جګړو د اسرائیل اقتصاد ته څومره زیان اړولی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جرمي هاول
- دنده, خبریال
په تېر یوه کال کې اسرائیل غزې او سویلي لبنان ته په زرګونه پوځيان ولېږل او پر خپلو دښمنانو يې زرګونه هوايي بريدونه وکړل.
اسرائیل همدا راز د دښمن د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو پر وړاندې د ځان دفاع لپاره د هوايي دفاع سيسټم پر نصبولو هم ميليونونه ډالر لګولي.
د اسرائیلو حکومت داسې حساب ورته کړی، چې د حماس او حزب الله پر وړاندې جګړه ښايي تر ۶۰ ميليارد ډالرو زيات لګښت ولري.
نو دغو جګړو د اسرائیل اقتصاد په جدي ډول اغېزمن کړی دی.
د اسرائیلو جګړې څومره لګښت لري؟
د اسرائیل مالیې وزیر بیتسال سموتریچ د ۲۰۲۴ کال سپتمبر کې کېنسیټ (د اسرائیلو پارلمان) ته وویل:
"موږ د اسرائیلو د تاریخ په تر ټولو اوږده او تر ټولو ګرانه جګړه کې یوو."
نوموړي زیاته کړه، کېدای شي د پوځي اقدام لګښت له ۲۰۰ تر ۲۵۰ میلیاردو 'شېکل' یعنی له ۵۴ تر ۶۸ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
پر لبنان د هوايي بریدونو دوام، د دغه هېواد سویل کې ځمکني پوځي عملیات او د ایراني توغندیو په غبرګون کې د توغندیو توغول د جګړې لګښتونه لوړوي.
د برتیانیا د شيفېلډ هالم پوهنتون اقتصادپوه ډاکتر عمر الجارحي وايي، که جګړه د ۲۰۲۵ کال تر پایه دوام وکړي، له پراخېدو سره به یې لګښتونه ۳۵۰ میلیارده شېکل یا ۹۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
دا تقریبا د اسرائیلو د ناخلصو کورنیو تولیداتو، چې ۵۳۰ میلیارد ډالره اټکل شوي، یوه پر شپږمه برخه جوړوي.
اسرائیل څنګه خپلې جګړې تمویلوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل مرکزي بانک د دولتي پور د کاغذونو پلور ډېر کړی، چې د پور په اخیستلو سره جګړه تمویل کړي.
(د پور کاغذونه هغه حکومتي اسناد یا پاڼې دي چې حکومت ته پرې د هوکړه شوې ګټې پربنسټ پیسې په پور ورکول کېږي.)
اسرائیل دغه کاغذونه په کور دننه او بهر په پور ورکوونکو باندې پلوري، چې له دغه هېواده بهر یهودان هم پکې شامل دي.
د اسرائیلو حکومت د ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې د پور دولتي کاغذونو پلورلو سره ۸ میلیارد ډالره پانګه ټوله کړې وه، چې دا یو بې ساري ریکارډ و.
خو د اسرائیل مرکزي بانک معلومات ښیي، چې د دولتي کاغذونو اخېستلو لپاره د بهرنیانو لیوالتیا کمه شوې ده.
دغه بانک اعلان وکړ چې د دغو کاغذونو یوازې ۸ اعشاریه ۴ سلنه د بهرنیو پانګوالو په واک کې دي، په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۳ کال سپتمبر کې د اسرائیل - حماس د جګړې له پیل یوه میاشت مخکې دا شمېر ۱۴ اعشاریه ۴ سلنه و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تل ابیب پوهنتون اقتصادپوه پروفیسور مانویل ټریلینبرګ وايي، د دغو بدلونونو په پایله کې "د دولتي کاغذونو ګټې زیاتې شوې چې د بهرنیو پېرودونکو لا ډزیات پام ور واړوي. د پورونو لګښت چې حکومت به یې پرېکوي یو اعشاریه پنځه سلنه زیاتوالی موندلی.
پر دې برسېره د اعتبار بخښلو ډلبندۍ دریو لویو بنسټونو موډیز، فچ سټنډرډ او پوورز د اګست ۲۰۲۴ کال څخه یې د پورونو په لړ کې د اسرائیلو درجه ټیټه کړې ده.
په تل ابیب کې د ملي امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ ډاکتر تومر فاډلون وايي، چې دې ادارې خپله ډلبندۍ کې دا ټېټوالی د دې لپاره نه دی راوستی، چې د اسرائیلو حکومت به د پور کاغذونو بېرته ورکولو توان ونه لري.
نوموړی په دې باور دی، چې د اسرائیلو عمومي مالي وضعیت په ښه حالت کې دی.
خو دی وايي: "د اعتبار بخښلو ډلبندۍ بنسټونو په خپلو راپورونو کې دا ویلي، چې دوی د حکومت لخوا د ۲۰۲۵ کال لپاره د مشخصې مالي [مالیه او لګښت] ستراتیژۍ نشتوالي په اړه اندیښنه لري."
د اسرائیل د ډیموکراسۍ انسټیټیوټ کې اقتصادپوهه او د اسرائیلو بانک پخوانۍ مشره پروفیسوره کارنیت فلګ وايي، حکومت بودېجه کې د کسر کموالي لپاره د ۳۷ میلیارد شېکل (۹.۹ میلیارد ډالرو) په ارزښت کموالی او د مالیاتو زیاتول جاجوي.
نوموړې وايي: "د پلان شویو اقداماتو یوه برخه به ښايي د کارګرانو اتحادیو او د واکمن اېتلاف د ځینو غړو له مقاومت سره مخامخ شي."
یو شمېر اقتصاد پوهانو په حکومت غږ کړی، چې د ۲۰۲۵ کال بودېجه دې د سپما له مشخصې ټولګې سره وړاندې کړي چې وکولی شي د پوځ لوړ لګښت جبران کړي.
د بیت المقدس د عبراني (عبري) پوهنتون پروفیسور ایسټبان کلور وايي:
"د جګړې د تمویل په هدف د بودېجې کمولو ته د لومړیتوب ورکولو کوم جدي پلان نشته. د جګړې د پوځي ستراتیژۍ تر څنګ کومه ځانګړې اقتصادي ستراتیژي نشته. "
جګړې د اسرائیلو پر اقتصاد څه اغېز کړی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو اقتصاد د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر پورې د پام وړ وده وکړه، خو د جګړې له پیل سره دا وده په چټکۍ سره راټېټه شوه.
د نړیوال بانک په وینا، د ۲۰۲۳ کال په لړ کې د اسرائیل ناخالص تولید یو پر لسمه سلنه کم شوی.
د اسرائیلو مرکزي بانک وړاندوینه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د اسرائیلو اقتصاد یوازې نیم سلنه وده وکړي.
په داسې حال کې، چې د جولای په میاشت کې د دې کال لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینه یو اعشاریه پنځه سلنه وه.
تېر کال ډېرو اسرائیلي شرکتونه د کارګرانو له کمښت سره مخامخ شول، چې دې د اقتصادي فعالیتونو ساحه محدوده کړه.
د افرادو د کمښت لامل دا دی، چې د اسرائیل پوځ له حماس سره د جګړې په پیل کې تر ۳۶۰ زرو زیات رېزرف یا احتیاطي ځواکونه ور وغوښتل.
که څه هم د هغوی له ډلې ډېر کسان له خدمته اېستل شوي، خو په لبنان کې یې د روانو ځمکنیو عملیاتو لپاره ۱۵۰۰۰ نور ریزرف ځواکونه وربللي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
حکومت د امنیتي ستونزو له امله له غزې او لویدیزې غاړې اسرائیلو ته کار لپاره د شاوخوا ۲۲۰،۰۰۰ فلسطینیانو ورتګ منع کړی.
دې مسلې رغنیز سکټور چې شاوخوا ۸۰،۰۰۰ فلسطینیانو پکې کار کاوه، پام وړ اغېزمن کړی دی.
د دوی پر ځای اوس د هند، شري لنکا او ازبکستان په څېر له نورو هېوادونو لسگونه زره کارکونکي ګومارل کېږي.
تر هغې وروسته چې د اسرائیلو اقتصادي وده د جګړې په جریان کې ورو شوه، پروفیسور فلګ وویل، چې تر جګړې وروسته یې د "قوي بیارغونې احتمال" شته.
هغه د اسرائیل د پرمختللې ټېکنالوژۍ د یوې برخې وده د دې لامل ګني چې اوس د دغه هېواد د اقتصاد پنځمه برخه جوړوي.
په هر حال نوموړی وايي، "دا حقیقت چې دا جګړه د تېرو جګړو په پرتله اوږده ده او د وګړو لویه برخه یې اغېزمنه کړې، کېدای شي اقتصادي رغونه کمزورې او اوږده کړي."











