ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم

د ویډیو تشریح، ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم
ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره "سملاسي خبرې اترې" غواړي. نوموړي دا څرګندونې د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د نړۍ له مشرانو سره په هغه وینا کې وکړې چې له یو ساعت ډېر یې دوام وکړ.

ټرمپ وویل: "زه اړ نه یم چې زور وکاروم، زه نه غواړم زور وکاروم، او قوه به ونه کاروم."

هغه تر دې مخکې ویلي وو، که اته اروپايي هېوادونه د ډنمارک د اړوندې خاورې د نیولو له دې پلان سره مخالفت وکړي، نو د هغوی پر توکو به لس سلنه تعرفه ولګوي.