سعودي عرب کې د ښځو د حقونو یوه فعاله په یوولس کاله بند محکومه شوې

سعودي

د عکس سرچینه، AFP

سعودی عرب کې د ترهګریزو جرمونو محکمې د ښځو حقونو او بدني تربیت ورزش روزونکې په یوولس کاله بند محکومه کړې.

د بشر حقونو ډلو د مناهل العُتَیبی محکومېدل غندلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان او اِی‌ال‌کیواس‌ټي (سعودي کې د بشر حقونو اداره) ویلي،‌ ۲۹ کلنه مناهل د هغې د جامو د غوره کولو او پر انلاین د خپل نظر څرګندلو له امله تورنه شوې.

په دې کې تورونو کې پر ښځو د نارینه سرپرستۍ نظام د پای ته رسېدو غوښتنې او هغه ویډیوګانو شاملې دي، چې د حجاب (عبایې) له اغوستلو پرته خپرې شوې دي.

سعودي دیپلوماتانو ملګرو ملتونو ته ویلي، چې نوموړې د "د ترهګرۍ" په تور محکومه شوې.

په جینیوا کې د سعودي عرب د دیپلوماتیک ماموریت له خوا په یوه لیک کې ویل شوي و، مناهل العُتَیبی ته په جنورۍ کې د محکومیت سزا اورول شوې وه. په دې لیک کې د قضیې په اړه نورو جزیات نه دي ورکړل شوي.

تېرو دوو کالو کې په لسګونه کسان چې ډېرې یې ښځې دي، پر خواله رسنیو د لیکنو او خپلو نظرونو د څرګندولو له امله نیول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان او «اِی‌ال‌کیواس‌ټی» چې په لندن کې د سعودي عرب د بشر حقونو اداره ده ویلي، آغلې العُتَیبی په ټولنیزه او اقتصادي برخه کې د هغو اصلاحاتو له لومړنیو ملاتړ کوونکو وه، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ولیعهد په توګه له ټاکل کېدو وروسته محمد بن سلمان اعلان کړل.

سعودي عربستان

د عکس سرچینه، AMNESTY INTERNATIONAL

دوه کاله وروسته نوموړې جرمني کې تلویزویوني رسنۍ (دویچویله) ته ویلي و، چې د ازادۍ احساس کوي، هر څه چې غواړي اغوستی یې شي او خپل نظر هم څرګندولی شي.

هغې همدا راز ویلي و، چلن یې د هغه اصولو پر اساس دی، چې ولیعهد ټاکلي دي. دا چې "زه دې اصولو ته په درناوي د خپلو جامو انتخاب حق لرم."

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د تروهګرۍ په تور ونیول شوه.

اِی‌ال‌کیواس‌ټي ویلي، آغلې العتیبي لومړی د "ښځو اړوند قوانینو (د حجاب قانون او د نارینه و له خوا د ښځو سرپرستۍ) سره د مخالفت سربېره سایبري جرمونو ضد قانون څخه سرغړونه کړې، او بیا یی له عبایې پرته ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي.

په سعودي عرب کې هم د افغانستان په ګډون د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د کور نارینه ( پلار، ورونه، خاوند) حق لري چې د طلاق، واده او اولادونو برخه کې د ښځو په استازیتوب مهمې پرېکړې وکړي.

نوموړې د جنورۍ په نهمه په یوولس کاله بند محکومه شوه. او د جنورۍ په ۲۵ دا سزا د سعودي عرب د استازولۍ له خوا ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې علني شوې.