پلار څنګه خپله لور له ظالمې خسرګنۍ وژغورله؟

د عکس سرچینه، The Unicorn Films
- Author, ګیتا پانډې
- دنده, د ټولنیزو چارو خبریاله
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
که ستاسې له لور، خور سره د هغې په خسرګنۍ کې ظلم او تاوتریخوالی کېږي نو تاسې به څه کوئ؟
په هند کې پر همدې موضوع جوړ شوي یوه درې دقیقهيي فلم د ډېرو خلکو زړونه ګټلي دي.
د ځینو نورو ټولنو غوندې په هند کې هم هغه نجلۍ ښه ګڼل کېږي چې که په خسرګنۍ کې هر څومره وهل کېږي، ټکول کېږي او ظلم ورسره کېږي خو دا بیا هم هر څه په پټه خوله و زغمي او د خسرګنۍ په کور کې پاتې شي. خو په دغه فلم کې دا دودیز فکر ننګول شوی دی.
دا غمجن فلم یوازې درې دقیقې دی او په اصل کې تبلیغاتي فلم دی. نوم یې (بېنډ باجا بیټيا) دی چې پښتو ژباړه یې (ډول سورڼۍ او لور) کېږي.
د فلم کیسه پر یوه پلار راڅرخي چې لور یې داسې چا کره واده ده چې ظلم او تاوتریخوالی ورسره کوي. دی تر څو ځلې حوصلې وروسته مجبورېږي چې پسې ورشي خو په داسې بڼه چې عامه نه ده. د دې لپاره چې دا پلار د خپلې لور خسرګنۍ ته وښيي چې د خپلې لور په بېرته بېولو خپه نه بلکې خوښ دی، نو د هندیانو له ځانګړو ډولونو او سورڼيو سره په هغې پسې ورځي. دی غواړي په دې ډول د لور خسرګڼۍ ته خپل اعتراض په ډاګه کړي.
د فلم کیسه څنګه ده؟
د فلم مرکزي رول د هندي فلمي نړۍ یا بالیووډ د سنجیده رولونو لوبوونکي وتلي ممثل ګجراج راو لوبولی دی.
د فلم په پیل کې پلار ته د خپلې لور زنګ راځي چې سوربي نومېږي.
دی یې پوښتي چې 'بیا؟' یعني [بیا یې ووهلې؟] او له همدې سره یې څېره مړاوې او خپه کېږي.
په ذهن کې یې د خلکو هغه اورېدلې خبرې یوه په بلې پسې ازانګې کوي چې ده ته وايي، "اوس یې هماغه کور دی او همدا یې بخت او قسمت دی. ورو ورو به خپله ښه شي او د خسرګنۍ کور کې به ګوزاره زده کړي."
د یوې ښځې خبرې یې په ذهن کې ګرځي چې ورته وايي، "د واده ژوند کې خامخا کش و کړپ راځي. مه خپه کېږي. دا دومره غټه خبره نه ده. یو ځلې چې خدای اولاد ورکړي نو د ښځې مېړه ترمنځ به بېرته هر څه سم او مینه محبت پيل شي."

د عکس سرچینه، The Unicorn Films
په دغه فلم کې د پلار رول لوبوونکي ګجراج راو له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، "په هند کې دا خبره کېږي چې ناوې یو ځلې په ډولۍ کې د خپل مېړه کور ته ورننوځي نو بېرته به یې یوازې جنازه له هغه کوره وځي. د پلار مسؤلیت هم هماغه ورځ ختم بلل کېږي چې د لور د ټېکري پيڅکه د هغه د مېړه په څادر پسې وتړل شي او پلارګنۍ خپله لور د خسرګنۍ پر کور وسپاري."
خو په دغه فلم کې پلار د هغه له لور سره د خسرګنۍ په کور کې پر کېدونکي ظلم سترګې نه پټوي بلکې په ژغورلو پسې یې ورځي. خو له ځانه سره هغه د ډولونو او سورڼيو والا هم بیايي چې د خپلې لور د ودولو پر مهال یې بیولي وو. دی دا غمجنه شېبه هم له ظلمه د خپلې لور د ژغورلو په خوښۍ کې پر یوه جشن بدلوي.
ګجراج راو په فلم کې د دې صحنې په اړه بيبيسي ته وویل، "په دې کې د پلار لپاره د شرم هېڅ خبره نه شته. هغه غواړي چې خپل لور په هماغسې خوشالۍ بېرته خپل کور ته راولي په څومره خوشالۍ یې چې هغه خسرګنۍ کره رخصت کړې وه. د هغې د راوستلو شېبه ځکه پر جشن بدلوي چې دی پر هغه شېبه ویاړي چې خپله لور له دردونو او تکلیفونو راخلاصوي."
کله چې پلار له ډولونو او سورڼيو سره د خپلې لور د خسرګنۍ کور ته رسېږي نو زوم، د لور خسر او خواښې او د مالت خلک په حیرانۍ ورګوري.
د نجلۍ خسر د هغې له پلار پوښتنه کوي چې دا ډولونه او سورڼي په کومه خوشالۍ کې؟
په همدې شېبه کې یې لور هم په داسې حال کې له دروازې راوځي چې سترګې یې له اوښکو ډکې دي او ښکاري چې تازه بیا هم وهل شوې او ټکول شوې ده. پلار یې د لاس په اشاره ور غواړي. هغه په منډه ورځي او پلار یې ټينګه په غېږ کې نیسي.
له همدې سره د هغې د خسر د کړې پوښتنې په ځواب کې کله هغه ته او کله خپل زوم ته ګوري او ورته وايي، "دا ډولونه او سورڼي مې خپل کور ته د خپلې لور د بېرته بېولو په خوښۍ کې راوستلي دي. دا مې خپله لور ده. څه بېکسه او بېڅوکه نجلۍ نه ده او نه هم دا کوم لوښی یا څیز دی چې خرڅ شو او لاړ. سر مو خلاص شو؟"
له دې سره بېرته پلار د ډولونو او سورڼیو والا ته مخ ور اړوي او ورته وایي چې ویې غږوئ. ډولونه او سورڼي بیا پېلږي، پلار او لور د دوی ترمنځ روانېږي او له همدې پای سره د فلم پر اصلي پیغام د سړي سر خلاصېږي چې: 'له پلارګنۍ سره د لور اړیکه هېڅکله هم پای ته نه رسېږي."
په هند کې له ښځو سره تاوتریخوالی او فلم ته غبرګونونه
په هند کې د رسمي شمېرو له مخې، هلته له هرو درو ښځو یې نږدې یوه خامخا له کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي او کله خو ان د جهېز پر سر وژل کېږي هم.
یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۶،۱۵۰ ډېرې میرمنې د جهیز له امله وژل شوې دي. همداراز په دغه کال پولیسو په ټول هېواد کې د مېړونو او یا د هغوی د کورنیو له لوري له ښځو سره د ناوړه چلند څه باندې ۱۳۳ زره قضیې ثبت کړې دي.
په هندۍ ټولنه کې د افغانستان برعکس د نجلۍ کورنۍ له لوري باید د هلک یا زوم کورنۍ ته جهېز ورکړل شي. نو کارپوهان وايي چې ګڼې وادهکړې ښځې ځکه په تاوتریخجنو خسرګنيو کې بندې او پټهخوله پاتې کېږي چې پلارګنۍ یې په جهېز کې هلک ته ډېر څه نه وي ورکړي. پلارګنۍ هم له همدې کبله د خپلې لور دفاع ته ډېر وخت نه ور دانګي.
خو په دغه فلم کې د یوه عادي پلار له لوري د خپلې لور داسې دفاع کول او د هغې په ملاتړ د غږ پورته کولو موضوع په ډېرو خلکو باندې ښه لګېدلې ده او فلم یې خوښ شوی دی. دا لنډکی فلم دوه اوونۍ وړاندې خپور شوی، په دې موده کې تر اوسه تر څلور میلیونه ډېر ځلې کتل شوی او په پراخه کچه ستایل شوی دی.

د عکس سرچینه، The Unicorn Films
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دا د "۲۰۲۶ کال تر ټولو غوره تبلیغاتي فلم" بللی او ځينو بیا د "داسې انقلابي فکر لېږدوونکی فلم" بللی چې په وینا یې، "نور نو د داسې بدلون رامنځته کولو وخت راغلی دی."
ګڼو لیکلي چې دغه فلم ژړولي دي.
یوه پر خپل انسټاګرام لیکلي، "په نړۍ کې داسې ډېرو پلرونو ته اړتیا ده."
ګڼو ښځو خپلې احساساتي کیسې شریکې کړې دي چې څنګه په تنګسو او سختو حالاتو کې یې پلرونو مرستې ته ور دانګلي دي او ډاډ یې ورکړی چې تل به یې ترڅنګ وي او ملاتړ به یې کوي.
په دغه فلم کې د مرکزي رول لوبوونکی ګجراج راو د هند له وتلو فلمي لوبغاړو شمېر کېږي او د (بدای هو) یا (مبارک شه) په نوم فلم یې ډېر مشهور دی.
دی وايي چې د لور د ملاتړ په اړه دې تازه لنډکي فلم ته د خلکو غبرګون ډېر په زړه پورې دی او زیاتوي، "په ژوند کې دا لومړی ځل و چې په هوايي ډګر کې ۱۵-۲۰ تنه راباندې راټول شول او د دغه فلم صفتونه یې راته کول. دا فلم د خلکو خوښ شوی او له زړه یې ستایلی دی."
د دغه فلم جوړوونکی یا ډایرېکټر پروسېت رای په خپله هم یوه وړه لور لري او وايي، "ما دا فلم د پخوانیو دودیزو فکرونو او د وراسته شوي ذهنیت" د ننګونو لپاره جوړ کړی دی.
دی زیاتوي، "کورنۍ تاوتریخوالی ډېر او یوه عامه خبره ده خو میندې او پلرونه په دې کې ځکه مداخله نه کوي چې دوی ډارېږي چې خلک به څه وايي؟ موږ خپلو لوڼو ته وایو چې د خسرګنۍ په کور کې هر ظلم او ستم وزغمي. کله خو دا زغم ډېر ګرام تمام شي او داسې وضعیت ته خبره ورسېږي چې بیا یې مخنیوی کول داسې وي لکه له ورخه تېرې اوبه. ما په دغه فلم سره د خلکو مخ ته یوازې یوه هېنداره ايښې چې ځان پکې وګوري او پوه شي چې باید نور د داسې څه د مخنیوي لپاره ګام پورته کول په کار دي."
ښاغلی رای همداراز وايي چې د فلم لپاره یې دا کیسه ځکه وټاکله چې، "زه باوري وم چې په دې سره به موږ میندې، پلرونه او خپلوان وهڅوو چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي. دا یوه ډېره مهمه مسئله ده او دغه فلم دا بحث اوس رامنځته کړی دی."
د فلم کیسه په حقیقت کې هم پېښه شوې
په اصل کې دا فلم پر ځينو حقیقي یا پر ریښتینې پېښو شوو کیسو ولاړ دی. په هند کې ځينو کورنیو خپلې لوڼې له تاوتریخجنو خسرګنیو په همدې ډول بېرته راګرځولې او په خپل کور کېنولې دي.
دا ډول لومړۍ پېښه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د هند په جارکنډ کې وشوه. هلته د پرېم ګوپتا په نوم یوه سوداګر د ساکشي په نوم خپله لور له ډولونو او سورڼيو سره د هغې له خسرګنۍ بېرته خپل کور یا پلارګنۍ ته راوستله.
ښاغلي ګوپتا بيبيسي ته وویل چې د لور پر واده یې یو کال تېر شوی و او خپلې لور ته یې همدا مشوره ورکړې وه چې د خسرګنۍ په کور کې دې ګوزاره کوي.
دی زیاتوي، "د نورو میندو او پلرونو غوندې ما هم خپلې لور ته ویلي وو چې له واده وروسته ستا اصلي کور ستا د مېړه کور دی. هماغلته به ژوند کوې او هماغلته به مرې. ما سره د خلکو د خبرو وېره وه چې څه به وايي."
خو د وخت په تېرېدو سره چې له ساکشي سره د هغې د خسرګنۍ چلند له چتې ووت او دا یې له کبله پر ژور خپګان اخته شوه او د ځانوژنې وېره یې وه نو پلار یې ملاتړ ته ور ودانګل.
دغه پلار له خسرګنۍ په ډولونو او سورڼيو د خپلې لور د بېرته راوستلو لپاره د هندوانو د مذهبي رسم (ناوراتري) ورځ وټاکله. پر دې ورځ دوی د یوه نوي او ښه کار پيلولو په نیت نذرونه کوي او نمانځي یې.
پرېم ګوپتا وايي، "موږ غوښتل چې دوی [د لور خسرګنۍ] ته وښېیم چې زه سم کار کوم."
ساکشي بیا وايي، "زه خبره شوم چې کورنۍ مې په ما پسې راځي خو چې کله مې د ډولونو او سورڼيو غږونه واورېدل نو خپه شوم. ځکه چې زما د واده اړیکه نوره ماته شوې وه او د خسرګنۍ له کوره روانه وم. ګمان مې کړی و چې ښايي د کوم چا واده به وي او ډولونه به غږېږي. خو چې پوه شوم چې هغه په ما پسې راغلي نو ډېره حیرانه شوم."
هغه موده د ساکشي یوه ويډيو پر خواله رسنیو ډېره مشهوره شوه چې دا پکې موسکۍ ده او د مېړه له کوره خپل صندوقونه راکش کاږي، شاوخوا یې د ډولونو او سورڼيو والا ساز غږوي او اورلوبه کېږي.
ساکشي بيبيسي ته وویل، "زما پلار ما ته نوی ژوند راکړ."
پلار یې وايي، "ما دا هر څه د خپلې لور د خوشالۍ لپاره وکړل. ګمان مې نه کاوه چې د هغو شېبو ویډيو به دومره مشهوره شي. ما نه غوښتل چې چا ته یو مثال وګرځم خو باوري وم چې د خپلې لور لپاره یو ښه کار کوم او ومې کړ."
دی وايي چې ځينو نورو پلرونو هم د ده پر پله پل ايښی او د خپلو لوڼو د خوشالۍ لپاره یې ورته کار کړی دی.
ګجراج راو وايي، په دغه فلم سره غواړي چې د لوڼو په اړه په خپله ټولنه کې دا فکر باید نور بدل شي چې که د پلار له کوره ووتلې نو بس لاړې. په وینا یې، داسې باید نه وي او لوڼې باید ډاډه وي چې د پلارګنۍ ملاتړ همېشه ورسره شته.
دی زیاتوي، "منم چې دې هدف ته رسېدو ته مزل اوږد دی او په یوه ورځ کې دا بدلون نه رامنځته کېږی. زموږ هڅه په سمندر کې د یوه څاڅکي هومره ده. خو خلک د داسې ناوړه دودونو د ننګولو او له منځه وړلو وړتیا لري. زموږ فلم بس دوی ته یوازې یو الهام ورکولی شي. ښايي همدا فلم په تیارو/شپو کې د ایسارو لوڼو کورنیو ته د هغوی مرستې ته د وردانګلو په لار کې د لارښوونې یو څراخ او روښنايي وي."


























