د شمالي کوریا ځینو وګړو بي‌بي‌سي ته ویلي د "غلامانو په څېر" د کار لپاره روسیې ته لېږل کېږي

یو ګرافیک، چې ښيي د شمالي کوریا یو کارګر کلکه خولۍ په سر کړې او لاس تر زنې ناست دی.
د عکس تشریح، بي بي سي پوهېږي، چې له ۵۰،۰۰۰ څخه ډېر شمالي کوریایان به روسیې ته د کار کولو لپاره واستول شي
    • Author, جین مکېنزي

بي بي سي موندلې، چې زرګونه شمالي کوریایان روسیې ته د کار کولو لپاره استول کېږي او دوی هلته د غلامانو په څېر شرایطو کې کار کوي ترڅو د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل له کبله رامنځ‌ ته شوی د کارکوونکو کمښت پرې ډک کړي.

مسکو په بیا بیا پیونګ یانګ ته مخه کړې، چې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي. د دې هېواد له توغندیو، د توپخانې ګولیو او سرتېرو څخه کار اخلي.

اوس چې د روسیې يو شمېر نارینه وژل شوي یا په جګړه کې ښکېل دي او یا هم له هېواده تښتېدلي. د سویلي کوریا استخباراتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې دا هېواد [روسیه] مخ په زیاتېدونکي توګه د شمالي کوریا په کارګرانو باندې تکیه کوي.

موږ د شمالي کوریا له شپږو کارګرانو سره، چې د جګړې له پیل راهیسې له حکومتي چارواکو، څېړونکو او هغو کسانو سره چې د کارګرانو د ژغورنې په برخه کې مرسته کوله او له روسیې تښتېدلي دي مرکې کړې.

دوی په تفصیل سره وویل، چې څنګه نارینه له "ناوړه" کاري شرایطو سره مخامخ دي. څنګه د شمالي کوریا چارواکي د کارګرانو د تېښتې د مخنیوي لپاره خپل کنټرول لا سختوي.

له کارګرانو څخه یوه تن جین بي بي سي ته وویل، کله چې الوتکه یې د روسیې په لېرې ختیځ کې راښکته شوه نو د شمالي کوریا د امنیتي اجنټ [کارکوونکي] لخوا له هوایي ډګره د ودانیو د ابادۍ کارځای ته واستول شو. همدې کس ورته امر کړی و، چې له هېچا سره خبرې ونه کړي او نه څه ته وګوري.

یاد امنیتي کس ورته ویلي و: "بهرنۍ نړۍ زموږ دښمنه ده."

جین وايي، په مستقیم ډول یې کار ځای ته واستوه او د ورځې ۱۸ ساعته به یې د لوړ پوړو ودانیو په ابادۍ کې کار کاوه.

ټولو شپږو کارګرانو، چې موږ ورسره خبرې وکړې ورته سزا ورکوونکې کاري ورځې تجربه کړې وې. د سهار په ۶ بجو ويښېدل او د شپې تر ۲ بجو پورې به یې د لوړ پوړو ودانیو جوړولو کې کار کاوه او په کال کې یوازې دوه ورځې یې رخصتي درلوده.

موږ د دوی د خوندیتوب لپاره د دوی نومونه بدل کړي دي.

د شمالي کوریا او روسیې د ملي بیرغونو مخې ته کیم جونګ اون (کیڼ اړخ ته) د ولادېمیر پوتین (ښي اړخ ته) په لوري ور روان دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیم جونګ اون په اوکرایین کې د خپلې جګړې لپاره ولادېمیر پوتین ته وسلې او سرتیري لېږلي دي

د ساختماني چارو یو بل کارګر تای، چې تېر کال له روسیې په تېښته بریالی شو وویل: "راويښیدل وېرونکي وو. ځکه پوهېږې، چې بیا به هغه ورځ تکرارېږي."

د تای ور په زړه شوه، چې څنګه به یې لاسونه سهار وختي کلک سره ونښلېدل، د خلاصولو توان به یې نه درلود، او د تېرې ورځې له کار څخه به فلج شوی و.

یو بل کارګر چان وویل، "ځینې خلک به د ورځې د خوب لپاره له خپل ځایه ووتل. یا به په ولاړې ویده کېدل خو څارونکو به هغوی ولیدل او وبه یې وهل. دا په ريښتيا داسې وه، لکه: موږ چې مړه کېږو."

د سویلي کوریا د ډونګ-اې پوهنتون پروفیسور کانګ ډونګ وان، چې د شمالي کوریا له کارګرانو سره د مرکې لپاره څو ځلې روسیې ته سفر کړی دی وايي: "شرایط واقعا ناوړه وو."

"کارګران له ډېرو خطرناکو حالاتو سره مخامخ دي. د شپې څراغونه بند وي او دوی په تیاره کې کار کوي. د خوندیتوب لږ تجهیزات لري."

تښتېدلو کسانو موږ ته وویل، چې کارګران شپه او ورځ رغنیزو ځایونو پورې محدود وي. هلته دوی د شمالي کوریا د دولت امنیت څانګې د کارکوونکو لخوا څارل کېږي.

دوی په چټلو، له ګڼه ګوڼې ډک بار وړونکو کانټینرونو کې خوب کوي. حشرات په کې وي. یا هم د ودانیو په نابشپړو برخو کې به اوسېدل، چې د دروازو په چوکاټونو به یې ترپالونه ځړولو چې له یخې هوا ځان وساتي.

یو کارګر نام وویل، چې هغه یو ځل له ودانۍ څلور متره لاندې ولوېد او مخ یې "تکه تکه" شو، چې د کار کولو توان یې نه درلود. ان بیا هم د هغه څارونکو هغه ته اجازه نه ورکوله، چې روغتون ته لاړ شي او له دې سیمې څخه ووځي.

د شمالي کوریا یو وګړی چې په روسیه کې په واورو کې کار کوي او ډېر کم د خوندیتوب تجهیزات لري.
د عکس تشریح، د شمالي کوریا یو وګړی چې په روسیه کې په واورو کې کار کوي او ډېر کم د خوندیتوب تجهیزات لري

له لسیزو راهیسې لسګونه زرو شمالي کوریایانو په روسیه کې کار کړی او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون او د هغه د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ رژیم لپاره یې په کال کې میلیونونه ډالره عاید ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې ملګرو ملتونو د کیم د بنسټونو د بندولو او د هغه د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي په هڅه کې نور هېوادونه یې د یادو کارګرانو له کارولو منع کړل. دا په دې معنی، چې ډېر یې کور ته واستول شول خو د سویلي کوریا د استخباراتو د یوه چارواکي په وینا، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له بي بي سي سره خبرې کولې وویل، تېر کال له ۱۰ زره ډېر کارګران روسیې ته واستول شول.

دوی موږ ته وویل، چې تمه کېږي سږ کال نور هم واستول شي. پیونګ یانګ به په ټولیزه توګه له ۵۰ زره ډېر کارګران واستوي.

چارواکو زیاته کړه، دا نا څاپي څپه په دې معنی ده، چې د شمالي کوریا کارګران اوس "په روسیه کې هر ځای" دي. پداسې حال کې چې ډېر یې په لویو ساختماني پروژو کې کار کوي. نور یې د جامو فابریکو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونو کې ګومارل شوي دي.

دوی وویل، دا د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه سرغړونه ده. ځکه د شمالي کوریا له کارګرانو کار اخیستل منع شوي.

د روسیې د حکومت شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۳ زره ډېر د شمالي کوریا وګړي دې هېواد ته دننه شوي، چې دا د تېر کال پرتله ۱۲ برابره زیاتوالی ښيي.

نږدې اته زره یې د زده کونکو په ویزو ورغلي خو د استخباراتي چارواکو او کارپوهانو په وینا، دا د روسیې لخوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو پر وړاندې یو تاکتیک دی.

د روسیې یوه لوړ پوړي چارواکي سرګي شویګو په جون کې د لومړي ځل لپاره ومنله، چې پنځه زره شمالي کوریایان به د کورسک د بیارغونې لپاره ورواستول شي.

دا هغه سیمه ده، چې تېر کال د اوکراییني ځواکونو لخوا نیول شوې وه خو بېرته یې له لاسه ووته.

د سویلي کوریا چارواکي موږ ته وویل، دا هم "ډېر احتمال لري" چې ځینې شمالي کوریایان به ډېر ژر د روسیې لخوا نیول شويو اوکراییني سیمو کې د بیارغونې په پروژو کې د کار کولو لپاره وګومارل شي.

د سیول په کوکمین پوهنتون کې پروفیسور او د شمالي کوریا او روسیې اړیکو کې یو مشهور کارپوه اندری لانکوف وايي:

"روسیه همدا اوس د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ ده او شمالي کوریایان د دې لپاره مناسبه حل لاره ده. دوی په ارزانه بیه ښه کلک کار کوونکي دي او سرخوږی نه جوړ وي."

د ګلونو د غونچو انځور، د شمالي کوریا د دولتي رسنیو پر بنسټ دا ګلونه په اپریل کې د روسیې د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو لخوا کیم جونګ اون ته استول شوي وو.

د عکس سرچینه، KCNA

د عکس تشریح، د شمالي کوریا د دولتي رسنیو پر بنسټ دا ګلونه په اپریل کې د روسیې د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو لخوا کیم جونګ اون ته استول شوي وو

په شمالي کوریا کې د بهرنیو ودانیزو شرکتونو لپاره کارکولو ته ډېره لیوالتیا شته ده، ځکه: چې دوی ورسره ژمنه کوي، چې په کور دننه د کار پرتله به ښه معاش ورکړي.

ډېر کارګران په دې هیله ځي، چې له بې وزلۍ څخه خلاص شي او د خپلې کورنۍ لپاره کور واخلي یا بېرته راستنیدو سره سوداګري پیل کړي.

یوازې خورا باوري سړي له سختې ارزونې وروسته غوره کېږي. دوی باید خپلې کورنۍ شاته پرېږدي خو د دوی د عاید لویه برخه د "وفادارۍ فیس" په توګه مستقیم شمالي کوریا ته لېږل کېږي.

دې کارګرانو ته معمولا په میاشت کې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالر پاتې کېږي او هغه هم ورپسې ثبتېږي. کارګران یوازې هغه وخت دا پیسې ترلاسه کوي، چې دوی کور ته ستانه شي. د کارپوهانو په وینا، یو وروستی تاکتیک (چل) چې د دوی د تېښتې مخنیوی وکړي.

کله چې سړي د سخت کار او د معاش نشتوالي حقیقت درک کړي نو دا کېدای شي دوی ته ناهیلې کوونکي وي.

تای وايي، هغه "شرمنده" شو، چې کله پوه شو، د مرکزي اسیا نورو ودانیزو کارګرانو ته د کار د درېیمې برخې لپاره د هغه پرتله پنځه برابره ډېر معاش ورکول کېږي.

هغه وویل: "ما داسې احساس کاوه، لکه: زه، چې د کار په پنډغالي کې یو زنداني یم، چې پنجرې ترې چاپېره نه دي."

کارګر جین اوس هم هغه مهال ژاړي، چې تېر وخت ور یاد شي. هغه وخت، چې نورو کارګرانو به دوی ته غلامان ویل. پر دوی یې ټوکې کولې، "تاسې سړي نه یاست، یوازې هغه ماشینونه یاست، چې خبرې کولی شي."

یو مهال د جین مدیر هغه ته ویلي وو، چې کېدای شی هغه شمالي کوریا ته د ستنېدو پر مهال هېڅ پیسې ترلاسه نه کړي، ځکه: چې دولت ورته اړتیا لري. دا هغه وخت و، چې ده د تېښتې پرېکړه وکړه او خپل ژوند یې په خطر کې واچوه.

تای د یوټیوب د ویډیوګانو له لیدلو وروسته د تښتېدو پرېکړه وکړه. ده په کې ولیدل، چې په سویلي کوریا کې کارګرانو ته څومره معاش ورکول کېږي.

یوه شپه هغه خپل شیان د خځلو په یوه کڅوړه کې واچول. خپل بستر کې تر کمپلې لاندې ځای ډک کړ ترڅو داسې ښکاره شي، چې هغه لاهم ویده دی. له همدې سره له خپل ودانیز ځای څخه بهر ووت. هغه ټکسي ونیوله او زرګونه کیلومتره یې سفر وکړ ترڅو له یوه وکیل سره وګوري، چې سیول ته یې د سفر په تنظیم کولو کې مرسته وکړي.

په وروستیو کلونو کې یو شمېر کارګرانو وکولی شول، چې د دویم لاس ځېرک تلیفونونو په کارولو سره خپلې تېښته تنظیم کړي. دوی د خپل څخه ترلاسه شوې او ذخیره شوې هغه کمې پېسې لګولې، چې د سګرټو او الکولو لپاره ورکول کېدې.

یو ګرافیک د شمالي کوریا یو سړی په سور کمیس کې ښیي، چې سیول کې دی او سر یې په لاسونو کلک نیولی دی.
د عکس تشریح، یو څو کارګران د جګړې په بهیر کې له روسیې څخه سیول ته په تېښته او رسیدو بریالي شوي وو

د دا ډول تېښتو د مخنیوي اړوند ډېرو سرچینو موږ ته وویل، چې د شمالي کوریا چارواکي اوس د کارګرانو د محدودې ازادۍ په وړاندې سخت دریځ غوره کړی.

د دونګ-اې پوهنتون د پروفیسور کانګ په وینا، یوه لاره، چې حکومت تېر کال کې د کارګرانو د کنټرول هڅه کړې ده هغه په بیا بیا د دوی ایډیالوژیکي روزنه او د ځان نقد کولو غونډې دي، چې هلته دوی اړ اېستل کېږي، کیم جونګ ان ته خپله وفاداري اعلان کړي او خپلې ناکامۍ ثبت کړي.

د ودانیزو چارو مسلک پرېښودو کمساري فرصتونه هم کم شوي دي. پروفیسور کانګ زیاته کړه: "کارګران به په میاشت کې یو ځل په ډله ییز ډول بهر ته تلل، خو په دې وروستیو کې دا سفرونه تقریبا صفر ته راټیټ شوي دي. "

کیم سیونګ چول، چې په سیول کې میشت فعال دی او له روسیې د شمالي کوریا کارګرانو په ژغورلو کې مرسته کوي وویل، چې دا سفرونه سخت په کلکه کنټرول کېږي.

"مخکې به دوی ته اجازه ورکول کېده، چې په جوړه يي توګه بهر ووځي خو له ۲۰۲۳ کال راهیسې دوی باید په پنځو ډلو کې سفر وکړي او په ډېر شدت سره څارل کېږي."

په دې ډول حالت کې لږ کارګران د تېښتې توان لري.

د سویلي کوریا حکومت موږ ته وویل، د شمالي کوریایانو شمېر، چې هر کال له روسیې وځي او سیول ته رسېږي له ۲۰۲۲ راهیسې نیمایي ته راټیټ شوی. په کال کې له شاوخوا ۲۰ څخه یوازې ۱۰ ته را ټېټ شوی دی.

د شمالي کوریا او روسیې د اړیکو کارپوه ښاغلي لانکوف وویل، چې د کارګرانو دا ډول ټکول کېدای شي د ډېرو نورو کارګرانو د راتګ لپاره چمتووالی وي.

هغه وویل: "دا کارګران به د کیم او پوتین د جګړې د ملګرتیا تلپاتې میراث وي."

نوموړي استدلال وکړ، چې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته او د سرتیرو او وسلو له ځای پرځای کولو وروسته به هم د کاګرانو استول دوام وکړي.