د امریکا پوځ د نوې اتومي بریدګرې بي-۲۱ الوتکې له جوړېدو پرده پورته کړه

B21

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بي۲۱ د امریکا د هوايي ځواک لپاره هغه نوې جوړېدونکې الوتکه ده چې لوړه ټیکنالوجي پکې کارېدلې او له راداره ځان پټولی شي

د امریکا متحده ایالتونو هوايي ځواک له خپلې هغې نوې بم اچوونکې بي ۲۱ الوتکې پرده پورته کړې چې د رادار په لرلو اتومي بریدونه کولی شي او په تدریج به د هغې الوتکې ځای ونیسي چې د سړې جګړې پرمهال لومړی ځل ګټه ترې اخیستل شوې ده.

د دې نوې بم اچوونکې الوتکې لګښت له تېرو دېرشو کلونو راهیسې کابو ۷۰۰ میلیون ډالره دی چې اتومي او دودیزې وسلې لېږدولی شي.

له تمې سره سم، د الوتکې ځینې نورې ځانګړتیاوې لا پټې ساتل شوې دي، خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، دا د جنګي الوتکو د صنعت نوښت او ابتکار کې د امریکا د لاسبرۍ ثبوت دی.‌

له دغې نوې بي۲۱ ډوله بم اچوونکې الوتکې د تېرې جمعې په ورځ کلیفورنیا ایالت کې د الوتکې د جوړوونکي شرکت (نارتروپ ګرامن Northrop Grumman) کې پرده پورته شوه.‌

اسټن وايي، دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک موجوده جنګي الوتکو پرتله مهمې ځانګړتیاوې لري.

بي۲۱

د عکس سرچینه، Reuters

دی وايي "ان ډېر ‌پرمختللي دفاعي سیستمونه پخپل چم ګاونډ‌ کې د بي۲۱ بم اچوونکې څرک لګولو کې له ستونزو سره مخامخېږي، ځکه په جوړښت کې یې داسې ټیکنالوجي کارېدلې ده چې تېر پنځوس کلونه له راداره د پټېدونکې الوتکې په توګه یې په جوړښت کار شوی دی".

دی زیاتوي، دا الوتکه د (جوړښت پرانیستی سیستم) لري چې ان د هغو "نویو وسلو د ترکیب شونتیا هم پکې شته چې لا تر اوسه اختراع شوې نه دي".‌

په پام کې ده چې بي۲۱ الوتکه به راتلونکی کال خپله لومړنۍ الوتنه وکړي.

د بلومبرګ په ویناو دغه الوتکه به د بي-۱ او بي-۲ الوتکو ځایناستې شي او اټکل دی چې د ۳۰ کلونو په اوږدو کې به یې پر پرمختګ، پېر او کارولو ۲۰۳ میلیارد ډالر ولګول شي.

د جوړوونکي شرکت په وینا، تر اوسه پر شپږو دا ډول الوتکو جوړولو کار روان دی، خو دا نوې الوتکه د "هغو الوتکو د نوي نسل یوه برخه ده چې جوړول یې ګران کار دی" او په جوړښت کې یې نوي نامحدود مواد او تخنیک کارېږي.

د امریکا هوايي ځواک د لږ تر لږه دغه ډول سلو الوتکو د پېرلو پلان لري.

د امریکا بي ۵۲؛ د ویتنام او افغانستان جګړو کې بم غورځوونکې الوتکې

K.SCHULTZ

د عکس سرچینه، K.SCHULTZ

د عکس تشریح، د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د هر ډول بمونو د لېږد رالېږد وړتیا لري.

د افغانستان خلک د امریکا له بې ۵۲ الوتکو سره د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې د پېښو له رامنځ ته کېدا وروسته اشنا شول او امریکا پر طالبانو بمبارۍ وکړې.

په ۲۰مه پېړۍ کې دا الوتکې تر ټولو پېژندل شوې بم غورځوونکې دي.

دا الوتکې د امریکا په هوايي ځواکونو کې له ۶۰ کلونو کار وروسته اوس هم ډېرې پیاوړې دي.هغه الوتکې چې په ۱۹۵۵ - ۱۹۷۵ کلونو کې د ویتنام په جګړه کې جنګېدې، اوس د افغانستان په جګړه کې هم جنګېږي.

د لومړي ځل لپاره بي ۵۲ الوتکې په ۱۹۵۴ کال کې جوړې شوې او په ۱۹۵۵ کال کې د امریکا په پوځي ځواکونو کې ګټه ترې واخیستل شوه.

ټول ټال ۷۴۴ بي ۵۲ الوتکې جوړې شوې چې وروستۍ بڼه یې ( B52H) هم په ۱۹۶۲ کال کې د امریکا پوځي ځواک ته وسپارل شوه.

دا بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د اوبو له سطحې ۱۵ زره متره لوړ الوت کولی شي او اتومي سروکي او سیخ توغندي لېږدولی شي.

دوې بي ۵۲ الوتکې په دوو ساعتونو کې ۳۶۴ زره کیلو متره مربع څارنه کولی شي.

د عراق د "سارايي توپان" په نوم عملیاتو کې د نړیوال ایتلاف ۴۰ سلنه بمونه هم د بي ۵۲ الوتکو په مرسته ځمکې ته غورځول شوي وو.