پښتونخوا؛ "پلار او تره" د فوټوشاپ عکسونو او غیرت په نوم نجلۍ وژلې

د عکس سرچینه، AFP
د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې وروسته تر هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه هلک او یوې نجلۍ عکسونه خپاره شول، نجلۍ د پلار او تره له خوا وژل شوې، خو هلک د پولیسو له خوا خوندي ساتل شوی دی.
پولیسو ویلي د نجلۍ د وژنې قضیه یې ثبت کړې او د نجلۍ پلار یې د وژنې په تور نیولی خو تره یې په تېښته بریالی شوی دی.
تر دې وړاندې په کوهستان ولسوالۍ کې په یوه بله ورته يوه بله پېښه کې د يوه هلک او يوې نجلۍ عکسونه هم پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي وو، پوليسو هغه نجلۍ نيولې وه او محکمې ته يې وړاندې کړې وه.
نجلۍ په محکمه کې ویلي و، هېڅ خطر ورته نشته، وروسته يې له مور او پلار سره د تګ اجازه ورکړل شوه، خو په هغې پېښه کې ښکېل هلک تېښتې ته مجبوره شوی و.
کوهستان ولسوالۍ د خيبر پښتونخوا تر ټولو لېرې او وروسته پاتې سيمه ده.
په ۲۰۱۲ کال کې د ۲۰۱۰ کال د مې میاشتې په تړاو د کوهستان ولسوالۍ په پالس سیمه کې د واده د مراسمو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې دوه هلکان د څلورو نجونو سره یوه دودیزه نڅا کوي.
د بن یاسر او ګل نذیر ورور افضل کوهستاني چې په ویډیو کې یې نڅا کوله، ادعا کړې وه چې په ویډیو کې ښکاره شوې نجونې حلالې شوې دي او وروسته په تېرو څو کلونو کې د افضل کوهستاني په ګډون د هغه څلور وروڼه هم ووژل شول.
په کوهستان ولسوالۍ ډېرې ورته نورې پېښې شوې دي، چې په کې د غیرت په نوم ښځې وژل شوي.
'پلار او تره کور کې دننه په ډزو ووژله'
د کوهستان پوليسو ویلي، د وژنې خبر د ترلاسه کولو سره د پېښې سيمي ته ورغلل، چې د وژل شوې نجلۍ جسد هلته په وينو لړلی پروت و.
په ثبت شوې دوسیه کې ویل شوي، په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شوې نجلۍ عکسونو تر خپرېدو وروسته د قربانۍ پلار او تره پر هغې د تومانچې ډزې وکړې او نجلۍ یې په کور کې دننه ووژله.
د کوهستان پولیسو بي بي سي ته ویلي، د دوو نجونو عکسونه له دوو بېلابېلو هلکانو سره په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او دواړه هلکان د یو بل خپلوان دي.
هلک د پولیسو په یونیفورم کې خوندي ځای ته لېږدول شوی و

د پالس د ګون براسریال سیمه ییزو سرچینو ویلي، د نجلۍ له وژلو وروسته دغه ځوان د مرګ ګواښ له امله په یوه ځای کې پټ شوی و او له پولیسو یې مرسته وغوښته. د پولیسو یوه لویه ډله هغه ځای ته د ځوان د خوندیتوب لپاره ورغلې وه او د هغه د خوندیتوب لپاره یې د پولیسو جامې یا یونیفورم وراغوستي و.
د پولیسو په وینا، هلک ورته ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس جعلي دی او تر شا یې دسیسه ده.
د پولیسو په وینا، هلک ادعا کړې چې 'دا زموږ د وژلو لپاره یوه دسیسه ده.'
د ځايي سرچینو په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې له هلکانو سره د دوو نجونو عکسونو تر خپرېدو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی هم رامنځته شوی دی.
پولیسو ویلي له ځايي رواجونو سره سم یې د نجونو او هلکانو د وژنې د وېرې په نظر کې نيولو سره هر څه په پام کې نیولي دي.
"تر دې دمه پولیسو درې کسان خوندي ساتلي خو یوه نجلۍ سمدستي وژل شوې ده."











