ملګري ملتونه: نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدا او برابرۍ لپاره ټاکلو موخو ته نه ده رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي، نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدا او برابرۍ لپاره ټاکلو موخو ته نه ده رسېدلې.
په دې تړاو د ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې له ښځو سره د توپیري چلند او تاوتریخوالي د ختمولو پر لور کافي پرمختګ نه دی شوی، بشپړو روغتیاي خدمتونو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده او په کافي شمېر کې ښځې په سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې هم ونډه نه اخلي.
دا هغه برخې وې چې اته کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو پرې د پام ورټولولو ژمنه کړې وه. خو د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو څانګه وايي دا موخې اوس لا لېرې ښکاري.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یوه چارواکې ماریا فرانسیسوکا زیاتوي، ''نړۍ د جنسیتي برابرۍ په برخه کې پاتې راغلې او موږ په زیاتېدونکې توګه له ټاکل شویو اهدافو لېرې شوي یو، موږ باید هره شېبه له لاسه ورنه کړو او په ټولنو کې د بدلون خواته لاړ شو.''

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې که اوسنی وضعیت همداسې پاتې شي، تر ۳۴۰ میلیونه ډېرې ښځې او نجونې به، چې د نړۍ ښځینه نفوس اټکلا اته سلنه کېږي، تر ۲۰۳۰ کال پورې په سخته بیوزلۍ او له څلورو تنو یوه به په نژدې سخته لوږه کې پاتې شي.
رپوټ کې زیاته شوې، په واک کې د مشرتابه په کچه توپیر لا هم پر ځای پاتې دی او د پرمختګ اوسنۍ ته کچې ته په کتو سره ښکاري چې د ښځو نسل به هم هره ورځ دوه اعشاریه درې ساعته وخت د کور او پاملرنې داسې کارونه ترسره کوي، چې مزد یې نه ورکول کېږي.
ملګري ملتونه وایي، ددې حالت بدلولو لپاره ډېرو سرچینو ته اړتیا ده او باید ښځې او نجونې د ټولو پراختیایي پروګرامونو اصلي برخه و اوسي.







