غبرګوني وروڼه، د وژنې دوې پېښې او يو ډول ډي اېن اې: د قتل پېچلې قضيه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, هېنري اسټير
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
په يوه بېسارې قضيه کې پر دوو داسې غبرګونیو وروڼو د قتل تور پورې شوی چې يو ډول ډي اېن اې لري. همدا د دې لامل شوی چې پوليس نه پوهېږي ډزې چا کړې دي.
دا قضيه د فرانسې د پوليسو لپاره په يوه لوی سرخوږي بدله شوې ده، ځکه تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې اصلي تورن معلوم کړي.
د فرانسوي رسنيو د راپورونو له مخې دواړه وروڼه ۳۳ کلن دي چې پلازمېنې پاريس ته څېرمه محاکمه کېږي. د فرانسوۍ ورځپاڼې لي پاريزين په وينا دوی په ۲۰۲۰ کال کې د دوو کسانو له وژنې او له هغې وروسته د قتل د څو ناکامو هڅو په جرم تورن دي.
ياده ورځپاڼه وايي، هغه وسله چې په دې پېښه کارول شوې د يو ډول ډي اېن اې نښې پرې موجودې دي چې د يوازې يوه تن کېدلی شي.
په محکمه کې يوه پوليس ويلي، د عدلي طب کارپوهان لا نه دي بريالي شوی چې معلومه کړي له دواړو وروڼو کوم یو باید ملامت وبلل شي.
د وروڼو تر منځ ورته والی دومره ډېر دی چې په محکمه کې د پوليس په وینا، "يوازې د هغوی مور کولی شي د دواړو ترمنځ توپير وکړي".
د محاکمې د اورېدنې پر مهال فضا ډېره ترينګلې وه. کله چې له دواړو غوښتل شول چې د محاکمې پر مهال باید پاڅي، دواړه همداسې ناست پاتې وو او له همدې کبله له محکمې وايستل شول.
پوليس په دې باور دي چې دغو وروڼو د خپل ورته والي څخه ګټه پورته کړې او شواهد یې پټ کړي دي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړو وروڼو به د يو بل جامې اغوستې او د ټيليفونونو تر څنګ یې د يو بل پېژندپاڼې بدلولی او کارولې.
د يادونې وړ ده چې ډېری وخت غبرګوني يو ډول ډي اېن اې لري او له همدې کبله یې عدلي طب کې پېژندنه ستونزمنه وي.
له همدې امله د پلټنو پر مهال پوليس اړ شول چې د ټليفون ريکارډونو، ويډيوګانو او نورو معلوماتو ته مخه کړي خو د وروڼو د ډېر ورته والي له کبله تراوسه دا معما نه دی حل شوې چې په پېښه کې وسله چا کارولې ده.
دا قضيه لا هم په محکمه کې روانه ده او تمه کېږي چې وروستۍ پرېکړه به د فبرورۍ په پای کې واورول شي.




















