ولې د اولمپیک لوبغاړي د واده ګوتمۍ د ورکېدو له امله له مېرمنې بښنه غوښتې؟

جیانمار او مېرمن یې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, لوسي کلارک بیلینګس
    • دنده, بي بي سي

د ایټالیا یوه ټوپ وهونکي لوبغاړي جیانمارکو تمبیري په یوه پیغام کې له خپلې مېرمنې ځکه بښنه غوښتې، چې د واده ګوتمۍ ترې د اولمپیک لوبو د پرانیستې په مراسمو کې ورکه شوې.

د ټوپ وهنې دغه نړیوال اتل د خپل هېواد له نورو لوبغاړو سره یو ځای په هغه کښتۍ کې د خپل هېواد بیرغ رپاوه، چې په سین نومي سیند کې د نندارچیانو په مخکې روانه وه.

په همدې ترڅ کې کښتۍ په اوبو کې وځنګېده او د ۳۲ کلن تمبیري له ګوتې د واده ګوتمۍ سیند ته وښوېیده.

نوموړي پر خواله رسنۍ انسټېګرام د خپلې مېرمن چیارا بونتیمفري په نامه یوه پیغام کې لیکلي: "ما وبښه ګرانې، ډېره بښنه غواړم. "

خو د دې ترڅنګ نوموړي سیند ته د ګوتمۍ غورځېدو "بدمرغي" یوه داسې پېښه بللې چې په وینا یې "شاعرانه" ده.

دی وايي، له مېرمنې هم غواړي، چې خپله ګوتمه د "مینې ښار" همدې سیند ته وغورځوي، چې دواړه ګوتمۍ د دوی د مینې یادګار په توګه د سیند په تل کې د تل لپاره پاتې شي.

دی زیاتوي "بیا به (دوی دواړه) د تل لپاره یو ځای شو، پلمه به ومومو چې له یوه بل سره بیا د وفا قسم وکړو او یو ځل بیا واده وکړو. "

مېرمن یې بیا تر انسټېګرام پیغام لاندې په ځواب کې ورته کښلي: "یوازې ته کولای شې، دا پر یوه داسې څه بدل کړې، چې مینه او عشق پکې شامل وي. "

د یادونې ده، چې دې جوړې د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې واده کړی. تمبیري دا پېښه داسې "څو شېبې چې تلپاتې شوې" بللې دي.

تمبیري د ۲۰۲۰ کال د توکیو په اولمپیک لوبو کې ځکه په خبري سرلیکونو کې ډېر یاد شو، چې د سروزرو مډال یې د قطر له لوبغاړي معتز عیسیٰ برشم سره شریک کړ.

دوی دواړو له ۲ اعشاریه ۳۷ مترو کرښې مخکې د نه تګ پرېکړه کړې وه، چې دوی ترې تېر شوي وو.

دی له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سپورتي سیالیو کې په داسې حال کې برخه اخلي، چې ږیره یې نیمايي خریېلې وي او دا یې هم د شهرت لامل شوی، ځکه د ده یو ځانګړی انداز بلل شوی دی.