پوهانو سومالیا کې داسې معدني ټوټې موندلې چې پر ځمکه یې ساری نه دی لیدل شوی

د عکس سرچینه، SUPPLIED TO UNIVERSITY OF ALBERTA
پوهانو د دوو معدنو داسې دوې نوې ټوتې موندلې چې د ځمکې پر سر یې ساری نه دی لیدل شوی. دوی وايي دا ټوټې له پاسه پر ځمکه راغورځېدلې دي چې ښايي زموږ د شمسي نظام د سیارې شاوخوا یو لړ ثبوتونه ولري.
پوهانو دغه رالوېدلې ټوټې (علي) نومولې دي، په دې چې د سومالیا العلي سیمه کې رالوېدلې دي او همالته اسماني ډبره رالوېدلې ده.
د البرټا پوهنتون څېړنډلې پر یوې بلې دریمې معدني ټوټې هم څېړنه پیل کړې چې ښايي هغه هم نوې رالوېدلې ده.
څېړونکي وايي، دا اسمان ډبره ۱۵ ټنه وزن لري چې دوه کاله مخکې سومالیا کې رالوېدلې ده، خو سیمه ییز اوښبانه وايي دوی ته له نسلونو راهیسې دا لویه ډبره مالومه وه او پخوانیو سندرو او شعرونو کې یې د (لیل) نوم یاد شوی دی.
څېړونکي غواړي په اړه یې لا نورې څېړنې وکړي، خو داسې رپوټونه هم شته چې ګنې دا یوه چینايي سړي پېرلي دي.




