نړیوالې محکمې ته ویل شوي، اسرائیلي چارواکي د غزې ویجاړولو ملاتړ کوي خو اسرائيل وايي سويلي افريقا "حقيقت تحريف" کړی
- Author, انا هولیګان، هاګیو خبریال او په لندن کې اولیور سلو
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Reuters
په ملګرو ملتونو کې د عدالت نړیوالې محکمې ته ويل شوي چې د غزې ''ویجاړولو'' پلان ''د دولت له تر ټولو لوړپوړي ځایه'' راځي.
په یاده محکمه کې د سویلي افریقا وکیلانو دا قضیه وړاندې کړې او په خپلو دلیلونو کې پر اسرائیل تور پورې کړی، چې په غزه کې نسل وژنه کوي. سویلي افریقا دغه راز د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتي، چې اسرائیل ته په غزه کې د پوځي عملیاتو درولو امر وکړي.
اسرائیل بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي او ''بې بنسټه'' یې بللي دي.
اسرائیلو ویلي چې سويلي افریقا د عدالت نړیوالې محکمې ته په خپله قضیه کې چې اسرائيل په نسل وژنې تورنوي "حقیقت تحریف" کړی دی.
د سویلي افریقا سترې محکمې وکیل تیمبیکا نګکوکایتوبي د عدالت نړیوالې محکمې ته په خپلو دلیلونو کې وویل، ''د پوځي عملیاتو له پیلولو سره په غزه کې د نسل وژنې په هکله د اسرائیل نیت برالا و.''

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي زیاته کړه: ''د دولت په لوړپوړو مقاماتو کې د غزې ویجاړولو په تړاو نیت وده کړې.''
د سویلي افریقا یوې بلې وکیلې عادله هاشم بیا په دې هکله وویل: ''هلته هره ورځ ویر وي، هره ورځ د فلسطینیانو لپاره د سر، مال، عزت او بشریت زیان رسېږي. د دې محکمې له امر پرته به هېڅ څه دا ستونزې حل نه کړي.''
اسرائیل به د جمعې پر ورځ مدافع دلیلونه ووايي، خو له دې مخکې یې ادعا کړې چې په غزه تړانګه کې یې کړنې توجیه لري، ځکه په وینا یې د حماس اکتوبر ۷مې بریدونه ته ځواب وايي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر پنجشنبه بیا په محکمه کې د خبرو پر مهال د سویلي افریقا د عدلیې وزیر رونالډ لامولا وویل، هېڅ برید د نسل وژنې له کنوانسیونه د سرغړونې لپاره هېڅ ډول توجیه نه شته.
اسرائیل د ۱۹۴۸ کال نسل وژنې ضد کنوانسیون لاسلیک کړی، چې نسل وژنه تعریفوي او له غړو هېوادونو ژمنه اخلي چې مخنیوی به یې کوي.
بل لور د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو پر پنجشنبه د دې موضوع په هکله د خبرو پر مهال ویلي: ''د سویلي افریقا دوه مخي تر اسمانه رسېږي.''
نوموړي تور پورې کړ، چې سویلي افریقا په سوریه او یمن کې ''د حماس د ملګرو'' ظلمونو ته غبرګون څرګندولو کې پاتې راغلې. نوموړي زیاته کړه: ''نن موږ په بل مخ اوښتې نړۍ وینو. پر اسرائیل د نسل وژنې تور په داسې حال کې لګول کېږي، چې موږ د نسل وژنې په مقابل کې مبارزه کوو.''
د ای سي جي په نامه محکمه د ملګرو ملتونو تر ټولو ستره محکمه ده، چې مرکز یې د نیدرلنډ په هاګ کې دی. د دې پرېکړې د تهیورۍ له مخې یا نظري پلوه قانوناً د اسرائیل او سویلي افریقا په ګډون په ای سي جي غړو هېوادنو کې لازمي دي، خو اجرايي کېدل یې جبري نه دي.
دې محکمې په ۲۰۲۲ کال کې روسیې ته امر وکړ، چې په اوکرایین کې ''سملاسي پوځي عملیات ودروي'' خو دا امر یې له پامه وغورځول شو.











