څنګه یوه سعودۍ ښځه له مېړه په تېښته اسټرالیا ته لاړه او ورکه شوه؟

    • Author, هنا ریچي
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، سيډني
Grab from video sent by Lolita showing her while she was in Melbourne

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، وکیله یې وايي چې للیتا په رڼا ورځ په مېلبورن کې د هغې له کوره وتښتول شوه.

په ۲۰۲۲ کې چې للیتا اسټرالیا ته لاړه نو هغه مهال د سعودي عربستان اوسېدونکې دا ښځه له خپل هغه بوډا مېړه په تېښته وه چې په ماشومتوب کې په زور ور واده کړل شوې وه.

هغې خپلو رازدارانو ته ویلي وو چې له پرله‌پسې تاوتريخوالي او جنسي غلامۍ په تېښته ده او په ځلونه له دې کبله په روغتون کې بستر کېدو او درملنې ته مجبوره شوې.

خو اسټرالیا ته له رسېدو تر یوه کال په کمه موده کې ناڅاپه ورکه شوه.

د هغې یوه دوست دا په داسې حال کې په وروستي ځل لیدلې چې ادعا کوي، څو عربو سړیو للیتا له کوره په یوه تور رنګه ګاډي کې یووړه.

له ځينو شواهدو معلومه شوې چې ۳۰ کلنه للیتا د ۲۰۲۳ کال په مئ میاشت کې د اسټرالیا له مېلبورن ښاره کولالمپور ته په تلونکې یوې الوتنه کې سپره کړل شوې وه.

د هغې د وکیل په ګمان، دا ښځه له هغه ځایه بېرته سعودي عربستان ته لېږدول شوې او هلته بندۍ شوې ده.

خو د للیتا د سلامتیا او کره ځای‌ځایګي په اړه څوک نه پوهېږي.

دا لومړی ځل دی چې له خپل وطنه په تېښته د یوې سعودۍ ښځې له رازه ډکه ورکېدنه د خبرونو سرخط ګرځي.

د دې وکیله اېليسن بېټسن وايي، "د نورو قضيو پرتله چې پکې سعودۍ ښځې یا تری‌تم شوې او یا وژل شوې دي، د دې قضيې توپير او ځانګړیتیا په دې کې ده چې موږ یې یو عیني شاهد لرو."

د اسټرالیا په کينبرا کې د سعودي عربستان سفارت په دې اړه له تبصره کولو ډډه کړې ده.

خو بي‌بي‌سي ته په دې اړه په یوه بیان کې د اسټرالیا فدرالي ادارې پولیسو ویلي چې دوی په تېره جون میاشت کې د تښتونې یوې قضيه په اړه "خبر" شوي دي او له هماغه راهیسې يې په کور دننه او بهر "بېړنۍ پلټنې" پيل کړې دي.

وکیلان وېره څرګندوي چې د للیتا قضيه په اسټرالیا کې په زیاتېدونکې کچه د هغو پېښو څرګندونه کوي چې د نورو هېوادونو ايجنټان په دغه هېواد کې پر بهرنیو وګړو پام ساتي، ډاروي يې، تښتوي یې او بریدونه پرې کوي.

د اسټرالیا حکومت په دغه هېواد کې هر راز بهرنۍ لاس‌وهنه د خپل ملي امنیت پر ضد "تر ټولو لوی" خطر ګڼي او د مخنيوي ژمنه يې کړې ده.

خو د دې ښځې وکیله بېټسن او د بشري حقونو لپاره کارکوونکي پوښتنه کوي چې دې ښځې د کډوالۍ برخې مسؤلانو ته په ډاګه کړې هم وه چې له تاوتريخوالي په تېښته اسټرالیا ته ورغلې ده نو بیا څنګه په رڼا ورځ له خپل کوره تښتول کېږي؟

اسټرالیا کې له یوه سوډاني سره ملګرتیا

د الوتنې د ریکارډ له مخې للیتا لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال په مئ میاشت کې د اسټرالیا مېلبورن ته تللې وه.

که څه هم هغه هلته یوازې اوسېدله خو وروسته یې یوه پناه غوښتونکي سوډاني سره ملګرتیا پيل کړې وه چې تر دې وړاندې په سعودي عربستان کې د ناقانونه کډوال په توګه هم اوسېدلی و.

دی علي (مستعار نوم) و او له وکیلې بېټسن سره هم ده للیتا مخ کړې وه ځکه چې هغې د دې ښځې د پناه غوښتنې په دوسیه کې مرسته کوله.

Bags

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، للیتا ته ویل شوي وو چې خپل کالي او توکي ټول کړي.

تر دې وروسته د بشري حقونو دا وکیله به وخت ناوخت له للیتا سره په اړیکه کې وه او ورسره غږېدله به چې وايي، ډېره "نرم مزاجه" ښځه وه او غوښتل یې یو ښه ژوند پيل کړي.

خو په تېره مئ میاشت کې يې تر منځ اړیکه ناڅاپه پرې شوه او وکیلې بېټسن ته د للیتا له موبایله یو "عجیب" لیکلی پيغام ور ورسېد.

اغلې بېټسن بي‌بي‌سي ته وویل، "دا پيغام په ډېره رسمي ژبه لیکل شوی و او د هغې د ورځنیو خبرو له انداز سره یې توپير درلود. لیکلي يې وو، "زما ویزه څه ډول ده."

للیتا داسې ویزې ته غوښتنلیک سپارلی و چې له خپل هېواده د ظلم او تاوتریخوالي له کبله اسټرالیا ته فراري شوې ده خو ویزه یې رد شوې وه.

وکیلې بېټسن د ویزې د ردېدو پرېکړې په خلاف قضیه کې له هغې سره مرسته کوله او وايي چې مؤکله یې ښه خبره وه چې ویزه یې څنګه ده نو ځکه اغلې بېټسن زیاتوي، "زه اوس باوري یم چې هغه پيغام په اصل کې هغو خلکو رالېږلی و چې للیتا یې نیولې وه."

دا ګمان کوي چې ښايي هغوی به غوښتل په دې پوه شي چې للیتا ته ځانګړې ويزه ورکړل شوې او که نه.

تر دې وروسته هر څه خاموشه شول، په اوونيو پسې میاشتې واوښتې او وکيله بېټسن شکمنه شوه چې خامخا "کوم بد څه پېښ شوي دي."

وکیلې علي ته زنګ کړی او هغه د ډېرې وېرې په حالت کې دا خبر تایید کړی چې ګواکې للیتا یې ولیدله چې څو کسانو په تور ګاډي کې یووړه او دی له ډېره ډاره او د خپلې کورنۍ د خونديتوب په موخه له اوږدې مودې مخ‌پټی ګرځېده او ځان یې پټ کړی و.

علي ویلي چې په وروستي ځل یې چې له للیتا سره خبرې وکړې نو هغه ډېره خپه وه او له ده یې غوښتي وو چې له کورنۍ د ژغورلو په برخه کې دې مرسته ورسره وکړي ځکه چې هغوی یې سعودي عربستان ته بېرته د وړلو لپاره پر پلان جوړولو لګیا دي.

للیتا علي ته د خپلو بکسونو عکسونه هم لېږلي وو چې وايي، هغو خلکو دا مجبوره کړې وه چې خپل کالي مالي ټول کړي.

علي وکيلې بېټسن ته دا هم ویلي چې کله دی د للیتا کور ته ورغی نو په عربي ژبه غږېدونکي یوه کس هغه ته د ده په اړه ټول شخصي معلومات وویل او اخطارونه يې هم ورکړل.

د علي په ګمان، د ده په اړه هغه معلومات یوازې په کېنبرا کې له سعودي سفارت سره وو.

علي له خپل یوه انډيوال سره اړیکه ونیوه چې هوايي ډګر ته به لاړ شي او هلته به "جنجال جوړ کړي چې د امنیتي کسانو پام ورواړوي خو په ټرمېنل کې یې للیتا هېڅ تر سترګو نه شوه."

په اسټرالیا کې ورته نورې پېښې

وکیله بېټسن وايي، "د دې خبر پر تاييدولو ټولټال کال راباندې واوښت چې للیتا نیول شوې وه."

په وړیا ډول د للیتا قضيه پر مخ وړونکې دا وکیله له هماغه راهیسې ځينې اسناد او شواهد راټولوي چې دا ټوله پېښه پکې مستنده کړای شي.

اغلې بېټسن زیاتوي، "موږ سره د دې د ټولو ټلیفوني اړیکو ثبت او د لیکلو پيغامونو ریکارډ شته چې دا پکې د خپلې وېرې په اړه خبرې کوي. د همدې وېرې له کبله څو ځلې هغې خپل کور هم بدل کړی و."

دا وکیله همدا راز وايي چې، "د هغې د یوه خپلوان شاهدي هم شته چې وايي، للیتا اوس د سعودي عربستان په یوه زندان یا بندخونه کې ده."

تالا او روتانا فريا

د عکس سرچینه، NYPD

د عکس تشریح، تالا فریا او روتانا فریا دوه خویندې وې چې په ۲۰۱۸ کې يې د هډسن سيند پر غاړه مړي وموندل شول.

په ۲۰۱۷ کې د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پر ښځو لګېدلو بندیزونو کې د نرمښت په راوستلو هڅه کړې چې دغه هېواد په نوې بڼه وړاندې کړي.

خو بیا هم، مهمه خبره دا ده چې که اوس هم یوه ښځه له بنده راخوشې کېږي باید یو نارينه سرپرست ولري او د للیتا په قضیه کې د هغې ذمه د هغې د مېړه پر غاړه ده چې دا ترې په تېښته وه.

بېټسن وايي، همدا حقیقت باید اسټرالیايي چارواکي پر دې خبره قانع کړي چې "هغه په خپله خوښه بېرته سعودي عربستان ته نه تله."

د یادولو ده چې کله للیتا اسټرالیا ته رسېدلې وه نو هغه مهال په دغه هېواد کې د دوو نورو سعودي مېرمنو د مرموزې وژنې قضيه روانه وه.

د ۲۰۲۲ کال په جون مياشت کې د سیډني په لویديځ کې د دوو خویندو اسرا او امال السهلي مړي په خورا ناوړه او خراب شوي حالت کې د هغوی په کور کې موندل شوي وو.

د هغې قضيې په اړه هم ډېر کم معلومات شته خو پولیسو یوه "شکمنه" او "نا معموله" پېښه بللې وه.

اسرا او امال په ۲۰۱۷ کې له سعودي عربستانه تللې او په اسټرالیا کې پناه اخیستې وه. د هغوی د اشنایانو په وینا، دواړو په اسټرالیا کې په ډېره وېره کې ژوند کاوه.

تالا فریا او روتانا فریا دوه نورې خویندې وې چې په ۲۰۱۸ کې یې په امریکا کې د سیاسي پناه اخیستنې غوښتنه کړې وه او وروسته یې د هډسن سيند پر غاړه مړي وموندل شول.

په وروستيو کلونو کې په اسټرالیا کې مېشتو د چین، ایران، هند، کمبوډیا او د روانډا هېوادونو وګړو هم شکایت کړی چې د دوی د هېوادونو ایجنټان یې څاري، ډاروي یې او بریدونه پرې کوي. د دوی په ګمان، هغوی ته یې خپلو حکومتونو د داسې کولو سپارښتنه کړې ده.

د اسټرالیا حکومت په دې برخه کې د اصلاحاتو او په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنيو وګړو او پناه غوښتونکو د خونديتوب خبره کړې ده.

د للیتا وکيله بېټس وايي چې اوس هم ځنډ نه دی شوی او حکومت له للیتا سره مرسته کولای او ویزه ورکولای شي چې په دې توګه هغه بېرته اسټرالیا ته لاړه شي.

اغلې بېټس زیاتوي، "اوس د یوه هېواد په توګه د دې خبرې باوري کولو ښه موقع ده چې ثابته کړي د جنسيتي تاوتريخوالي ښکار کسان خوندي دي او ټولې ښځې د داسې خوندي چاپېریال حقداره دي چې تر تښتول کېدو مخکې للیتا خوشاله ژوند پکې کاوه."