واورو سالنګ کې دوه کسان وژلي‌ او ۱۲ ټپيان کړي دي

د ویډیو تشریح، واورو سالنګ کې دوه کسان وژلي‌ او ۱۲ ټپيان کړي دي
واورو سالنګ کې دوه کسان وژلي‌ او ۱۲ ټپيان کړي دي

د طالبانو حکومت د تولګټو وزارت وایي، د افغانستان په ځینو برخو کې د واوروې ورښت دوام لري او له دې کبله د سالنګ او ځینې نورې لارې لا هم تړلې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دوشاخ سیمه کې د سختې واورې ورېدو، توپان او واورې ښوېدنې له کبله یو هوټل او څو دوکانونه هم لاندې شوي وو.

هغه زیاته کړې، چې په سالنګونو کې د توپان او واورې ښویېدنې له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د نامساعدو شرایطو له کبله پر صعب‌العبور لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.