یوې ښځې د امریکا د نشویل ښار یوه لومړني ښوونځې کې ۶ کسان په ډزو وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د تېنسي ایالت د نشویل ښار یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو پایله کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.
د دې پېښې قربانیانو کې ۳ نهه کلن ماشومان او درې د پاخه منګ کسان دي.
پولیس وايي ډزې د 'اودري هېل' په نوم یوې ۲۸ کلنې ښځې کړې چې وروسته د ښوونځي دویم پوړ کې د دوی سرتېرو سره مقابله کې ووژل شوه.
پولیسو ویلي چې دې ښځې د برید ځای ته له ځان سره یوه تومانچه او دوه ټوپکونه وړي وو.
تر اوس دا روښانه نه ده هغې ولې پر دې کار لاس پورې کړی.
پولیسو ویلي اودري هېل یوه ټرانسجندره وه.
خو رپوټونو کې ویل شوي چې نوموړې احتمالا یو وخت د عیسوي مذهبو د همدغه لومړني خصوصي ښوونځي زدکوونکې وه.
د نشویل اور وژنې ادارې ویاند دې پېښه کې د څو تنو د ټپي کېدو هم ویلي خو د هغوی د شمېر او روغتیايي وضعیت جزییات نه دي شریک شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکو ویلي چې د دې پېښې پر مهال ښوونځي کې تر ۲۰۰ پورې زدکوونکي حاضر وو.
د دوی عمرونه د ۴ او ۱۱ کلونو ترمنځ ښودل شوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې پېښې وروسته د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د لا ډېرو ګامونونو غوښتنه کړې.
هغه ویلي "د وسله وال تاوتریخوالي درېدو لپاره باید لا ډېرې هڅې وکړو... له کانګرسه غواړم چې د یرغلیزو وسلو د ممنوعیت طرحه تصویب کړي."
د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په تېرو نږدې دریو میاشتو کې په امریکا کې د ډزو ۱۲۹ پېښې ثبت شوې.











