هندۍ ښځې له خپلو شرابي مېړونو په تنګ دي

هند، ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بیهار ایالت کې ښځو شکایت کاوه چې له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته ګران و.

د هندوستان په شمالي برخو کې یو شمېر ښځې وايي له خپلو په شرابو روږدو مېړونو سره ژوند کول ورته له کړاو او ستونزو ډک وو، او اړې شوې چې د دې ستونزې حل پیدا کړي.‎

د دغو ښځو د فشار او غوښتنې له امله اوس په بیهار ایالت کې پر شرابو بندیز لګول شوی، او د دې بندیز له کبله کابو سل ملیونه وګړي اغېزمن شوي دي.

د بیهار ایالت چارواکي وايي دغلته پر شرابو د بندیز له امله د کورني تاوتریخوالي او جرمونو کچه پام وړ ټیټه شوې ده.

په هندوستانو کې سیاستوال د ښځینه رایې اچوونکو ملاتړ مهم ګڼي، ځکه نو له راتلونکو ټاکنو د مخه د ښځو د مسایلو په اړه لازمو اقداماتو ته پام کوي.

په ځینو سیمو کې سیاستوالو نجونو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې، له نویو واده شویو جوړو سره مالي مرسته کوي او د ښځو لپاره ښځینه پولیس حوزې یا تاڼې جوړې شوې دي.

هند، ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بیهار د هند یو له هغو ایالتونو دی چې د ښځینه رایې اچوونکو شمېر په کې ډېر دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هندوستان کې د ښځینه رایې ورکوونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

بیهار یو له هغو ایالتونو دی چې د نارینه و پرتله ډېرې ښځې پکې رایې اچوي.

په ۲۰۱۵ کال کې په ایالتي ټاکنو کې د ښځینه رایې اچوونکو شمېر د نارینه و پرتله اوه سلنه ډېر و.

دغلته ټاکنو کې کاندید اعلی وزیر نتیش کمار ژمنه کړې وه چې که بیا بریالی شي نو په ټول ایالت کې به د شرابو پر څښلو او کاروبار بندیز ولګوي او کله چې په دویم ځل بریالی شو نو سمدستې یې خپله ژمنه پوره کړه.

اوس ایالتي چارواکي وايي په تېرو څو کلونو کې په بیهار کې د جرمونو ګراف ټیټ شوی او خلک د پخوا پرتله د موټرو او ټرکټر/ترکتور د اخېستلو له پاره کافي پیسې لري.

هند، ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا یوه له هغو شراب خانو ده چې په بیهار ایالت کې تړل شوي دي.

هند کې د حقونو فعالان وايي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو لوی لامل شراب دي چې باید په نورو ایالتونو کې هم پرې بندیز ولګول شي.