د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام؛‌ ایران پر خواله رسنیو د امریکا لخوا د بیرغ د بدلولو په اړه فیفا ته شکایت کړی

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د فوټبال فدراسیون د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" ته وروسته تر هغه شکایت کړی چې د امریکا د فوټبال ټیم پر خواله رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ لیرې شو.

امریکا پر ټویټر، فېسبوک او انسټاګرام پخپلو پوستونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي بیرغ لیرې کړی دی.

امریکايي لوري ویلي، دا کار یې ځکه وکړ چې ایران کې د حکومت ضد روانو مظاهرو په لړ کې "په ایران کې له ښځو سره د اساس‍ي انساني حقونو له اړخه خپله همغږي او ملاتړ" وښيي.

ایران کې د پولیسو په توقیفځای کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته په تېره سپتمبر میاشت کې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې.

د ایران خبري اژانس (ایرنا) ویلي: "په یوه غیر مسلکي ګام کې د ایران د فوټبال فدراسیون پر انسټاګرام پاڼه د ایران له بیرغ نه د الله توری ړنګ شوی دی".

سرچینه زیاتوي: "د ایران د فوټبال فدراسیون ته برېښنالیک لېږلی چې د امریکا متحدو ایالتونو فدراسیون ته جدي خبرداری ورکړي".

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته د امریکا د فوټبال فدراسیون ویاند وویل، یاد پوسټونه لیرې شوي او پر ځای یې د ایران بیرغ په سمه توګه کارول شوی، خو دی زیاتوي چې "لاهم ایران کې د ښځو ملاتړ کوو".

ایران د فوټبال نړیوال جام درشل کې په دویم مقام کې دی چې پر وېلز یې له بریا وروسته درې پواینټونه ګټلي دي. بیا په دوو پواینټونو توپیر امریکا پسې راځي.

ایران پر امریکا او نورو بهرنیو مخالفانو لاریونونو ته د هڅولو تور لګولی او د امریکا حکومت د ایراني چارواکو د ځپلو په موخه بندیزونه لګولي دي.

امریکا او ایران په ۱۹۸۰ کال کې ډیپلوماتیک اړیکي پرې کړي دي.