الشباب وسله والو د سومالیا پلازمېنه کې پر یوه هوټل برید کړی؛ لږترلږه ۹ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې د سیند غاړې پر یوه هوټل د الشباب وسله والو برید کې لږترلږه ۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
پولیس وايي امنیتي ځواکونو تر ۸۰ ډېر مېلمانه ژغورلي دي.
دا برید تېره شپه پر "پیرل بیچ" هوټل شوی او وسله والو له امنیتي ځواکونو سره شاوخوا ۶ ساعته مقابله کړې ده.
پولیسو ویلي چې ټول بریدګر له امنیتي ځواکونو سره 'سخته وسله واله نښته' کې وژل شوي دي.
د ژغورنې په دغو عملیاتو کې د درېو سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړ شوی.
پولیسو تر اوسه د بریدګرو شمېر نه دی ښودلی.
پیرل بیچ هوټل د سومالیا د حکومتي چارواکو مشهور ځای و.
الشباب وسله وال چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د سومالیا حکومت پر خلاف جنګېږي، پر دا ډول اهدافو بریدونه ډېر کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
له پیرل بیچ هوټله ژوندي وتلي کسان د برید د وېرونکې صحنو کېسې کوي.
د حسین صدام په نوم یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي "زه د سیند غاړې ته ناست وم چې د هوټل د مخې دروازه کې لومړی چاودنه وشوه. بله یې شاته وه."
دی زیاتوي "څلور مړي مې وکتل. دوه ښځې او دوه سړي وو. ډېره هېښوونکې صحنه وه، خو زه الله وساتلم."
د یادونې ده چې الشباب وسله والو څو اوونۍ وړاندې یوه برید کې لسګونه یوګاندايي سرتېري وژلي وو چې د افریقايي ټولنې د سوله ساتي ماموریت په چوکاټ کې په سومالیا کې مېشت دي.
پر دوی دغه برید د موګادیشو د سویل د شاوخوا ۱۱۰ کیلومترۍ په کوزه شابېلې سیمه کې شوی و.











