لومړنۍ معلولیت لرونکې انجنیره فضا ته ولاړه
- Author, سېحر اساف
- دنده, بي بي سي
یوه جرمنۍ معلولیت لرونکې انجنیره فضا ته ولاړه. دا لومړنۍ انجنیره ده چې معلولیت لري او فضا ته په یو ماموریت کې لاړه او بېرته ځمکې ته راستنه هم شوه.
میشایلا بینتهاوس اووه کاله مخکې په غره کې د بایسکل چلونې پرمهال د یوې پېښې له امله په ملا کې سخته ټپي شوې وه چې له همدې امله معیوبه شوه. دې په انلاین ډول له یوه تقاعد شوي فضايي انجنیر سره اړیکه ونیوله، څو وپوښتي چې ایا فضا ته د تګ خوب یې لا هم شونی دی که نه.
دغه پخواني فضايي انجنیر د جېف بېزوس لهخوا د جوړې شوې فضایي ګرځندویه کمپنۍ "بلو اوریجن" په همکارۍ د هغې لپاره د لسو دقیقو تاریخي الوتنې په برابرولو کې مرسته وکړه.
مېرمن بینتهاوس له پنځو نورو کسانو سره د شنبې په ورځ له ټکساس ایالته فضا ته لاړه.
هغې له ښکته کېدو وروسته د بلو اوریجن په خپره شوې ویډیو کې وویل:
"دا تر ټولو په زړه پورې تجربه وه! زما یوازې منظره او مایکرو جاذبه خوښه نهشوه، بلکې پورته تلل هم ډېر خوندور وو. د پورته کېدو هر پړاو ډېر ښه و."

د عکس سرچینه، Blue origin
د بلو اوریجن د بیاکارېدونکي توغندي "نیو شیپرډ" الوتنه د ګرینویچ پر وخت د ماسپښین په ۱۴:۱۵ له ټکساس وشوه.
مېرمن بینتهاوس چې دا مهال د اروپا د فضايي ادارې (ESA) کارکوونکې ده، وویل چې د پېښې وروسته یې دا خبره ښه درک کړه چې "نړۍ لا هم د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ډېره د لاسرسي وړ نه ده."
هغه پهخپله له ویلچیر یا د معلولینو له ګرځندویه چوکۍ کپسول ته ننوتله.

د عکس سرچینه، Blue origin
هانس کوېنیګزمان چې د سپېساېکس پخوانی مدیر دی او د دې سفر په برابرولو کې یې مرسته کړې وه، د هغې ترڅنګ کېناست، ترڅو د الوتنې پر مهال که د مرستې اړتیا پېښده نو هغه به ورسره وي.
مېرمن بینتهاوس وویل:
"د لومړي ځل لپاره مې له هانس سره انلاین پېژنګلوي وشوه. ما ترې وپوښتل: تا چې کلونه د سپېساېکس لپاره کار کړی، فکر کوې زما په څېر کسان هم ستورمزلي کېدی شي؟"
کوېنیګزمان وویل، میشایلا ده ته الهام ورکړی و.
هغه زیاته کړه: "د هغې ارادې او هوډ قانع کړم چې دا کار وکړم. ما غوښتل هغه څه له نږدې تجربه کړم چې تر دې مخکې مې یوازې له لېرې لیدلي وو."
بلو اوریجن وویل، د ځمکنۍ مرستې ځانګړي وسایل یې ورزیات کړي وو، څو مېرمن بینتهاوس وکولی شي په اسانۍ کپسول ته ننوځي او ترې ووځي.
د نیو شیپرډ مرستیال مشر فیل جویس وویل:
"د میشي الوتنه ځانګړی ارزښت لري، ځکه دا ښيي چې فضا د هر چا لپاره ده او موږ ویاړو چې د هغې د دې خوب په رښتیا کېدو کې مو مرسته وکړه."
د دې ماموریت لګښت نه دی اعلان شوی. دا د بلو اوریجن لهخوا د فضا ګرځندویۍ ۱۶مه فرعي مداري الوتنه وه.
بلو اوریجن تر دې دمه لسګونه سیلانیان فضا ته وړي دي.
د روان کال په اپرېل کې مشهوره سندرغاړې کېټي پېري، د جېف بېزوس نامزاد لورېن سانچېز او د CBS ویاندې ګېل کېنګ هم د شپږو ښځو په ډله کې فضا ته ولاړې. دا الوتنه شاوخوا ۱۱ دقیقې وه.
دغه ډول مشهورې الوتنې په داسې وخت کې کېږي چې خصوصي فضايي شرکتونه د فضا ګرځندویۍ په برخه کې له یو بل سره سخته سیالي کوي.












