موصل کې د داعش ویجاړې کړې نښې بیا راڅرګندېږي، خو څنګه؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سیباستیان اوشر
- دنده, د بي بي سي د منځني ختیځ شنونکی
په موصل کې د کلیساګانو او جوماتونو په ګډون تاریخي ودانۍ دغلته د سختدریځې "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) له خوا د دغه ښار له نیول کېدو او د څو کلونو له ویجاړیو وروسته بیا پرانیستل کېږي.
دغه پروژه چې د یونیسکو لخوا سمبال او تمویل شوې، په ۲۰۱۷ کال کې د عراق شمال کې له ماتې سره مخامخ او له دې ښاره د داعش له شړل کېدا یو کال وروسته پیل شوه. د یونسکو عمومي مشره اډري ازولای به د چهارشنبې پر ورځ د بیا پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړي. سیمهییز هنرمنان، استوګن او د موصل د ټولو مذهبي ټولنو استازي به هم هلته حضور ولري.
دعش په ۲۰۱۴ کال کې موصل ښار ونیو. هغه ښار چې په پېړیو د عراق د بېلابېلو مذهبي او قومي ټولنو ترمنځ د زغم او ګډ ژوند یوه سمبول ګڼل کېده. دې ډلې پر دې ښار خپله افراطي ایدیالوژي تحمیل کړه، پر لږکيو یې برید کاوه او مخالفین یې وژل.
درې کاله وروسته، د امریکا په ملاتړ یوې ټلوالې د عراقي پوځ او له حکومت سره تړلو ملېشو یو ځای له داعش ډلې د ښار د بېرته نیولو لپاره سخت ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل. تر ټولو خونړۍ جګړه پر زاړه ښار متمرکزه وه، چې د دې ډلې وسله والو پکې وروستی مقاومت وکړ.

موصل کې عکاس علي البارودي هغه وحشت یادوي چې له جګړې پایته رسېدو وروسته یې د ښار په هره کوڅه لیدلی او خلک ورسره مخامخ شوي وو. هغه د "الحدباء" شانداره کږه شوې مناره ولیده، چې څو پېړۍ د موصل ښار یو سمبول و، او اوس ویجاړیو کې پرته وه.
دی وايي "دا لکه د ارواوو ښار و. هر ځای مړي پراته وو، د مړيو بوی سیمه پر سر اخیستې وه، حدبا نه وه او د ښار او اسمان ترمنځ کرښې وحشتناکې ښکارېدې. دا اوس هغه ښار نه و چې موږ پېژانده - داسې بدلون راغلی و - چې موږ هېڅکله په ډېرو ناوړه خوبونو کې هم نه و تصور کړی. وروسته له دې، زه څو ورځې غلی شوم. ما خپل غږ او خپل هوښ له لاسه ورکړی وو".

د موصل زوړ ښار، چې د دجلې سیند پر لویدیځه غاړه پروت دی، د داعش د درې کلن اشغال پرمهال ۸۰ فیصده ویجاړ شو.
دا یوازې کلیساګانې، جوماتونه او زاړه کورونه نه وو چې ترمیم ته یې اړتیا لرله، بلکې د هغو کسانو ټولنیزې روحیې رغولو ته هم اړتیا وه چې هلته یې په داسې یوه حالت کې اوږدې مودې تېرې کړې وې، چې د مذهبونو او توکمنو ترمنځ نسبي همغږي وه.

د بیا رغولو لویه پروژه د یونیسکو په مشرۍ - چې ۱۱۵ میلیونه ډالره بودیجه یې راغونډه کړې وه، پیل شوه او ډېره برخه یې له متحده عربي اماراتو او اروپایي ټولنې راغلې وه.
یوه ډومېنېکن کشیش اولیور پوکيلون موصل ته د یوې داسې مهمې ودانۍ - د نټرډام ډي لهر - (چې محلي خلکو یې الساعه بلله) او شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې جوړه شوې - راستون شو چې د بیا رغونې په څارنه کې مرسته وکړي.
هغه وايي: "موږ لومړی د یوې ډلې جوړولو هڅه وکړه. یو ټیم چې د زاړه موصل د بېلابېلو مذهبونو له خلکو، عیسویانو، مسلمانانو، جوړ شوی و او ټول یو ځای کار کوي."

ښاغلی پوکيلون وایي د ټولنو یوځای کول تر ټولو ستره ننګونه او تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه.
"که غواړئ ودانۍ بیا ورغوئ، لومړی باید باور جوړ کړئ. که تاسو باور بیا جوړ نه کړئ، نو د دغو ودانیو دېوالونو بیا جوړول بېګټې دي ځکه چې هغوی به د نورو ټولنو لپاره هدف وګرځي."
د ټولې پروژې چې پکې ۱۲۴ زاړه کورونه او دوې ځانګړې ښکلې ماڼۍ ترمیم شوې دي، مشره معماره ماریا ریتا اچیتوسو وه، چې افغانستان کې د یونیسکو د ترمیم له چارو مستقیما موصل ته ستنه شوې وه.
هغې وویل: "دا پروژه ښيي چې کلتور هم دندې رامنځته کولی شي. د مهارتونو پراختیا هڅونه کولی شي او ښکېلو کسانو ته احاساس ورکوي چې په یوه معنی لرونکي کار کې ونډه اخلي."
هغې هیله وښوده چې بیا رغونه هیله بېرته راستنولی شي او د خلکو کلتوري هویت او یادونه اعاده کوي.
هغې زیاته کړه "زما په اند، دا په ځانګړې توګه هغو ځوانو نسلونو لپاره چې د جګړې او سیاسي بېثباتۍ په حالت کې لوېږي مهم دي".

یونسکو وایي، له ۱,۳۰۰ ډېر ځوانان په دودیزو مهارتونو کې روزل شوي او شاوخوا ۶,۰۰۰ نوې دندې رامنځته شوې دي.
په موصل کې له ۱۰۰ ډېر ټولګي ترمیم شوي دي. زرګونه تاریخي ټوټې له ویجاړۍ راټولې شوې او ثبت شوې دي. په هغو انجینرانو کې چې په بیارغونه کې ښکېل وو، ۳۰٪ یې ښځې وې.
اته کاله وروسته، د موصل له "الطاهره" کلیسا څخه زنګونه بیا کرنګېږي. چت یې د داعش د اشغال پر مهال، د ۲۰۱۷ کال جدي کې د زیان له امله ونړېد.
د موصل نورې مهمې نښې هم بیا رغول شوې دي لکه د "الحدباء" کږه مناره، د ډومېنېکن "الساعه" راهـِـبانو استوګنځی او د "النوري جومات" کمپلکس. خلک بېرته خپلو هغو کورونو ته په ستنېدو توانېدلي چې پلرونو یې په کې پېړۍ تېرې کړې دي.
یوه اوسېدونکي، مصطفی، وویل: "زما کور په ۱۸۶۴ کال کې جوړ شوی و. له بده مرغه دا د موصل د ازادۍ پرمهال یوڅه ویجاړ شو او ژوند کولو لپاره مناسب نه و، په تېره زما د ماشومانو لپاره. نو ما پرېکړه وکړه چې د خپلو والدینو کور ته ولېږدم. ډېر خوښ او لېواله وم چې زما کور بیا رغول شوی و."

د عکس سرچینه، EPA
د عبدالله کورنۍ هم له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د زاړه ښار په یوه کور کې ژوند کوي. دغه سیمه د وړیو د سوداګرۍ مرکز و. له همدې امله هغه وایي کور یې ډېر ارزښت ورته لري.
هغه وایي "وروسته له دې چې یونیسکو زما کور بیا ورغاوه، زه راستون شوم. زه هغه احساس نشم بیانولی چې ما درلود ځکه هلته د ټولو ویجاړیو له لیدلو وروسته، ما فکر کاوه چې زه به هېڅکله بېرته رانشم او هلته ژوند وکړم."
د هغه څه ټپونه او ناخوالې چې د موصل خلکو زغملي، تر اوسه نه دي رغېدلي. د عراق ډېره برخه لا هم په نازک حالت کې ده خو د زاړه ښار د کنډوالو بیا رغول د یوې ښې راتلونکې لپاره د هیلې استازیتوب کوي.
علی البارودي هم ورځ په ورځ د خپل ګران کور د رغېدو مستندولو ته دوام ورکوي. هغه وايي: "دا په رښتیا لکه د یوه مړ کس د ژوندي کېدو په څېر دي، چې په دېره ښکلې طریقه بېرته راګرځي. دا د ښار ریښتینی روح دی چې بېرته ژوندی کېږي".








