له لویو غورځو پرځو سره د افغانستان دولتي خبري اژانس ۸۶ کلن شو

د عکس سرچینه، باختر
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان دولتي خبري اژانس چې د ۱۹۳۹ زېږدیز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه یې بنسټ اېښودل شوی د هېواد یو له پخوانیو مهمو رسنیزو بنسټونو بلل کېږي.
اوس مهال دغه خبري اژانس چې د طالبانو حکومت یې چارې سمبالوي پر ملي ژبو پښتو، دري سربېره پر انګرېزي، عربي، روسي، اردو، اوزبیکي او چینايي ژبو هم خبرونه خپروي.
د طالبانو حکومت کې تر ډېره دغه اداره د دولتي چارواکو د سفرونو، ولایتونو کې د ودانیزو پروژو او د چارواکو د لیدنو کتنو په تړاو معلومات رسنیزوي.
د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې باختر شاوخوا ۱۰۰ خبریالان لري چې په ورځني ډول لسګونه رپوټونه چمتو کوي چې تر ډېره د طالبانو حکومت چارې انځوروي او یا هم د واکمنو لپاره تبلیغاتي اړخ لري.
په تېرو شلو کلونو کې باختر خبري اژانس تر ډېره له پامه غورځېدلی و. کتونکي وايي هغه مهال دولت له لویه سره پر خصوصي رسنیو پام ساته او دولتي رسنۍ د معلومالتو په رسولو کې د پام وړ نه وې.
ناهید علومي چې په ۱۹۸۰ کلونو کې یې د باختر اژانس د بهرنیو اړیکو د مشرې په توګه کار کاوه وايي، د دوی د دندې پر مهال دا یو ملي بنسټ او د حکومت او ولسي خلکو لپاره د ارزښت وړ اداره وه.
هغه وايي په تېرو دوه لسیزو کې د چارواکو نه پاملرنې دولتي رسنۍ کمزورې کړې " هلته د ایران او نورو ګاونډیانو هېوادونو اغېز و، بهرنیو ژبو او پردیو فرهنګي چارو ته ډېر کار کېده نو ځکه باختر اژانس ته ډېره توجو ونه شوه."

اغلې علومي وايي، د نا دولتي ادارو پراخ اغېز او خصوصي ټلویزوني ادارو ته لومړېتوب ورکول یو بل دلیل و چې باختر او نورې دولتي رسنۍ یې له پرمختګه شا ته وساتلې.
د پخواني ولسمشر حامدکرزي په واکمنۍ کې د باختر خبري اژانس مشر ضیا بومیا د اغلې علومي خبره مني او وايي دولت ځکه خصوصي رسنیو ته پاملرنه کوله چې دغه رسنۍ تر ډېره د حکومت د سیاسي مخالفینو په لاس کې وې او دولتي چارواکو ترې یو ډول "ډار احساسوه." هغه وویل " دا یو دود دی هغوی ته څوک ارزښت نه ورکوي چې ترې ډار ونه لري.
ښاغلی بومیا وايي د باختر د وروسته پاتې والي یو بل دلیل د انکشافي بودیجې نشتوالی و" موږ ته یوازې عادي بودیجه په پام کې نیول کېده چې د کارکونکو معاشونه ترې ورکړو نور داسې امتیازونه او بودیجه نه وه چې موږ یې له مخې خپلې چارې سمبال کړو." د رزونې نشتوالی او نوې ټیکنالوژۍ ته د نه لاس رسي خبره هم هغه څه و چې د افغانستان د دولتي رسنیو پر وړاندې یو خنډ بلل کېده، که څه هم لوی شمېر کارکوونکي او بشري ځواک یې درلوده.
باختر خبري اژانس په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کولتور ریاستونو په اډانه کې څانګې او خبریالان لري چې ښايي د کارکوونکو شمېر یې د نړۍ د ډېرو خبري اژانسونو پرتله لوړ وي خو د کیفیت له مخې یې چارې خورا ټکنۍ بلل کېږي.
سانسور او یوازې د حکومتي تګلارو لپاره د تبلیغاتي بڼې پر مخ وړل یو بل څه دي چې دا اداره یې ځلېدو ته پرېنښوده.
باختر خبري اژانس په ۱۹۳۹ زېږدیز کال د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شو. هغه موده چې د هېواد ډېر علمي او رسنیز بنسټونه یې د دولت په اډانه کې بنسټي کړل.
دا خبري اژانس په لومړي سر کې د افغانستان د خبري اژانس په نوم پیل شو چې وروسته باختر ونومول شو.
دغې خبري ادارې په لومړیو کې د پاچا د دربار اړوند خبرونه چمتو کول. په ۱۹۷۳ کال چې افغانستان کې پاچاهي ړنګه او لومړنی جمهوري دولت اعلان شو، ولسمشر محمد داود خان د افغانستان راډیو ټلویزون، افغان فلم او باختر خبري اژانس ته لا ډېره پاملرنه وکړه. که څه هم هغه مهال یوازې راډیويي خپرونې وې خو کارپوهان وايي هغه لېواله و چې په رسنیز ډګر کې د نړۍ له سیالې قافلې سره هملاری مزل وکړي ځکه خو یې د ټلویزون ودانۍ او وسایل تیار کړل چې د هغه له مرګ وروسته بیا په رسمي ډول پرانیستل شول.
په ۱۹۷۸ کې له کمونیست پلوې خونړۍ کودتاه وروسته چې تر ډېره ملي بنسټونه ګوندي شول د باختر اژانس ته هم د جګړو لپاره د یوې تبلیغاتي ادارې په سترګه کتل کېدل. په ۱۹۹۰ کلونو کې د کورنیو جګړو پر مهال افغان دولتي رسنۍ د نورو ادارو په څېر د بېلابېلو ګوندونو له لوري اداره کېدلې. د باختر انګریزۍ څانګه په ۱۹۹۲ کال کې فعاله شوه او په ۲۰۰۲ کې د فرانسې خبري اژانس د سپوږمکۍ له لارې د معلوماتو او خبرونو په برخه کې ورسره همکاري پیل کړه.
کار پوهان وايي، د افغانستان دولتي خبري اژانس نه یوازې د معلوماتو رسولو په لاره کې د ډېرو لپاره مهم ادرس دی، د هغو زده کوونکو لپاره هم خورا د ارزښت وړ دی چې په پوهنتونونو کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کوي او دغلته د خپل وروستي کال عملي کارونه سرته رسوي.
رسنیز کارپوهان پر دې اند دي چې باختر تر هغه د سیالۍ ځای ته نه شي رسېدلی چې افغانستان کې د وینا ازادي، د ښځو او مسلکي کسانو لپاره د کار موکې په انډولیز ډول نه وي برابرې شوي. له ټولو ننګونو سره په خوا کې به بیا هم د باختر لپاره په داسې یو پیر کې سیال مزل اسانه نه وي چې د نړۍ هېوادونه خپله ډېره پانګونه د رسنیو په پالنه لګوي.








