پر خواله رسنیو د ځینو مشهورو څېرو پر ضد ولې د "بلاک اوټ" په نامه کمپاین پیل شوی؟

زېندایا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مشهوره امریکايۍ لوبغاړې زېندایا چې د بلاک اوت کمپاین په ليست کې شامله ده.

مشهوره امریکايۍ لوبغاړې زېندایا د هغو کسانو له ډلې ده، چې د بلاک اوټ په لېست کې یې نوم راښکاره شوی دی.

دا پر انلاین هغه تازه پیل شوی کمپاین دی، چې خواله رسنیو کې د مشهورو کسانو فعالیت محدودي او یا یې بشپړ بندوي.

دا کمپاین نن سبا د مشهورو څېرو پر ضد په چټکۍ زیاتېدونکی دی.

په دې کمپاین کې د خواله رسنیو د کاروونکو له خوا د مشهورو څېرو پر ضد د (#blockout) او (#blockout2024)) هشټګونه کارول کېږي.

د دې څېرو پر ضد ځکه دا کمپاین پیل شوی، چې نړۍ کې د بشر ضد جرمونو او په ځانګړې ډول د غزې او اسرائیلو د جګړې په اړه غلي دي.

ډېره موده کېږي، چې پر خواله رسنیو دا کمپاین روان دی.

د دې کمپاین له لارې د خواله رسنیو کاروونکي هڅه کوي، دې کسانو ته له مالي پلوه تاوان واړوي او د هغه عاید مخه ونیسي چې مشهورې څېرې یې د خواله رسنیو بيلابېلو پلټفارمونو له لارې ترلاسه کوي.

د بلاک اوټ کمپاین څنګه پیل شو؟

د مت ګالا په نامه د مرستو د راټولولو یو پروګرام د می میاشتې په شپږمه نیویارک کې د میتروپولټن موزیم له خوا جوړ شوی و.

دا د کال یو تر ټولو لوی د فیشن پروګرام دی، چې پر سره فرش ترسر کېږي او ګن شمېر مشهورې څېرې ورته راځي. دا ځل ورته ډېر شمېر هغه اعتراض کوونکي هم راغلي وو، چې هڅه یې کوله د خلکو پام د غزې جګړې ته راواړوي.

بلاک اوټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې وړاندې په دې پروګرام کې سیاسي پیغامونه هم ورکړل شوي و. په ۲۰۲۱ کال کې چې د امریکا کانګرېس استازې الکسیاندریا اوکاسیو هم ګډون پکې کړی و، ګډون کوونکو پکې د اوکرایین د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې جامې اغوستې وې.

د می په اتمه نېټه د ټيک ټاک یو کاروونکي د @BlockOut2024 په نامه یوه ویډیو خپره کړه او خلک یې وهڅول چې د مشهورو څېرو اکونټونه بند کړي چې د دوی پر سر د تبلیغاتو له لارې پېسې ترلاسه نه کړي.

هغه مهال یادې ویډيو دوه نیم میلیونه کسانو کتلې وه.

له هغې وروسته پر خواله رسنیو دا کمپاین پراخ شو او نورو کسانو هم پکې ونډه واخیسته.

دا اعتراض کوونکي وايي، هغه وخت رارسېدلی چې هغه مشهور، اغېزمند او شتمن کسان محدود کړو چې له خپلو سرچینو اړمنو سره مرسته نه کوي.

دوی پر دغو کسانو نیوکه کوي او وايي، مشهور کسان د قراردادونو د لغوه کېدو له وېرې د خپل نظر له څرګندولو وېره لري.

دا کمپاین څنګه پراخ شو؟

په دې کمپاین کې د خواله رسنیو ډېرو کاروونکو ډېرې ویډیوګانې او لیکنې خپرې کړې. پر فسبوک د بلاک اوټ پوسټونه د اونۍ تر پایه لس برابره ډېر شول.

په ګوګل کې د بلاک اوټ لټون(سرچ) اووه برابره زیات شول.

ډېر ژر خلکو د هغو کسانو لېست هم خپور کړ، چې په دې کمپاین کې یې د محدولو لپاره هڅې روانې وې.

دا لېستونه چې د خلکو له خوا خپاره شوي توپیر کوي، خو د کېم کارداشین، تیلور سویفت، بیونسي، جستن بایبر، زېندایا، کېن وېسټ، نیلي سایرس او سیلنا ګومز په ګډون نورې مشهورې څېرې پکې شاملې دي.

بلاک اوټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا مالومه نه ده چې څو کسان یو اکونټ بندولی شي، خو کله چې څوک د خواله رسنۍ کوم اکونټ بندوي یا یې بلاک اوټ کوي باید هغه کس انفالو کړي.

موډله هیلي کالیل چې د دغو مشهورو کسانو یوه ده او پر ضد یې کمپاین روان دی، د ټولنیزو رسنیو د وېبسایټ ارزونې له مخې، پر ټېک ټاک یې ۱۰۰۰۰۰ فالورز راکم شوي، فالورز یې له لسو میلیونو نهه اعشاریه نهه میلیونو ته راټیټ شوي.

نورو مشهورو کسانو چې په دې لېست کې شامل و،ل ا تر دې دمه د خپلو څارونکو د شمېر کموالي کې پام وړ بدلون نه دی لیدلی.

دا په دې مانا نه ده چې ډېرو کسانو به دا اکونټونه نه وي بلاک کړي، بلکه که هغه کسان چې دا اکونټونه یې نه وي فالو کړي او بلاک یې کړي، د هغوی پر فالورز څه اغېز نه کوي.