د ولسواکۍ لپاره کودتا د اوږدمهال کړکېچ پیل

دارالامان ماڼۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اصف معروف
    • دنده, بي بي سي

د لمریز کال ۱۳۵۲ د چنګاښ د ۲۶ نېټې پر سهار محمد داود خان له افغانستان راډیو د کودتا بریالیتوب اعلان کړ. هغه وویل له تېرو لسو کلونو راهیسې د نظام د بدلون او سمونو لپاره یوې موکې ته په تمه و.

"ګرانو خویندو او وروڼو سلام، د بېلا بېلو مسوولیتونو پرمهال د خپل وطن په خدمت کې وم. تل د یوه داسې فرصت په لټون وم چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه محرومو ټولنو او د هېواد ځوان نسل ته یو مثبت چاپېریال، او رښتینی مالي او معنوي پرمختګ شونی شي."

په سیمه کې هغه بدلونونه چې د هغه په ژبه د زورواکۍ، ارتجاع او نیواک په زیان وو د خپلو ملګرو او خپل پیل کړي خوځښت انګېزه وبلله.

" هغه چټک بدلونونه چې د ازادۍ او پرمختګ په موخه په سیمه او نړۍ کې رامنځ ته شول، چې د استبداد، ارتجاع او استعمار په زیان وو، د هېڅ وطنپال افغان وجدان ته یې اجازه نه ورکوله چې د دې ټولو فاجعو پر وړاندې غلی کېني."

پاچا محمد ظاهر شاه د نوي اساسي قانون له تصویب، د مشروطیت له اعلان، د ملي شورا له جوړولو او د ګوندونو د قانون توشیح کولو ته په نژدي کېدو سره پر حکومتي څوکیو د کورنۍ د غړو ګومارل کېدو لاره وتړله. له بله پلوه داود خان دا هرڅه د خلکو تېر ایستنه بلله او هغه له لوري د ولسواکۍ پیل شوی مزل یې هم جعلي باله.

"په تېرو لسو کلونو کې دولتي کورنی سیاست د خلکو د تېر ایستنې او سیاسي درغلۍ پر بنسټ کېده، په بېلا بېلو بڼو ګواښونه او هڅونې کېدې، د زور پر بنسټ سیاسي اعمال ترسره کول، د وحشت رامنځ ته کول، د تبعیض او امتیاز سیاست او د خلکو د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د نفاق سیاست د سطلنتي نظام د پایښت شرط ګڼل کېده."

ولسمشر محمد داود خان سخت مزاجه انسان و خو یاران یې لکه محمد قاسم رشتیا وايي، داود خان یو وطنپال، د نوښت او عمل سړی و.

"سردار محمد داود خان یو جدي، وطنپال شخص او د نوښت او عمل کولو مفکورې درلودونکی و. په کورني او بهرني سیاست کې یې یو لړ داسې نوښتونه وکړل چې مخینه یې نه لرله. البته هغه سیاسي او ټولنیزې برخې یې چې د خلکو د حقونو او ازادیو په اړه وو په بشپړه توګه یوې خوا ته کړې، دا هرڅه یې یوې بلې مرحلې ته پرېښودل، د خپلې وینا له مخې هغه یې بلې مرحلې ته پرېښودل او د اقتصادي بنسټونو او د اقتصاد پرمختګ ته یې لومړیتوب ورکړ."

ببرک کارمل: موسی شفیق د دیموکراسۍ وروستی غشی دی

ببرک کارمل او موسی شفیق
د عکس تشریح، د ببرک کارمل هغه مشهوره خبره به مو په یاد وي چې ویل یې موسی شفیق د دیموکراسۍ وروستی غشی دی

هغسې چې ښاغلی ریشتیا وايي داود خان خپل سیاسي اصلاحات راتلونکې ته وځنډول خو وخت دا فرصت هغه ته ورنکړ ځکه چې هغه د ګوندونو د ازادۍ پلوی نه و او هغه مهال ډېر ناوخته و چې د ملي غورځنګ یا جنبش ملي ګوند یې جوړ کړ.

"په راتلونکې کې به د جمهوریت د اساسي قانون پر بنسټ چې نافذ به شي، د جمهوري دولت د هیات د ټاکل کېدو انتخاب، د دولت د قواوو تفکیک، د مساوي حقونو او د افغانستان د خلکو د قانوني ګډون پر بنسټ ترسره کېږي."

د جمهوریت بهرنۍ تګلاره او سیاست د بې طرفۍ د اصل له مخې اعلان شو. داود خان په خپلې یوې وینا کې له لوېدیځو هېوادونو او شوروي اتحاده له افغانستان سره د اقتصادي مرستو له امله مننه وکړه.

هغه تورن و چې کودتا یې د هغو افسرانو په همکارۍ کړې وه چې په شوروي کې یې زدکړې کړې وې او له خلق دیموکراتیک ګوند سره په تفاهم کې دی، خو له شوروي اتحاد سره د اړیکو له تودولو سره هغه لا ډېر تورن شو.

ولسمشر داود خان ویلي وو "د بنسټیزو اصلاحاتو په لړ کې به، له چټکتیا پرته ګام په ګام، د خدای په مرسته او له کومې وېرې پرته د افراط او تفریط لورې ته په مېړانه مخکې لاړ شو. له شوروي اتحاد سره زموږ د دوستۍ اړیکې ستونزه نه منونکې دي."

د هغه مهال یو مخکښ رسنوال صدیق طرزی وايي د پرچم ګوند مشر ببرک کارمل پوهېده چې یو څه پېښېدونکي دي.

"د موسی شفیق په وروستیو ورځو کې مسله داسې شوه چې د احزابو قانون لاسلیک کېده، همدا یوازینۍ تشه وه. د ببرک کارمل هغه مشهوره خبره به مو په یاد وي چې ویل یې موسی شفیق د دیموکراسۍ وروستی غشی دی. هغه پوهېده چې کودتا کېږي، هغه پوهېده چې دا کودتا به له کوم ځای نه پیلېږي."

اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اشرف غني د یوې مرکې پرمهال:‌ "کیڼ اړخو ته نژدې کېدل د عبدالرحمن خان په څېر د هغه پر ټکو د فرصت طلبه خلکو تقلید و نه د پیاوړې عقیدې پالل."

خو له څه مودې تېریدو وروسته هغه د سمون په لټه کې شو او د ایران له لارې لوېدیځ ته نژدې شو او له لوېدیځې نړۍ یې د مرستې غوښتنه وکړه. هغه له کیڼ اړخو څنډې ته شو او د شوروي د مشر لونید پرژنف مېز یې د خبرداري په سوک وواهه چې د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي.

د دې سوک ځواب په ټانک ورکړل شو. داود خان کیڼ اړخي له کابینې ګوښي کړل.

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې د دې مرکې پرمهال د امریکا په یوه پوهنتون کې استاد و ویل کیڼ اړخو ته نژدې کېدل د عبدالرحمن خان په څېر د هغه پر ټکو د فرصت طلبه خلکو تقلید و نه د پیاوړې عقیدې پالل.

"د یوه عصري کیڼ اړخي پرتله کیڼ اړخو لور ته د هغه حرکتونه تر ډېره د عبدالرحمن خان د فکر دوام ښيي.

داود خان د اقتصادي وضعیت پر بدلولو او له فقر سره پر مبارزې ډېر پام ساته. هغه پوهېده چې پنځه کلن پلانونه یې د امریکا او شوروي اتحاد له مرستې پرته نه شي پلي کېدلی. خو لوېدیځ له همکارۍ ډډه کوله.

په یوه تصویر کې د امریکا مرستیال ولسمشر ریچرډ نېکسن په کابل کې لېدل کېږي چې کیڼې خوا ته یې پاچا ظاهر شاه او ښي خوا ته یې داود خان ولاړ دي. هغه په بیا بیا امریکا ته د اقتصادي همکاریو وړاندیزونه وکړل خو بې ځوابه پاتې شول. سید قاسم ریشتیا چې هغه وخت یې په رسنیو کې کار کاوه د خپلې هغې مرکې په اړه وايي چې نېکسن ورسره د افغانستان په اړه په نه لېوالتیا غږیده.

"ما له نېکسن نه پوښتنه وکړه چې له افغانستان سره څه لېوالتیا لري؟ هغه وویل افغانستان یو لېرې پروت هېواد دی، موږ ته ډېره ستونزمنه ده چې له افغانستان سره ډېره لېوالتیا ولرو. وروستۍ پوښتنه چې ما ترې وکړه دا وه چې ایا امریکا چمتو ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي؟ هغه وویل داسې یو هېواد کې چې موږ یې په قوانینو نه پوهېږو او کافي ضمانتونه نه وي موږ هلته پانګونه نه شو کولای."

محمد ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا محمد ظاهر شاه د نوي اساسي قانون له تصویب، د مشروطیت له اعلان، د ملي شورا له جوړولو او د ګوندونو د قانون توشیح کولو ته په نژدي کېدو سره پر حکومتي څوکیو د کورنۍ د غړو ګومارل کېدو لاره وتړله.

خو د پاکستان په قضیه کې د پښتونستان له ادعا لاس په سر نه شو او دا د دې لامل شو چې پاکستان د تل لپاره د مخالفینو او راتلونکو واکمنو د ټولېدو پر یو ځای بدل شي. د خپلې واکمنۍ پرمهال هغه افغانستان له پاکستان سره د جګړې پولې ته نژدې کړی و.

ولسمشر داود خان ویل" له پاکستان سره د اړیکو په اړه باید ووایو چې له بده مرغه دا یوازینې هېواد دی چې د پښتونستان د ملي مسلې او د خپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو د حقونو په اړه ورسره د نظر اختلاف لرو."

جمهوریت یو ولسواک او عصري نظام و، ډېرو خلکو خپل احساسات څرګند کړل او ښارونو کې د شاه پرستۍ له پیاوړې روحیې سره یې روڼ اندو هرکلی وکړ. دا په هېواد کې یو نوی سیاسي پړاو و.

د جمهوریت د اعلانېدا پر ورځ، غرمه مهال و چې په نهرین لیسه کې زد کوونکي او ښوونکي د چنار ونې سیوري ته د لښتي پر غاړه ناست وو. زه د لومړنیو ټولګیو زدکوونکی وم. د اتحاد څلور مخه ورځپاڼه له بغلان ښاره نهرین ولسوالۍ ته د موټر چلوونکو لخوا راوړل شوه.

یوه ښوونکي د کودتا د مشر خبرې موږ ته روښانولې، تر هغه ځایه چې زما په یاد دي، د هېچا په څېره کې مې حیرانتیا او احساسات نه لېدل. د همدغې ورځې پر ماښام مې پلار د بي بي سي راډیو فارسي څانګه اورېده. دا مې هم په یاد دي چې دوه ورځې وروسته کابل ته لاړو.

دفاع وزارت کې خلک هغو افسرانو ته د مبارکۍ لپاره راټول شوي وو چې په کودتا کې یې ونډه لرله. پلار مې هغه افسر ته چې په کودتا کې ورته د جنرالۍ رتبه ورکړل شوې وه د مبارکۍ ترڅنګ وویل هر چا چې د تورې په څوکه اوبه څښلې نوش جان یې. پلار مې پاچا ته د وفادارۍ سوګند په سر کې درلود. خو څنګه د افغانستان شاهي اردو په یوه شپه کې خپله وفاداري بدله کړه؟

نېکسن: "له افغانستان سره ډېره لېوالتیا نه لرو"

ریچرډ نېکسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریچرډ نېکسن: "افغانستان یو لېرې پروت هېواد دی، موږ ته ډېره ستونزمنه ده چې له افغانستان سره ډېره لېوالتیا ولرو."

نصیر مهرین چې په افغانستان کې یې د کودتاوو د تاریخچې په اړه کتاب لیکلی وايي د سرطان د ۲۶مې نېټې په کودتا کې وفادارۍ ته د سوګند مسله او بنسټ له منځه لاړ او په دغه کودتا کې د داود خان ګډون ډېر مهم و.

هغه وویل" دې خبرو ته یې لېوالتیا نه لرله، د جوړښت څنګ ته کول هم په ځانګړې توګه په زوره او د هغه لومړي کس لخوا چې نوم یې تل مطرح و او هغه یې پېژانده چې محمد داود و، دې په خپله داسې یو حالت رامنځ ته کړ چې کله زموږ پوځیانو د هغه نوم واورېد، پام وړ برخه هغه افسران بې وسلې کړل شو چې باید له شاهي نظام نه یې دفاع کړی وای، ځکه د نظام د ساتنې سوګند یې کړی و. پر قرآن باندې یې لاس اېښی و چې موږ به د نظام دفاع کوو. د دوی تر منځ یې د بې پروایۍ یو ذهنیت رامنځ ته کړ، چې که محمد ظاهر خان نه وي محمد داود خان به وي او همداسې هم وشول."

جمهوري نظام د جوړېدو په حال کې و او داود خان غوښتل ګام په ګام خلک قانع کړي چې په شاهي رژیم کې استبداد و او د هېواد سرچینې یوازې د هوس څښتنو خلکو په لاس کې وې.

د ولسمشر داود خان د وینا ټکي دا ډول وو:

"په ټولنه کې د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت نشتوالی و. د مستبدو، متنفذینو او بې رحمه لوړو پوړو چارواکو لخوا ظلم او ستم ډېر شوی، په دولت کې فساد ډېر شو او د رسوايي مرحلې ته ورسېد."

د هغه په یوه وینا کې ارتجاعي ځواکونو ته اشاره او د روڼ اندو پر وړاندې له هغوی کار اخیستنه د پام وړ ده. داود خان د لومړي وزیر د دندې موده کې د حجاب لېرې کولو پروګرام عملي کړ او د هغو روحانینو پر وړاندې پرېکنده و چې له سمونو سره یې مخالفت درلود.

د پاکستان بیرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر داود خان ویل" له پاکستان سره د اړیکو په اړه باید ووایو چې له بده مرغه دا یوازینې هېواد دی چې د پښتونستان د ملي مسلې او د خپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو د حقونو په اړه ورسره د نظر اختلاف لرو."

هغه ویل " په پلمې او د دیموکراسۍ په نامه د وطنپالو پر وړاندې د ارتجايي ځواکونو تحریکول او هڅول د پخواني رژیم په کورني سیاست کې لوړ ځای درلود."

هغه به خپلو ویناوو کې ویل چې اوس دولت د خلکو په لاس کې دی او ظلم او جبر پای ته رسېدلی دی.

"پر خلکو د فشار او سپکاوي سیاست تامېنیده، د زور واکو د ظلم، جبر او بې عدالتۍ دفاع کېده، د مظلومانو غوښتنه چا نه اورېده، په لوی لاس د خلکو ترمنځ او په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ فساد ته لاره هوارېده، ملي ضد دسیسې او نفاق اچونې ترسره کېدې، له جعلي دیموکراسۍ نه ناوړه سیاسي ګټې اخیستل کېدې، او پارلمان د بیت المال او خلکو له پیسو نه ملي ضدو اعمالو ته د رایې ورکولو په یو ماشین او د درغلۍ او چپاولګرۍ په یو مرکز بدل شوی و."

خو ډېره موده تېره شوې نه وه چې یو شمېر پوځي جنرالان او لومړی وزیر محمد هاشم میوندوال د کودتا په تور ونیول شول. له تورنو سره چلن ډېر جدي و. په زور ترې ټول اعترافونه اخیستل کېدل او ان ویل کېږي چې میوندوال د شکنجې له امله ژوند وبایله. نصیر مهرین وايي" د هغه د ادارې په کودتاوو کې زما له نظره محمد هاشم میوندوال په شان کسانو رول درلود، له دې اړخه هم چې وګورو حالت، پخوانیو کودتاوو ته په کتو نابرابرې زمینې رامنځ ته کړې وې."

پاچا محمد ظاهر شاه یو ځل په خپلو خبرو کې وویل چې پراخ فکري سیاست او په شاهي نظام کې په مشروط ډول د ولسواکۍ له لارې خلکو ته واک ورکول د تنګ نظرۍ بنسټ او د کودتا لامل شو.

"کودتا چې د داسې کسانو لخوا چې تمه ترې نه کېده زما په غیاب کې وشوه، موږ سره دا پوښتنه نشته چې دا بدبختي او حالت زموږ د لیدلوري له امله رامنځ ته شو او که څنګه."

هاشم میوندوال
د عکس تشریح، ډېره موده تېره شوې نه وه چې یو شمېر پوځي جنرالان او لومړی وزیر محمد هاشم میوندوال د کودتا په تور ونیول شول. له تورنو سره چلن ډېر جدي و. په زور ترې ټول اعترافونه اخیستل کېدل او ان ویل کېږي چې میوندوال د شکنجې له امله ژوند وبایله.

خو داود خان وویل چې په هېواد کې بدلونونه او یوه بدلون ته د ګوندونو چمتو کېدل یې حس کړي وو ځکه یې د پاڅون لاره غوره کړه.

"اقتصادي پرمختګونه، خامخا نوي ټولنیز فکرونه له ځان سره راوړونکي دي. زما په عقیده په دې برخه کې د ژوند پر وړاندې خنډ په بشپړه توګه مهم، ضروري او له ستونزو خالي نه دی. پاملرنه او ژور سنجش نه کېږي او د یوه ملت د لارښوونې په موخه، مطلوبو ملي موخو ته د رسېدنې لپاره له اقتصادي پلان سره په موازي ډول د ټولنیز بدلون پلان طرحه او عملي کېږي نه، داسې یوه ورځ به راشي چې انډول به په بشپړه توګه خراب شي او دا هېواد به سملاسي له داسې ستونزو سره مخامخ شي چې هوارول به یې اسانه نه وي او د افغانستان د ملي ګټو په بیه تمام شي."

په کلیفورنیا کې د سولې او کړکېچونو د مسلو څېړونکې لیزا سروش وايي په افغانستان کې د جمهوریت د رامنځ ته کولو لپاره په یو نامناسب وخت کې کودتا ښه زېری نه و.

"له بده مرغه چې جمهوریت په یو مناسب وخت کې رامنځ ته نه شو، که څه هم د ځینو څېړونکو او د داود خان د پلویانو له نظره دا خلکو ته یو ښه زېری و خو وخت یې ډېر نامناسب و. په داسې وخت کې چې سړه جګړه د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ روانه وه په افغانستان کې کودتا وشوه چې باید نه وای شوې.

خو له بده مرغه دې کودتا افغانستان کې له فقر سره مرسته ونه کړه او افغانستان یې د سیاسي کشمکشونو لور ته بوته، داود خان چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګونو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې و په دغه وخت کې یې روسیې ته ډېره لېوالتیا د دې سبب شو چې اړیکې یې له لوېدیځ سره په ځانګړې توګه د امریکا له متحده ایالاتو سره خرابې شي."

یوه کودتا د نورو کودتاوو پیلامه

دارالامان سړک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۸۰ کال روسي ټانګونه د دارالامان ماڼۍ مخ کې

د چنګاښ میاشتې د ۲۶ نېټې کودتا نورو کودتاوو او د سیاسي ډلو هڅونې ته لاره پرانیسته، هغه څه چې وروسته د کورنۍ جګړې، د شوروي اتحاد د یرغل او نړیوالو پوځیانو د راتګ او د ارتجاعي ځواکونو یا هغو ځواکونو له لوري چې تېر نظام ته د بېرته ورتګ فکر درلود د افغانستان شاته اچولو او د هغوی د بریالیتوب لامل شو.

"دقیقاً د سرطان میاشتې د ۲۶ نېټې کودتا دا زمینې برابرې کړې او داسې دهنیت یې رامنځ ته کړ چې د کودتا لپاره پراخې او عملي هڅې وشي، د سرطان د ۲۶ نېټې کودتا له دې اړخه هم ډېره زیان اړوونکې وه. داسې یوه کودتا وه چې زه تل وایم هغه بریالۍ کودتا چې ستونزې یې له ځان سره راوړې.

تر ننه پورې که موږ غواړو چې په خپله ټولنه کې ستونزې او غم لړلی حالت وڅېړو اړ یو چې همدا د سرطان د ۲۶ نېټې کودتا په پام کې ونیسو ځکه چې پېښې زېږوونکې وه."

پر سطلنتي او جمهوري نظام ګوتنیونکي یوه نیوکه د ټولنیزې بې عدالتۍ کوي. د تاریخ څېړونکی سید عسکر موسوي په دې اړه وايي"ملي حکومت خلکو ته اقتصاد، کار او کلتوري پرمختګ راوړي او لاره جوړوي، په ټولو دې دورو کې یو لوېشت ځمکه یوه لوېشت سړک د هزاره جاتو په پراخو سیمو کې جوړ نه شو.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۵۵ کال کې د جهادي تنظيمونه وسله والو د دارالامان ماڼۍ په دروازه کې سنګر نيولی

دا څنګه یو ملي حکومت کېدای شي، چې هېڅ هزاره حاکم نه شي او د هزاره حاکم پښتون وي چې نه د خلکو په ژبه پوهېږي او بله هغه تاریخي مسله هم ورسره لرو. دا ملي حکومت نه دی."

خو د پوهنتون د پخواني استاد عزیز نعیم د ارزونې له مخې کله چې تاسو د سیمو د اقتصادي پرمختګ نقشې ته وګورئ جوتېږي چې ډېری پانګونې د افغانستان په شمال کې کېدې او سیاسي تبعض د اقوامو پرضد نه بلکې د اشخاصو پرضد عملي شوی و.

"د ټولنیزو خدماتو په برخه کې کوم تبعیض نه و موجود، هر څه چې وو د اشخاصو پرضد وو. د یو قوم یا یوې ټولنې پرضد نه وو. که موږ ننګرهار او هلمند استثنا کړو ټول اقتصادي پرمختګ د افغانستان په شمال کې و."

د چنګاښ میاشتې د ۲۶ نېټې کودتا د محمد داود او د هغه د ملګرو د ټولو ښو نیتونو سره سره، نېکمرغه نه وه او په پټه توګه یې سیاسي ډلې ټپلې پیاوړې کړې.

ښاغلی نصیر مهرین وايي "د کودتا له لارې د قدرت د تصرف روحیه او دیموکراتیکو زمینو محدودېدل رامنځ ته شول، د همدې کودتا له امله ډلې ټپلې جوړې شوې، زما له نظره د سرطان د ۲۶ نېټې کودتا دا ښيي چې هم له تېر سره جفا وشوه ځکه نېکمرغي یې نه لرله او هم یې د راتلونکې لپاره ستونزې او مصیبتونه جوړ کړل."

د هغې وېرې برعکس چې داود خان د ملي ارمانونو لپاره د یوه پلوال ګوندي حکومت په اړه په ذهن کې لرله ایډیالوجیکي شخړې لا ډېرې شوې.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو له ماتې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې برتانوی سرتېرې د دارالامان ماڼۍ مخ کې

د لیزا سروش خبره ده "په افغانستان کې ایډیالوجیکې او عقیده یې شخړې پیل شوې چې په کې د افغانستان کیڼ او ښي اړخې ډلې او اسلامي ډلې چې هغه مهال د اخوانیزم په نامه یادې ښکېلې وې او ترمنځ یې دا شخړې ډېرې شوې.

دا لړۍ له بده مرغه تر ننه پورې دوام لري، هره پېښه چې په افغانستان کې شوې، که څه هم هغوی ښايي هغې ایډیالوجۍ ته هغسې چې ښايي ژمن نه وي، خو د هماغه نامه لاندې موږ د خلقیانو او پرچمیانو د حکومت شاهدان وو او ورپسې اسلامي حکومتونه راغلل، بیا جمهوري اسلامي او بیا طالبان راغلل، په همدې ډول یې له بده مرغه تر ننه پورې دوام وکړ. کولای شو ووایو چې افغانستان کې د شخړو لړۍ له هماغه وخته پیل شوه، هماغه وخت یې بنسټ کېښودل شو او دوام یې وکړ."

باور دا دی چې له دې پړاوونو سره افغانستان د سړې جګړې د لوبو ښکار شو او د کمونېست پلوه پوځیانو په کودتا کې محمد داود خان د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره ووژل شو. هغه څوک چې ویل یې "پرېکړه د بریالیتوب لومړی شرط دی" او اراده یې لرله چې له افغانستانه یوه بله نړۍ جوړه کړي.

"د ژوندي زړه لرونکو مسله د پرېشانۍ خوب نه دی، له همدې خاورې نه یې یوه بله نړۍ جوړه کړې ده."

اسلامپالې ډلې په دې باور وې چې افغانستان د عقیدت له پلوه د کمونیزم فکري خوا ته ځي او د کمونیزم پرمختګ او ريښې د داود خان د واک په میز کې دي.

همدا وه اسلامپالو ډلو په کابل کې د ننه ځينې غونډې جوړې کړي او کټ مټ یې هماغه تګلاره پلې کوله چې څه ډول کولی شي په نظام کې دننه ريښې وغځوي او د خپلې ګټې بدلون شونی کړي، خو خبره بل لور ته لاړه.

اوږد مهاله جګړه او ژور کړکېچ چې لا یې هم سیاسي حل ته اوږده لار پاتې ده.