امریکا کې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ پر یو بل نیوکې او ټاکنیزې غونډې ډېرې شوې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې شپږ ورځې پاتې دي او په دې لړ کې د دغو ټاکنو د دوو مهمو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس تر منځ نږدې سیالي روانه ده.
وروستۍ نظر پوښتنې ښيې چې دواړه د امریکا په اووه مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې یو شان پلویان لري او څنګ په څنګ روان دي.
ډونالډ ټرمپ تازه په وېسکانسن او شمالي کارولینا کې ټاکنیزې غونډې کړې او کمالا هرېس هم شمالي کارولینا، پنسېلوانیا او وېسکانسن ته تللې ده.
په همدې ترڅ دواړو کاندیانو دا مهال د ښځینه رایه ورکوونکو باور تر لاسه کول د ټاکنیزو منډو ترړو مهم لومړیتوب بللی دی.
اغلې هرېس د امریکا په ویسکانسین ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل چې که بریالۍ شي د مېندواره ښځو خپلواکي به تضمین کړي. نوموړې هڅه کوي چې د جنین د سقط (د ماشوم زيانولو) موضوع کې د خلکو ملاتړ جلب کړي.
اغلې هرېس او د هغې سیاسي متحدان د ډیموکراټانو هغه پیغام په ټینګار سره بیانوي چې له بري وروسته به میندو ته د جنین د سقط حق ورکړي. دوی پر دې باور دي چې له دې سره به د ډېرو امریکايي ښځو ملاتړ خپل کړي.

د هغې سیال ډونالډ ټرمپ هم په همدغه وېسکانسین ایالت کې ژمنه وکړه چې د بريا په صورت کې به ښځې لا خوندي او د ده په ټکو له بمونو او کډوالو وژغوري.
ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو په دې وروستیو ورځو کې د پولو پر خوندیتوب، د کډوالو مخنیوي او د کډوالو لخوا د ناقانونه کړنو په صورت کې د دوی پر وړاندې د جدي کړنلارې اعلان له مخې غواړي رایې خپلې کړي.
د دې تر څنګ د امریکا په دغو ټاکنو کې اقتصاد هم یوه مهمه موضوع ده او له همدې کبله هر نوماند هڅه کوي چې په وروستیو ویناوو کې داسې اقتصالي پالیسۍ بیان کړي چې رایه ورکوونکي وهڅوي دوی ته رایه ورکړي.
په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د دغو دواړو نومادانو تر منځ سیالي نږدې او وړاندوینه پکې سخته ده، د ځینې داسې کلمو کارول هم زیات شوي چې فکر کېږي خلک له ځینو اصلي موضوعاتو غافلوي.
په دې لړ کې د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن لخوا د پورتو ریکویانو په اړه خبرو کې د "کثافاتو" کلمې کارېدل او هغې ته د ډونالډ ټرمپ غبرګون هم د ډېرو پام اړولی دی.
بلخوا د امریکا په واشنګټن او اورېګان کې د رایې ورکولو ځینو صندوقونو ته اور اچول شوی. دا پېښې که څه هم لږې دي، خو احتمال شته چې د ټاکنو تر ورځې ورته نور خبرونه خپاره شي.

د عکس سرچینه، Reuters
په همدې مهال د نړۍ د ګڼو خلکو او مشرانو سترګې د امریکا دغو ټاکنو ته دي او په اړه یې ځینې تبصرې هم خپرې شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، داسې هېڅ ضمانت او ډاډ نشته چې دا مریکا د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې دې په سوله ییزه بڼه تر سره شي.
ژان نوئیل بارو د فرانسې بي اېف اېم خبري شبکې ته ویلي په امریکا کې تاوتریخوالی د ډیموکراسۍ پر وړاندې ستر خنډ دی.
د ځينو نظر پوښتنو پر بنسټ ډیر فرانسویان د کمالا هرېس ملاتړي دي او د ډونالډ ټرمپ پر ځای د هغې بریا ته شیبې شمېري.
خو د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي، فرانسویان به له هر دولت سره چې د امریکا خلک یې ټاکي، ښه اړیکي پالي.











