ایا د افریقا ساحل نړۍ کې تر ټولو خطرناکه سیمه ده؟

- Author, هریت اورېل
- دنده, بيبيسي نړیوال سرویز
د افریقا ساحل سیمه "د ترهګرۍ پر نړیوال مرکز" اوښتې او د ترهګرۍ د نړیوال شاخص (GTI) د شمېرو له مخې په لومړي ځل "ترهګرۍ سره د ټولو اړوند له نیمایي ډېرې مړینې" په همدې سیمه کې ثبت شوې دي.
د دې ادارې نوی رپوټ وايي چې ۲۰۲۴ کال د نړۍ په کچه "ترهګرۍ پورې د ټولو اړوند مرګونو۵۱ سلنه [له ۷۵۵۵ څخه ۳۸۸۵]" په ساحل کې پېښ شوي دي.
د ترهګرۍ د نړیوال شاخص راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه ترهګرۍ پورې د اړوندو مړینو شمېر اوس د ۲۰۱۵ کال له ۱۱۰۰۰ زرو څخه پام وړ راټیټ شوي، خو د افریقا په ساحل سیمه کې بیا دا شمېر د ۲۰۱۹ کال پرتله لس برابره لوړ شوی، ځکه چې توندلارو او اورپکو ډلو د دې "سیمې پر لور د خپل تمرکز اړولو ته دوام ورکړی."
دا شاخص د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ لخوا خپور شوی، چې د نړیوالې سولې او شخړو د څېړلو فکري بنسټ دی.
دا رپوټ کاږي چې ترهګري د "یوه غیر دولتي لوبغاړي لخوا د غیر قانوني ځواک او تاوتریخوالي ګواښ یا په واقعي ډول کارول دي، چې د وېرې، جبر یا ترهې له لارې سیاسي، اقتصادي، مذهبي یا ټولنیز اهداف ترلاسه کړي."
ساحل چې د افریقا د صحرا سویل ته پروت دی، د دې لویې وچې له لوېدیځ کڅ څخه تر ختیځ پورې غځیدلی دی. د GTI د تعریف له مخې په دې سیمه کې د لسو هېوادونو، بورکینا فاسو، مالي، نایجر، کامېرون، ګېني، ګامبیا، سېنېګال، نایجېریا، چاد او موریتانیا برخې شاملې دي.

د ساحل ځینو سیمو کې د زېږون کچه د نورې نړۍ پرتله ډېر لوړه ده، او نږدې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري.
د ترهګرۍ نړیوال شاخص د رپوټ له مخې، د لوېدیځ برعکس چې د یوازې سر ترهګرۍ پېښې پکې مخ په زیاتېدو دي، په ساحل کې وسلهوالو جهادي ډلو چټکه وده کړې ده.
دا رپوټ وايي چې دغلته ډېر بریدونه د دوو ډلو لخوا ترسره شوي چې یوه یې په ساحل کې د اسلامي دولت یا داعش اړونده ډله او بله د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (JNIM) په نوم د القاعدې څانګه ده.
د افریقا د امنیت سکتور شبکې رییسه نیاګالې باګایوکو وايي دا ډلې "هڅه کوي چې نوي قانوني احکام معرفي کړي... دوی هڅه کوي چې په ځانګړي ډول عدالت د شرعي قانون پر بنسټ پلی کړي. "
نوموړې زیاتوي چې په دې لړ کې دا ډلې د ځمکې او نفوذ پر سر "له یو بل سره سیالي کوي".

د رپوټونو له مخې د داعش ساحل څانګې په مالي کې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال له کودتاګانو راهیسې د خپل کنټرول سیمه دوه برابره کړې ده. دې ډلې په ځانګړې توګه د مالي په ختیځ کې له بورکینا فاسو او نایجر سره پولې ته څېرمه ډېر سیمې لاندې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د مالي په تړاو د متخصصینو د یوې ډلې په وینا، د القاعده څانګې (JNIM) هم په دغه هېواد کې د خپل لاسرسي پراخولو ته دوام ورکړی دی.
د ترهګرۍ نړیوال شاخص رپوټ وايي، دغو دواړو ډلو نور وسلهوال استخدام کړي، چې په ځانګړې توګه د داعش په قضیه کې کم عمره سرتېري هم پکې شامل دي.
د جیوپولیتیکي خطرونو د یوه مشورتي شرکت 'کنټرول رسېک' یوه جګپوړې شنونکې بیورلي اوچینګ چې په فرانسوي ژبو افریقايي هېوادونو کې تخصص لري، وايي "په ځینو مواردو کې، خلک تر هغه وخت پورې چې له یوې اورپکې ډلې سره د یو ځای کېدو پرېکړه کوي، د بې انتخابۍ حالت کې وي."
نوموړې زیاتوي "دا هغه ټولنې دي چې ډېرې زیان ګالې دي. "
د GTI رپوټ شخړې د "ترهګرۍ یو اصلي محرک" ګڼي او دا توضیح کوي چې څنګه سیاسي بې ثباتي او کمزورې حکومتولي د یاغي ډلو ودې لپاره ایډیال شرایط رامنځته کوي.
ساحل سیمه ځینې وختونه د افریقا د "کودتاګانو د کمربند" په نوم یادېږي. له ۲۰۲۰ راهیسې په دې سیمه کې شپږ بریالۍ کودتاګانې شوې. په دې کې دوه په مالي کې، دوه په بورکینا فاسو، یوه په ګېني کې او یوه په نایجر کې وې. دا ټول هېوادونه اوس د پوځي واکمنو لخوا اداره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن په SOAS پوهنتون کې د دې سیمې یو کارپو ډاکتر فولاهانمي اینا وايي، "ساحل په دولتي ټولنه کې د ناکامي تجربه کړې ده."
"دا کار د سیاسي مشرانو د کلونو کلونو ناغېړۍ له کبله شوی چې ولس محوره حکومتولۍ ته یې لومړیتوب نه دی ورکړی او سیمهییز شکایتونه زیات شوي چې پایله کې یې ترهګرې ډلې هڅه کوي، له دې ګټه پورته کړي. "
ډاکتر اینا وايي، انګېرنه داسې وه چې ګوندې ملکي حکومتونه د وسلهوالو ډلو له اړخه د پېښو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري، "خو سره له دې چې واک پوځي ډلو په لاس کې واخیست، دوی عملآ دا اړین تصور نه دی ښه کړی او په حقیقت کې ناامني نوره هم ډېره شوې ده." د هغه په وینا دا "پوځي واکمنۍ له مسلکي اړخه د حکومتولۍ سختې لپاره چمتو نه دي. "
د ترهګرۍ د نړیوال شاخص د رپوټ له مخې، بورکینا فاسو ۲۰۲۴ کې "د پرله پسې ډول دویم کال لپاره د ترهګرۍ له اړخه له ټولو ډېر اغیزمن شوی هېواد پاتې شو".
په دې توګه بورکینا فاسو په تېرو ۱۴ کلونو کې چې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د ترهګریزو پېښو اړوند د دغو کلنیو رپوټونو خپرول پیل کړي، له عراق او افغانستان ورهاخوا یوازنی هېواد دی چې د دغه نوملړ لومړی ځای خپلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د GTI د رپوټ له مخې، جهادي ډلې ساحل کې پیسو لپاره د خلکو تښتونې او د غواګانو د غلا په ګډون د یو لړ غیر قانوني اقتصادي فعالیتونو له لارې خپل فعالیت روان ساتلی.
ساحل همدا راز د نشهيي توکو قاچاق وړونکو لپاره هم چې له سویلي امریکا اروپا ته کوکاین راوړي، یوه مهمه لار ګرځېدلې ده.
په رپوټ کې یادونه شوې چې " د نشهيي توکو قاچاق په ساحل کې له ترهګرۍ سره په تړلو مالي فعالیتونو کې تر ټولو ګټور دی."
دا رپوټ په ګوته کوي چې که څه هم ځینې ډلې په مستقیم ډول په سازمان شویو جرمونو کې له ښکېلتیا ډډه کوي، خو غوره ګڼي چې "د مالیاتو وضع کولو یا د امنیت او خوندیتابه د تامینولو په بدل کې پیسې وګټي".
رپوټ زیاتوي: "دا ماډل نه یوازې دا چې عاید تولیدوي، بلکې د دغو ډلو سره مرسته کوي چې په سیمهییزو ټولنو کې مدغمې شي او خپل نفوذ پیاوړی کړي. "
وسلهوالې ډلې د ساحل د بډایه طبیعي سرچینو د کنټرول پر سر هم سیالي کوي.
نایجر د نړۍ په کچه د یورانیمو اووم لوی تولیدونکی هېواد دی، او د سرو زرو له هغو ناقانونه کانونو چې د دې سیمې لروبر موندل کېږي، اکثرآ د داعش او القاعده شبکې د سیمه ییزو ډلو لخوا ګټه اخیستل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا د کودتاګانو له څپو وروسته، د ساحل حکومتونو د وسلهوالو خلاف مبارزه کې ملاتړ لپاره د فرانسې او متحدو ایالتونو په څېر له خپلو دودیزو لویدیزو متحدانو چین او روسیې ته مخ اړولی دی.
اغلې اوچینګ وايي: "دمګړۍ ګورو چې روسیه په سیمه کې د روسیې نیمه پوځي ځواکونو په اړه چې د افریقا قول اردو [پخوانی واګنر] په نوم پیژندل کېږي، پرېکنده کنټرول ترلاسه کوي".
"د دوی دنده د سیمهییزو پوځونو روزنه او ملاتړ دی چې وکړای شي په سیمه کې د بغاوت پر وړاندې مقابله وکړي، خو تر دې دمه اغیزناک نه دي پرېوتي."
د ترهګرۍ د نړیوال شاخص راپور خبرداری ورکوي چې پایله کې د دې خطر ډېر زیات دی چې ترهګري په اصطلاح له خپل دغه مرکزه اوس ګاونډ کې نورو هېوادونو ته خپره شي.
GTI وايي دا کار ښايي وار له مخې پیل شوی هم وي، ځکه په ۲۰۲۴ کال توګو کې ۱۰ بریدونه ثبت شوي چې ۵۲ کسان په کې وژل شوي دي. دا د دغه شاخص له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو تر ټولو لوړه کچه ده.
دغه بریدونه تر ډېره له بورکینا فاسو سره د دغه هېواد د ګډې پولې په اوږدو کې متمرکز وو.
مېرمن اوچینګ هم له دې ارزونې سره موافقه ده او وايي چې "په سیمه کې د بینین یا توګو یا د لویدیزې افریقا د نورو ساحلي دولتونو په څېر هېوادونو ته د وسلهوالو ډلو پراختیا نږدې ښکاري".








