امرالله صالح: زه د ماینونو ښخولو پلوی وم

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي چې دی د پرسونل ضد او د وسایطو ضد ماینونو د پېرلو او د طالبانو په لارو کې د هغوی د "پراخې ښخونې" پلوی و.
ښاغلی صالح وايي چې په ډېرو عملیاتو کې طالبان ځکه "برلاسي" وو چې ماینونه یې کارول، خو په وینا یې، د ماینونو نشتوالی د دوی د ځواکونو له سترو کمزوریو ګڼل کېده، ځکه چې افغانستان لا له وړاندې د ماین نه کارولو تړون لاسلیک کړی و.
د جمهوري نظام د نسکورېدو او واک ته د طالبانو د رسېدو د څلورمې کليزې په درشل کې امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ (اګست ۱۳ / زمری ۲۲) افغانستان انټرنېشنل خبري شبکې وېبپاڼې ته چې مرکز یې په لندن کې دی، په خپله یوه لیکنه کې د نظام د نسکورېدو پر دلایلو او عواملو دا خبرې کړې دي.
د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د ماتې یو لامل د ده په خبره، دا و چې د جمهوریت په وخت کې دفاعي ځواکونو ماینونه نه کارول.
ښاغلی صالح وايي چې د ماینونو کارولو وړاندیز یې د ناټو له مخالفت سره مخ شو.
خو امرالله صالح وايي، بلاخره اړ شو چې د ماینونو تولید پیل کړي، "تر سقوط یوازې لس ورځې مخکې ولسمشر راته وویل چې که کولای شې هماغه د ماین جوړونې ماشین فعال کړه چې وړاندیز دې کړی و."
دی وايي چې د هغه ماشین پر جوړولو بوخت و چې "پېښې چټکې شوې."
ښاغلي غني د امرالله صالح د دې ادعا په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې په تېرو څلورو کلونو کې د دې موضوع یادونه کړې ده.
امرالله صالح وايي چې له بهره یې د ماین پېرلو "هیله پوره نه شوه" او د امریکا او ناټو له "سخت مخالفت سره مخ شو." دی زیاتوي، هماغه وه چې "غیر متعارفو تدابیرو ته مې مخه کړه او هڅه مې وکړه چې د ماین جوړونې کارخونې جوړې کړم."
په افغانستان کې د شوروي یرغل له وختونو راهیسې بیا تر ۲۰۲۱ کاله په جګړو کې ټولو ښکېلو خواوو د یوه بل پر ضد ماینونه او ناچاوده توکي کارولي دي، چې لا هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو یو تر ټولو لوی روغتون ایمرجنسي وايي، که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې په افغانستان کې جګړه نه شته خو اغېزې یې لا هم شته او دغه روغتون اوس هم د ماینونو او ناچاوده توکو د قربانیانو درملنه کوي.
د بېپیلوټه الوتکو پېرل او مقاومت

د عکس سرچینه، Getty Images
امرالله صالح په دې لیکنه کې ویلي چې د بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو د اخیستلو پلوی هم و او په همدې موخه یې له یوې ترکۍ کمپنۍ سره لیدنه هم تنظیم شوې وه.
خو په وینا یې، "زه بیا هم د ولسمشر مرستیال وم او په دې ډول مواردو کې مې مستقیمه پرېکړه نه شوای کولای."
د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني دغه لومړی مرستیال وايي چې دی پر وسلو د خلکو د سمبالولو او د کور په کور، کوڅه په کوڅه او ګذر په ګذر د "مقاومت" پلوی و، خو وايي چې هغه مهال "نورو خلکو" دا ډول تدبیرونه د "سولې خلاف" ګڼل.
ښاغلي صالح دا نه دي واضح کړي چې له "نورو خلکو" یې موخه څوک دي؟
د طالبانو ځينو سرسخته مخالفانو د جمهوري نظام د سقوط پر مهال پر اشرف غني تور پورې کاوه چې د طالبانو پر ضد د مقاومت پلوی نه و او ګواکې افغانستان یې "طالبانو ته تسلیم کړ." خو امرالله صالح په خپله دې لیکنه کې دا خبره رد کړې ده.
ښاغلي صالح ویلي، "ټول هغه شخصیتونه چې ادعا کوي د مقاومت لپاره چمتو وو، خو اشرف غني له دوی ملاتړ ونه کړ، درواغ وايي. زه نه غواړم نومونه واخلم خو اشرف غني په وروستیو اوونیو کې د مقاومت د مدعیانو هېڅ غوښتنه رد نه کړه."
ښاغلي غني لا د خپل دغه پخواني مرستیال دې خبرو ته هم کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه له هېواده تر وتلو وروسته یې پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي وو، "د دې لپاره چې د وینې تویولو سېلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وګڼله چې ووځم."
د امرالله صالح له دې تازه لیکنې داسې معلومېږي چې دی تر ښاغلي غني د مخه له کابله وتلی و.
ده لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ له کابله ووت او د پنجشېر په باغسرخ کې خپل پلرني کلي ته ۱۱:۴۰ بجې ورسېد او "د طالبانو پر ضد د مبارزې په جوړښت" کې یې رول ترسره کړ.
د اګست پر ۱۵ پر کابل له واکمنېدو څه موده وروسته هم طالبان په ځانګړي ډول په پنجشېر کې له مقاومت سره مخ وو. تر سختو نښتو وروسته یې پنجشېر هم ونیو او له دې سره یې اعلان وکړ چې اوس پر ټول افغانستان واکمن دي.
خو ښاغلی صالح وايي، "اوس هم په کافي کچه منابع لرو چې طالبان د ثبات ادعا ونه کړای شي."
د تبلیغاتو جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
امرالله صالح په خپله لیکنه کې پر ځینو رسنیو هم تور پورې کړی چې ګواکې د "لوېديځوالو او په ځانګړي ډول د امریکا سفارت له لوري تمویلېدې او دنده ورکړل شوې وه چې دولت، په ځانګړي ډول محمد اشرف غني په ناحقه د سولې د خنډ په توګه وښيي."
د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د شمالي ټلوالې د پخواني قومندان او د طالبانو د سرسخته مخالف احمدشاه مسعود د لارې لاروی او د جبهې ملګری پاتې شوی.
ده د جمهوري نظام له سقوط راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخالفت کړی او په دې تازه لیکنه کې یې هم په ټینګار سره ویلي چې طالبان نه مني او ګواکې "جوړښت به یې نړېږي."
امرالله صالح په دې لیکنه کې تر ډېره هڅه کړې چې د جمهوري نظام د پرځېدو پړه پر امریکا ور واچوي او ویلي یې دي چې د ولسمشر د مرستیال په توګه یې واکونه محدود وو.
ښاغلي صالح ویلي: "ما کولای شوای لوی کارونه ترسره کړم، ځکه چې هم مې تجربه درلوده او هم انرژي، خو پر ځواکونو مې مستقیم امر نه شوای کولای. اوس چې د خپل هغه وخت د صلاحیت حدودو ته ګورم، له ځان پرته بل څوک نه ملامتوم. که زما صلاحیت کم و، باید مې همغه وخت اعتراض کړی وای."











