زېلینسکي: امریکا غواړي د روسیې او اوکرایین جګړه د جون تر میاشتې پورې پایته ورسېږي

اوکراييڼ

د عکس سرچینه، State Emergency Service of Ukraine

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلينسکي وايي، امریکا غواړي له د روسیې او اوکرايين جګړه د جون تر میاشتې شاوخوا دریو مياشتو موده کې پای ته ورسېږي. نوموړي دا هم ویلي چې دواړه خواوې په راتلونکو ورځو کې د دری اړخیزو خبرو اترو لپاره امریکا ته بلل شوې دي.

ښاغلي زېلینسکي وویل، "امریکا د لومړي ځل لپاره وړاندیز کړی چې د اوکرایین او روسیې استازي باید خبرې وکړي...موږ په دې غونډه کې د خپل ګډون پخلی کړی دی."

واشنګټن او مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو راهیسې د اوکرايين د جګړې د پایته رسولو هڅې کوي.

ښاغلي زېلینسکي (شنبه، د فبروري ۷) خبریالانو ته وویل چې د امریکا په کوربتوب د سولې د خبرو اترو دویم پړاو، چې د جمعې په ورځ په ابوظبي کې پیل شوی و، تقریبا بې پایلې پايته ورسېد، "د هغو سيمو چې اوکرايين یې له کبله تر فشار لاندې دی د ستونزو په څېر پېچلې ستونزې لا پاتې دي."

نوموړي دا هم وویل چې د لومړي ځل لپاره، د دواړو اړخونو د استازو نه بلکې د مشرانو ترمنځ د دری اړخیزې غونډې د ترسره کولو په اړه بحث شوی، خو دی وایي "چمتووالي ته اړتیا ده."

ښاغلي زېلینسکي د تړون د ځانګړي وخت په اړه وویل، "امریکایان وايي دوی غواړي هرڅه د جون تر میاشتې پورې ترسره شي."

نوموړي زياته کړه، "ولې له اوړي مخکې؟ موږ پوهېږو چې په امریکا کې کورني مسایل به اغېز ولري".

د امریکا د کانګرس منځمهاله تاکنې د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر درېيمه ترسره کېږي. په دې ټاکنو کې د سنا ۳۵ او د ولسي جرګې ۴۳۵ څوکيو لپاره ټاکنې ترسره کېږي.

د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ تر څنګ د اوکرايين پر زېربناوو د روسيې بریدونه دوام لري چې په سړه هوا کې د برېښنا پرې کېدو لامل شوي.

د اوکرايين د انرژۍ وزير ډېنېس شمیال پر ټولنیزه رسنۍ ټېلېګرام ليکلي، "روسي مجرمينو د اوکرايين د انرژۍ پر تاسيساتو یو بل لوی برید ترسره کړی دی".

نوموړي ويلي، "د برېښنا سب سټېشنونه چې د برېښنا جریان کنټرولوي، د برېښنا مزي او د برېښنا فابريکې په نښه شوې دي".

اوکرایين کې د برېښنا پرې کېدل

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د اوکرايين د انرژۍ وزير ويلي، چې له پولنډ یې د بېړنۍ برېښنا غوښتنه کړې ده.

د اوکرايين دولتي انرژۍ څانګې هم ويلي چې "د وروستيو بريدونو له کبله د اوکرايين د برېښنا شبکه کې د برېښنا د پام وړ کمه شوې ده".

د اوکرايين ولسمشر پر ټولنيزو رسنيو يوه پيغام کې ويلي چې د شنبې شپې په بريد کې له "۴۰۰ زیاتو ډرونونو او ۴۰ توغنديو کار اخيستل شوی دی".

د اوکرايين پوځ ويلي د دوی دفاعي سيسټمونو د ډېرو مخه نيولې ده.

ښاغلي زېلینسکي دا هم ويلي چې اصلي موخه د بریښنا شبکه، د تولید تاسیسات او د وېش سټیشنونه وو، چې لږترلږه په څلورو سیمو کې د زیانونه راپور ورکړل شوی دی.

د هېواد په لوېدیځ کې د لویف د سیمه ایز مشر په وینا، د ډوبروټوی بریښنا فابریکې برید زرګونه خلک له برېښنا بې برخې کړي دي.

د ایوانو فرانکیوسک ته څېرمه سیمه کې د بورشتین برېښنا فابریکه هم په نښه شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې چې د اوکرایین د امنیتي چارواکو په حواله یې لیکلي وايي، اوکرایین هم د روسیې په لوېدیځ تور سیمه کې د توغنديو د سون موادو تولیدونکي فابریکه په نښه کړې.

روسیې تر اوسه د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.