هغه د ګډون مخه ونیسي. د ترکیې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د دندې د ترسره کولو لپاره لوړې زده کړې بشپړې کړې وي.

امام اوغلو دا ګام "په قانوني ډول بې بنسټه" وباله او زیاته یې کړه چې پوهنتونونه "باید خپلواک، له سیاسي لاس‌وهنې پاک او پوهې ته ځانګړي شوي وي."

په بله ورځ یې (د مارچ ۱۹مه) لسګونو پولیسو په استانبول کې د امام اوغلو پر کور چاپه ووهله چې د فساد د څېړنو د یوې برخې په توګه یې ونیسي.

په داسې حال کې چې پولیس د هغه د کور بهر هغه ته انتظار وو، امام اوغلو خپله یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره کړه. پکې وايي، "د خلکو اراده نه شي خاموشه کېدی" او ژمنه یې وکړه چې "د ترکیې د خلکو او ټولو هغو کسانو لپاره چې په ټوله نړۍ کې د ډېموکراسۍ او عدالت ملاتړ کوي کلک درېږي."

د ده ګوند (سي‌اېچ‌پي) یې پر وړاندې وروستي اقدامات د کودتا هڅه بللې. وايي دې لپآره کېږي چې "د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکنې په برخه کې د دغه هېواد مخه ونیول" شي.