د اسد او د هغه د کورنۍ برخلیک به څنګه شي؟

اسما الاسد او له واکه ګوښه شوی مېړه یې بشار الاسد اوسمهال په روسیه کې دي. (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسما الاسد او له واکه ګوښه شوی مېړه یې بشار الاسد اوسمهال په روسیه کې دي. (ارشیف تصویر)
    • Author, سام هنکاک
    • دنده, بي بي سي

پر تېره یکشنبه چې په سوریه کې د بشار الاسد حکومت نسکور شو، نه یوازې د بشار الاسد ۲۴ کلن حکومت پای ته ورسېد، بلکې په دې هېواد کې د الاسد کورنۍ څه باندې پنځه لسیزې واکمني هم ورسره ختمه شوه.

په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې چې بشار الاسد د حکومتولۍ چارې سمبال کړې، له دې مخکې یې پلار حافظ الاسد په سوریه کې تر نژدې درې لسیزو پورې حکومت کړی و.

اوس چې د تحریر الشام ډلې په مشرۍ د یاغیانو انتقالي حکومت تشکیل شوی، د بشار الاسد د ده د مېرمنې او دریو اولادونو راتلونکی برخلیک نامعلوم دی. دوی د اوس لپاره په روسیه کې دي، سیاسي پناه ورکړل شوې ده، خو راتلونکی به یې څنګه کېږي؟

اسد ولې روسیې ته وتښتېد؟

روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د اسد کلک اتحادي هېواد و او په دغه هېواد کې دوه مهم پوځي مرکزونه لري. په ۲۰۱۵ کال کې روسیې د اسد د ملاتړ لپاره یو هوايي کمپاین پیل کړ، چې د جګړې لوری یې د اسد په ګټه بدل کړ.

په سوریه کې د بشري حقونو څارنې یوه اداره، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وايي، په وروستیو نژدې نهه کلونو کې د روسیې پوځي عملیاتو کې له ۲۱ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ۸ زره ۷ سوه ملکي خلک هم پکې شامل دي.

خو د نومبر په وروستیو کې چې یاغیانو د اسد حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل، د اوکراین په جګړې کې ښکېلې روسیې یا نه غوښتل او یا یې نه شوای کولای د اسد حکومت پر ضد د یاغیانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

له هغه څو ساعته وروسته، چې یاغي ځواکونو دمشق ونیو، د روسیې دولتي رسنیو په رپوټونو کې وویل شول، چې اسد او کورنۍ یې مسکو ته رسېدلي او د ''بشري بنیادونو'' له مخې به پناه ورکړل شي.

خو کله چې د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین له ویاند دیمتري پیسکوف څخه د اسد کورنۍ ځای ځایګي او پناه ورکړې موضوع په هکله پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، ''زه د اوس لپاره داسې څه نه لرم، چې درته یې ووایم... خو بې له شکه چې داسې پرېکړه (د پناه ورکول) د هېواد له مشرتابه پرته څوک نه کوي. دا د هغه پرېکړه ده.''

له روسیې سره او په ځانګړې توګه له مسکو سره د اسد د اړیکو په تړاو کافي مستند مواد شته. د فنانشل ټایمز خبري شبکې د ۲۰۱۹ کال یو تحقیقي رپوټ کاږي، چې د اسد خپل - خپلوانو د کورنۍ جګړې پر مهال له هېواده بهر د شتمنیو ساتلو په پار د میلیونونو ډالرو په ارزښت په مسکو کې لږ تر لږه ۱۸ خورا عصري اپارتمانونه اخیستي دي.

د بشار الاسد مشر زوی ۲۲ کلن حافظ الاسد په همدې ښار کې د دکتورا محصل دی او د یوې ځايي ورځپاڼې د رپوټ له مخې همدا تېره اونۍ یې تېسس بشپړ شو.

د اونۍ په پای کې چې په سوریه کې ګډوډي وه، د روسیې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې وویل شول، چې روسي چارواکي له سوریايي اپوزېسیون وسله والو سره په هغه هېواد کې د روسیې پوځي مرکزونو او دیپلوماتیکو ماموریتونو د خوندیتوب په هکله خبرې کوي.

د اسد مېرمن او اولادونه څوک دي؟

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Instagram پای

اسد له اسما سره واده کړی، چې د بریتانیا او سوریې دوه ګونی تابعیت لري، د لندن په لوېدیځ کې د سوریايي مور – پلار کره زېږېدلې او لویه شوې ده. اسما د پانګوالۍ بانکوالي له دندې مخکې په لندن کې د ښوونځي او پوهنتون زدکړې کړې.

اسما په ۲۰۰۰ زېږېدیز کال هغه د دائمي استوګنې لپاره سوریې ته لاړه او له اسد سره یې واده وکړ، چې دی د خپل پلار د ځای ناستي په توګه ولسمشر شو.

د لندن اقتصادیاتو او سیاسي علومو پوهنیز مرکز ډاکتره نسرین الرفاعي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''اسما بریتانوی پاسپورټ لري، نو په روسیه کې د پاتې کېدو پر ځای کولای شي بریتانیا ته ستنه شي.''

خو ډاکتره الرفاعي زیاتوي، ''امریکا متحده ایالتونو د اسما پر پلار ډاکتر فواز الاخراس چې دی هم مسکو کې دی، بندیزونه لګولي، نو کېدای شي اسما هم د اوس لپاره همالته پاتې شي.''

د مېل انلاین خبري شبکې په رپوټ کې د ګاونډیانو له قوله ویل شوي، چې د اسما پلار چې د زړه ناروغیو ماهر ډاکتر دی او مور یې چې متقاعده دیپلوماته ده وايي، خپلې لور او زوم ته به د ''مشورې ورکولو لپاره'' مسکو کې پاتې شي.

اسد او مېرمن یې اسما د دکتورا محصل حافظ په ګډون درې اولادونه لري، چې دوه نور یې زین او کریم نومېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې کانګرېس ته وړاندې شو، د اسد کورنۍ شتمني د یو او دوه میلیاردو ډالرو تر منځ اټکل شوې ده، خو دا رپوټ وايي، کره اټکل یې ځکه ستونځمن دی، چې ''باور کېږي، دا شتمني په بېلابېلو حسابونو کې وېشلې، خوره وره ده او په بېلابېلو برخو کې یې پېسې لګول شوې دی.''

دغه رپوټ کې زیاته شوې، ''اسد او اسما د سوریې له لویو اقتصادي رول لرونکو سره نژدې اړیکي درلودل او له همدې لارې یې له غیر قانوني لارو تر لاسه شوې یا له رژیم سره د مرستو تورې پیسې سپینولې.''

Syrian President Hafez al-Assad and his wife Anisa pose with their children (L-R) Maher, Bashar, Bassel, Majd and Bushra for a photograph taken around 1990

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې مخکینی ولسمشر حافظ الاسد او مېرمن یې انیسه له خپلو اولادونو سره (له کین لوري) ماهر، بشار، باسل، ماجد او بُشرا. دغه تصویر په شاوخوا نولس سوه نویمو کلونو کې اخیستل شوی.

په رپوټ کې دغه راز راغلي ''اسما پر هغه اقتصادي کمېټه اغېز درلود، چې د سوریې اقتصادي کړکېچ چارې یې سمبالولې.'' او دغه راز یې ''د سوریې خوراکي او نفتي سبساډیو، سوداګراۍ او پولي مسائلو کې مهمې پرېکړې کولې.''

دې د سوریې پرمختیا اداره کې هم نفوذ درلود، چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د همدې ادارې له لارې د بیا رغاونې لپاره پانګه راتله. په ۲۰۲۰ کې د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ادعا وکړه، چې اسما د خپل مېړه او کورنۍ په مرسته ''د سوریې په جګړه کې تر ټولو زیاته بدنامه ګټه ترلاسه کوونکې ده.''

د ډونلډ ټرمپ ادارې یوه چارواکي بیا اسما د ''کورنۍ د سوداګرۍ مشره، ولیګارچ'' او داسې څوک بللې وه، چې د اسد له خپلوان رامي مخلوف سره سیالي کوي.

مخلوف د سوریې له خورا شتمنو کسانو یو بلل کېږي او هغه مهال یې د کورنۍ رازونه افشا کړل، چې پر خواله رسنیو یې له ځان سره د ناسم چلن په تړاو ویډیويي کلیپونه خپاره کړل.

ایا اسد به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي؟

د اسد کورنۍ واکمني له پای ته رسېدو وروسته د بخښنې نړیوال سازمان عمومي سکرترې اګنیس کالامارد ویلي، ''د سوریې خلک له بشري حقونو د سرغړونو له داسې بوږنونکو پېښو سره مخامخ شوي، چې په پراخه کچه د ځورېدنې لامل شوي.

په دې کې د کیمیاوي وسلو بریدونه، بیرلي بمونو کارېدنه او نور جنګي جرمونه شامل دي. دغه راز وژنې، شکنجې، جبري بې درکه کول او ډله ییزې وژنې پکې شاملې دي، چې د بشر ضد جرمونو لیست اوږدوي.''

مېرمن کالامارد پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د هغو مشکوکو کسانو محاسبه او له دوی پوښتنې، ګروېږنې یقیني کړي، چې له نړیوالو قوانینو یې سرغړونه کړې، له بشري حقونو یې جدي سرغړونې کړې دي.

پر سې شنبه د سوریې یاغیانو مشر وویل، د نسکور شوي رژیم هر چارواکی چې د سیاسي بندیانو ځورولو ثبوتونه یې وموندل شي، نوم به یې ثبتېږي. ابو محمد الجولاني زیاته کړه، هغه چارواکي چې د سوریې ژغورنې په نامه حکومت یې نوم ثبتوي، که بل کوم هېواد ته تښتېدلي هم وي، د بېرته راوستلو لپاره به یې اقدامات وشي.

په فرانسه کې د څارنوالۍ قاضیانو د نړیوال حقوقي صلاحیت مفهوم له مخې د ۲۰۱۳ کال کیمیاوي برید یوې قضیې او بشر ضد جرائمو تورونو قضیه کې د اسد نیولو امر صادر کړی دی.

تحت مفهوم حقوقی صلاحیت جهانی. د یادونې ده، چې روسیه خپل وګړي د جرائمو د تورونو قضیو محاکمې یا سپیناوي لپاره نورو هېوادونو او دولتونو ته نه سپاري.

داسې ګومان نه کېږي، چې اسد به یوه داسې هېواد ته د تلو لپاره له روسیې ووځي، چې له هغه ځایه یا بېرته سوریې ته وسپارل شي او یا هم کوم بل داسې ځای ته لاړ شي، چې هلته پرې د جرمونو تور ولګول شي یا هم محاکمه شي.