بینظر بوټو څوک وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د ۱۹۵۳ کال د جون پر ۲۱مه هوا ډېره ګرمه وه، په همدې ورځ کراچۍ کې د یوې نوې ماشومې زېږون همدې کورنۍ ته ډېرې خوشحالۍ راوړلې.
دغه ماشومه د کورنۍ لومړی اولاد و. پلار ورته "پېنکي" او مور ورته "بي بي" ویل، خو په رسمي سندونو کې یې نوم "بینظیر بوټو" ثبت شو چې دا د هغې د یوې ځوانې مړې شوې ترور نوم و.
دا لیکنه لومړی ځل په ۲۰۲۱ ډسمبر کې د بيبيسي اردو پر وېبپاڼه خپره شوې وه.
بینظیر بوټو له اشرافیه کورنۍ وه. د هغې پلار ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۴۳ کال کې لومړی واده له شیري امیر بیگم سره کړی و، خو د ۱۹۵۱ په سپټمبر کې یې بیا له کرد توکمې ایرانۍ مېرمنې نصرت بوټو سره واده وکړ.
نصرت بوټو د ایران د اصفهان ښار اوسېدونکې وه او په کراچۍ پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې.
د ذوالفقار او نصرت څلور ماشومان وو: بینظیر، میر مرتضی، صنم او شاهنواز بوټو.
بینظیرخپلې لومړنۍ زده کړې د "لیډي جېننګز نرسري" کې وکړې.
بیا یې په کراچۍ کې د "کونونټ اف جېز اینډ میری" ښوونځي کې زده کړې وکړې. وروسته یې دوه کاله راولپنډۍ کې د "پریزنټیشن کونونټ" ښوونځي کې زده کړې وکړې.
بیا بینظیر بوټو مرې ته د "کونونټ اف جېز اینډ میری" ښوونځي ته ولېږل شوه.
په ۱۹۶۸ ډسمبر کې چې بینظیر بوټو ۱۵ کلنه وه، په غوره کارکردګۍ یې O-Levels پاس کړل.
د ۱۹۶۹ کال په اپریل کې د سیاسي علومو د زده کړو لپاره د امریکا هارورډ پوهنتون ریډکلف کالج ته ولېږل شوه.
د ۲۰۱۶ کال د بروک اېلن په "Favored Daughter" کتاب کې راغلي چې د بینظیر عمر د دغه پوهنتون د داخلې ترلاسه کولو لپاره کم و، خو د ذوالفقار بوټو نفوذ او اړیکو د هغې داخلول ممکن کړل.
د هارورډ د اقتصاد استاد (چې وروسته د امریکا له لورې په هند کې سفیر هم شو) جان کینیت ګیلبریته د بینظیر د سرپرست په توګه وټاکل شو.
بینظیر ته په امریکا کې ژوند ډېر سخت و او د کتاب له مخې د هغې د پوهنتون یوې ملګرې ویلي و، بینظیر " په لومړي سمسټر کې ډېره خپه وه او ډېری وخت به یې ژړل."
خو وروسته هغې هارورډ کې د خپلې لیلیې "ایلیټ هاوس" د ټولنیزو چارو منشي هم شوه. او د خپل پلار په څېر د بهرنیو چارو په موضوعاتو لېواله بینظیر د همدې کلونو پر مهال د ویتنام په جګړې کې د امریکا د ګډون پر ضد فعاله پاتې شوه.
د ۲۰۰۸ کال د هنديالاصله بریتانوي خبریال شیام بهاتیا په "Goodbye Princess" کتاب او د بروک اېلن د معلوماتو له مخې، په ۱۹۷۱ کال کې په هارورډ پوهنتون کې د هغې د محصلۍ پر مهال کله چې ذوالفقار بوټو د پاکستان په استازولي د کشمیر له جګړې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته نیویارک ته ورغی نو بینظیر یې هم هلته ور وبلله.
بوټو د همدې ډول تجربو او عملي روزنو له لارې بینظیر ته د بهرنیو چارو د نړۍ چل، اصول او رازونه وروښودل.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هېواده بهر شهرت
بینظیر بوټو په ۱۹۷۲ کال کې یو ځل بیا له خپل پلار سره د پاکستان-هند د خبرو اترو پرمهال ولیدل شوه.
دا ځل یې د مشهور شملا تړون د مراسمو لپاره هند ته سفر وکړ، چیرې چې د لومړي ځل لپاره د هند له پخواني لومړي وزیر اندرا ګاندي سره وکتل.
دا د ذوالفقار بوټو تر لارښوونې لاندې د هغې د سیاسي روزنې داسې یوه مرحله وه چې په پایله کې یې د هندي رسنیو، راډیو او ورځپاڼو پام ځان ته ور واړوه.
دا چې دې وخت کې د بینظیر عمر ډېر کم و، خو د دې وینا بیا د رسنیو پام خپل کړ.
هغه وخت بینظیر بوټو ویل:
"زه د نوې نسل نښه وم. زه په ازاد پاکستان کې زیږیدلې وم. له همدې امله ما د هغو ټولو پیچلتیاوو او تعصبونو څخه ځان پاک وښود کوم چې د هند د ویشلو له امله هندوان او پاکستانیان جلا کړي وو."
بینظیر بوټو په ۱۹۷۳ کال کې د هارورډ زده کړې بشپړې کړې او بیا د فلسفې، سیاست او اقتصاد د زده کړو لپاره د بریتانیې اکسفورډ پوهنتون د لیډي مارګریټ هال کالج ته ولاړه. هلته دوهم ټولګي ته بریالی شوه.
بینظیر وروسته د پلار په غوښتنه د اکسفورډ بل کالج سینټ کیترینز کالج نه د نړیوال قانون او د سفارتي چارو په برخه کې د تخصص سند ترلاسه کړ.
د شیام بهاتیا له مخې په اکسفورډ کې بینظیر د درییمې نړۍ د یوې دودیزې شتمنې کورنۍ نجلۍ په توګه ژوند کاوه، خو ډېر ملګري یې هم پیدا کړل. د ځینو ملګرو په وینا، هغې خندان، مثبت او متجسس شخصیت درلود.
بینظیر بوټو په ۱۹۷۴ کال کې له خپل پلار سره په لاهور کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ. نوموړې دا موکې ترلاسه کړه چې د اسلامي نړۍ له مخکښو مشرانو لکه معمر قذافي، انور السادات، شاه حسین او شاه فیصل سره وویني.
د هارورډ او اکسفورډ په څېر پوهنتونونو کې لوړې زده کړې او په کم عمر کې له نړیوالو مشرانو سره لیدنه د بینظیر بوټو سیاسي روزنه لا پیاوړې کړه.
په ۱۹۷۷ کې بینظیر بوټو د اکسفورډ یونین د مباحثو ټولنې مشره وټاکل شوه. هغه د دې منصب لپاره لومړۍ اسیایۍ ښځه وه. که څه هم د ټولنې لومړني غړي یوازې د اکسفورډ پوهنتون زده کوونکي وو خو دا یوه خپلواکه اداره وه چې له پوهنتون سره یې رسمي اړیکه نه لرله.

د عکس سرچینه، Getty Images
سربېره پر دې بینظیر په بریتانیا کې د واکمن کنزروېټېف ګوند په یوه فرعي اداره (کنزروېټېف اسوسېشن) کې هم فعاله پاتې شوه.
د هند او پاکستان ترمنځ هغه وخت هم دودیزه شخړه موجوده وه خو هغې په اکسفورډ کې د زده کړو پر مهال له هندي محصلینو سره هم اړیکې او دوستانه تلل راتلل ساتلي وو.
د شیام بهاتیا په وینا، په همدې وخت کې د دوو پاکستانی محصلینو له خوا هغې ته د واده وړاندیز هم وشو خو هغې دا وړاندیزونه رد کړل.
د ۱۹۷۷ کال په جون کې، کله چې بینظیر په اکسفورډ کې زده کړې بشپړې کړې، نو خپل هېواد ته د دې نیت سره ستنه شوه چې د خپل پلار ذوالفقار علي بوټو چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و، په دفتر کې د مشترکه مفاداتو د بین الصوبایي شورا کې کار وکړي.
بینظیر غوښتل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لپاره په ازموینو کې هم برخه واخلي. خو پوځ نور پلانونه جوړ کړي وو.
د ۱۹۷۷ د جولای ۵مه وه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل محمد ضیا الحق د ذوالفقار بوټو حکومت نسکور کړ او هېواد کې یې مارشلا اعلان کړه.
ټول سیاسي مشران، لیکوالان، خبریالان او پوهان ونېول شول، یعنې چا چې د پوځ او یا د هغه د واکمنۍ پر وړاندې غږ پورته کاوه، ټول ونیول شول.
ذوالفقار بوټو هم نیول شوی و، خو کله چې پراخ لاریونونه وشول، هغه خوشی شو.
د ۱۹۷۷ سپټمبر پر۱۶مه ذوالفقار بوټو بیا ونیول شو او خپل زوی میر مرتضی یې له هېواده بهر ولېږه خو نصرت بوټو او بینظیر په هېواد کې پاتې شول.
د بریتانوۍ خبري رسنۍ رویټرز لپاره د پاکستان او افغانستان پخواني مشر فوټوګرافر زاهد حسین د ۱۹۷۰مو کلونو کې د بوټو له کورنۍ سره نږدې پاتې شوی و.
زاهد بيبيسي ته وویل:
"کله چې جنرل ضیا د بوټو حکومت نسکور کړ، نصرت بوټو له خپلو ماشومانو سره د کراچۍ کلفټن ۷۰ سیمې ته لاړ. هلته یې د مرستې او ملاتړ لپاره خلک راتلل. دومره ډېر خلک راغلل چې نصرت بوټو یوازې نه شوای کولی له ټولو سره وویني، نو غوښتل یې چې ځینې خلک د هغې پر ځای له مرتضی او بینظیر سره وویني."
زاهد حسین یادونه وکړه:
"یوه ورځ سیاسي ملاتړي خلک راغلل، نصرت بوټو راته وویل چې بي بي یعنې (بینظیر) له کتابتونه راوبوله. یوازې ذوالفقار بوټو هغې ته پېنکي ویل، نوره ټوله کورنۍ، کارکوونکي او ان ما هم هغې ته بي بي ویل. کتابتون ته لاړم، هغه هلته ناست وه او کتاب یې لوست. کمره مې هم راسره وه، دا زما په لیدو حیرانه شوه ځکه یوازې د کورنۍ کسان د کتابتون دې برخې ته تللی شول. هغې ما ته وکتل او په ماته ګوډه اردو یې وپوښتل: 'ته د مساوات فوټوګرافر یې؟' ما وویل: هو. هغې وویل، زه هم غواړم چې خبریاله شم. بیا یې وویل، مامي ته ووایه چې زه راځم."

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیاست عملي پیل
د پوځ له کودتا وروسته ذوالفقار بوټو، نصرت بوټو یې د خپل ګوند مشره وټاکله او د ۱۹۷۷ په اکتوبر کې بینظیر بوټو د ګوند د مرکزي اجراییه مجلس غړې وټاکل شوه.
همدا وخت و چې بینظیر د ګوند راتلونکې مشرې په توګه راڅرګنده شوه او د ګوند تر ټولو محبوبه سیاسي څېره شوه.
بینظیر بوټو او نصرت بوټو د جنرل ضیا پر وړاندې لاریونونه او احتجاجونه تنظیمول او کله به چې موکې برابره شوه، له خپل بندي پلار سره به یې هم لیدل.
عکاس زاهد حسین وايي:
"د ۱۹۷۸ په فبرورۍ کې کله چې بینظیر په زندان کې له خپل پلار سره ولیدل، موږ (زاهد حسین او د مساوات خبریال عنایت حسین) ته وویل شول چې پلار یې ویلي دي د سیند سفر پیل کړئ او مساوات ډله درسره یوسئ، باید سبا سهار حرکت وکړئ."
خو هغه وخت د سیند ګوند مشر قایم علي شاه وویل، بینظیر دې بېړه نه کوي ځکه د خلکو شمېر کم و او د مارشلا چارواکي به ګډونوال ونیسي.
زاهد حسین وايي چې بینظیر پر خپل پلان ټینګار وکړ، هغې وویل:
"نه، باید لاړ شو. د ټھټه سیمې په یوه کور کې یوازې ۱۵، ۲۰ ښځې وې. ما ورسره خبرې وکړې او بل کور ته لاړم چې هلته هم ۳۰، ۳۵ خلک وو. وینا مې وکړه خو مزاج مې ډېر خراب و، د ډوډۍ خوړلو اشتها هم نه وه. موږ دواړو د غونډو عکسونه واخېستل، خو بیګم صاحبې د مساوات دفتر ته زنګ ووهه چې دا په خبرونو کې ډېره ښکته پورته کوئ مه، لا ماشومه ده. که مناسبې خبرې ونه کړي، څه به وشي!"
ایډیټر خالد علیګ یوازې یوعکس خپور کړ او خبر هم ډېر لنډ و. سبا بینظیر ډېره غوسه وه، ځکه نه یوازې د خلکو کم شمېر، بلکې ورځپاڼه کې هم یوازې یو کوچنۍ خبر او عکس خپور شوی و. دفتر ته راغله او په طنز یې وویل:
"راشه، راشه زما شهزاده… راشه کېنه."
هغې بیا د مساوات یوه پاڼه واخېسته، ویې خوځوله او موږ ته یې را وغورځوله، ویې ویل:
"ستاسې په نظر زما حالت داسې دی؟ یوازې یو عکس خپور شوی چې ۱۵ نجونې زما سره ولاړې دي. زه هلته د نجونو لیدو ته تللې وم؟"
وروسته داسې وخت راغی چې پوځي حکومت نصرت او بینظیر بوټو هم ونیولې او دواړه په بېلابېلو ښارونو کې زنداني یا نظربندې پاتې شوې.
ذوالفقار بوټو د خپل سیاسي مخالف احمد رضا قصوري د پلار د وژل کېدو په تور محکمې ته وړاندې شو.
د لاهور سترې محکمې هغه ته د اعدام سزا ورکړه او سپریم کورټ دا سزا تایید کړه.
د ۱۹۷۹ د اپرېل په څلورمه ذوالفقار بوټو اعدام شو.
له اعدام مخکې ذوالفقار، نصرت او بینظیر بوټو ته د هېواد پرېښودو امر وکړ خو دواړو انکار وکړ. له اعدام وروسته، بینظیر او نصرت یو وار بیا شاوخوا شپږ میاشتې بندیانې شوې او وروسته په کور کې نظربندې شوې.
دواړه د ۱۹۸۰ په اپرېل کې خوشې شوې.
په دې سختو سیاسي شرایطو، زندان او مارشلا کې د کورنیو مختلفو چلندونو او کردارونو په ګډون، بینظیر بوټو ته قوي سیاسي تجربه او شخصیت ورکړل شو چې د هغې ملاتړي او مخالفین دواړه یې حیران کړل.
په پای کې مور او لور د ۱۹۸۱ په فبرورۍ کې د څو سیاسي ګوندونو سره یو ځای د (اېمارډي) نوی اتحاد جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګوند کې لانجې
د راپورونو له مخې، کله چې بینظیر د خپل پلار د نیولو پر مهال له هېواده بهر لاړه، د هغې وروڼه میر مرتضیٰ او شاهنواز بوټو په افغانستان کې د پاتې کېدو پر مهال، د خپل پلار د تخت د نسکورېدو د انتقام اخېستو لپاره د الذوالفقار په نوم یو سازمان جوړ کړ چې پکې د پیپلز ګوند او د هغې فرعي زده کوونکو سازمان PSF غړي شامل وو.
دې سازمان د مقاومت لپاره وسلهوال فعالیت غوره کړ او د ۱۹۸۱ د مارچ په دویمه یې د PIA د پېښور پرواز PK-326 د تښتونې مسولیت ومانه.
بینظیر بوټو د دې الوتکې تښتونه وغندله او په ګوند کې د الذوالفقار د کړنو، ستراتیژۍ او طریقو پر سر څرګنده شخړه رامنځته شوه، تر دې چې بینظیر او میر مرتضیٰ د یو او بل پر وړاندې ودرېدل.
د الوتکې له تښتونې وروسته د۱۹۸۱ په مارچ کې بیا بینظیر او نصرت بوټو ونیول شوې.
د۱۹۸۱ په جولای کې، کله چې نصرت بوټو ته د سرطان ناروغي پیدا شوه، هغې ته د بهرني هیواد د درملنې لپاره اجازه ورکړل شوه خو بینظیر بند کې پاتې شوه.
بینظیر په سکر او کراچۍ کې په زندانونو کې وه او کله ناکله یې د کوټه قلفي تجربه هم تېره کړه چې د هغې روغتیا ته یې سخت زیان ورسوه.
د ۱۹۸۱ په ډسمبر کې د هغې کور د "ټول زندان" په توګه وپیژندل شو او هغه په کور کې نظربند شوه.
په دې وخت کې د یوه پخواني ملګري مرسته ورسېده: د هارورډ د هغې سرپرست جان کینیت ګیل بریت زوی پیټر ګیل بریت چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره سفارتکار و، هغه یې ملاتړ وکړ.
په ۱۹۸۲ کې، کله چې جنرل ضیا واشنګټن ته سفر وکړ، پیټر ګیل بریت د سناتور کلې بورن پیل او د اغېزمنو امریکایي حقوق پوهانو او سیاستوالو لکه جیمز بکلي په مرسته پر جنرل ضیا فشار راوړ چې د بینظیر ملاتړ وکړي.
په پایله کې، د ۱۹۸۴ په جنورۍ کې د پاکستان حکومت هغې ته د خوشې کېدو اجازه ورکړه خو له خوشې کولو وروسته جنیوا ته واستول شوه.
له جنیوا وروسته لندن ته لاړه، هلته د هغې د سر د هډوکي یوه جراحي ترسره شوه.
د MRD د تحریک په مهال بینظیر او نصرت بوټو د پولیسو په لاس ووهل شوې او له همدې امله ټپیانې شوې وې او کېدای شي دا جراحي د همدې ټپ له امله وي.
بینظیر د لندن په باربیکن سیمه کې یې په یوه کرایې اپارتمان کې ژوند پیل کړ.
د بروک ایلن په وینا، کله چې هغه بریتانیا ته ورسېده، د تکراري ذهني صدمو له امله هغې ټراماټایزډ (ذهني صدمه شوی) حالت تجربه کړ. هغې د شاوخوا غږونو پر وړاندې ناڅاپه حرکت کاوه او شکمنه وه چې څوک د هغې څارنه کوي.
د دې ذهني حالت د کنټرول لپاره، هغې له ملګرو سره لیدنې، مارکټونو ته تګ، له کوره بهر د ماښامنۍ خوړل او سینما ته تلل پیل کړل چې دې چارې رښتیا هم ورسره مرسته وکړه.
په لندن کې د دې پاتې کېدو پر مهال، د هغې کور د ګوند د جلاوطنو غړو لپاره د پیپلز ګوند د صدر دفتر په توګه و چې د جنرل ضیا د حکومت د ظلمونو په اړه یې نړۍ خبروله.
هغې په پیپلز ګوند کې مرکزي مقام ترلاسه کړ خو بیا هم دوه خنډونه وو چې د ګوند د بې پرې مشرې په توګه یې د پیژندلو مخه نېوله.

د عکس سرچینه، Zahid Hussain
په ګوند کې د ذوالفقار بوټو ځینو ملګرو، یعنې د "انکلز" په نوم پېژندل شویو کسانو دوه لویې اندېښنې لرلې:
۱. پیپلز ګوند به د بوټو د کورنۍ شخصي ملکیت شي.
۲. د هغه خپل ورور میر مرتضیٰ بوټو فکر کاوه چې د ذوالفقار بوټو اصلي سیاسي وارث بینظیر نه ده، بلکې هغه خپله دی.
د پیپلز ګوند مشر فرحت الله بابر وايي، بینظیر ډېره هوښیاره وه او دا خبره د ذوالفقار بوټو لپاره هم څرګنده وه. بوټو هغې ته روزنه ورکړې وه او هغه یې خپل سیاسي ځای ناستې ګڼله.
که څه هم بینظیر په سندهي دودیزه ټولنه کې لویه شوې خو په کم عمر کې بهر ته د زدهکړو لپاره لېږل شوې وه او د هغې ځانګړې اغېزه او استعداد یې راڅرګند کړ. ذوالفقار بوټو د خپلو ماشومانو په منځ کې هېڅ توپیر نه کاوه خو بینظیر یې ثابته کړه چې د ده د باور وړ او وړتیا لرونکې ده.
د شاهنواز بوټو مرموزه وژنه
بینظیر لا لندن کې یونیم کال نه و تېر کړي چې د خپل ۲۷ کلن ورور شاهنواز د مرګ ستر غم ورپېښ شو.
۲۷ کلن شاهنواز بوټو د ۱۹۸۵ کال په جولای کې د فرانسې د نیس په ښار کې د خپل اپاتمان دننه په ډېرې مرموزه او ناببره طریقه وژل شوی و.
د حېرانتیا خبره دا وه چې د جنرال ضیا حکومت بېنظیر بوټو ته اجازه ورکړه چې د شاهنواز بوټو مړی پاکستان ته یوسي او هلته یې خاورو ته وسپاري. بېنظیر د ورور د جنازې لپاره د اګست په میاشت کې پاکستان ته ورسېده خو په هدیره کې د تدفین تر مراسمو وروسته یو ځل بیا ونېول شوه او په کراچۍ کې په خپل کور کې نظربنده کړای شوه.
کله چې د ۱۹۸۵ په نومبر کې خوشې شوه نو بېرته اروپا ته لاړه.
وطن ته ستنېدل
د ۱۹۸۵ د ډسمبر په ۳۰مه جنرال ضیا د مارشلا ختمېدو اعلان وکړ نو هماغه وخت بېنظیر بوټـو هم وطن ته د ستنېدو پرېکړه وکړه. خو د ګوند ځینو غړو دا خبره کوله چې بېنظیر بوټو د واک ترلاسه کولو په خاطر د ذوالفقار بوټو سیاسي تګلاره پرېښې او د پاکستان د ځواکمن پوځ او د دولت د پریکړه کوونکو، یعنې اسټېبلشمنټ سره یې جوړجاړی کړی دی.
د هغې ورور مرتضیٰ بوټو هم همدا نظر درلود.
بېنظیر بوټو د سیاسي بهیر برخه کېدو لپاره د ۱۹۸۶ د اپرېل په ۱۰مه هېواد ته ستنه شوه او په لاهور کې یې بې سارې او تاریخي هرکلی وشو چې پکې سلګونه زره خلک راغونډ شوي وو.
د دې بې مثاله هرکلي او سیاسي بریا وروسته بېنظیر په ټول هېواد کې پراخې غونډې وکړې او ډېر سیاسي ملاتړ یې ترلاسه کړ خو یو ځل بیا ونېول شوه او د کراچي لانډهي جېل ته واستول شوه.
کله چې خوشې شوه، نو سیاسي فعالیتونه یې بیا پیل کړل او ورسره یې د ۱۹۸۷ ډسمبر پر ۱۸مه یې له اصف علي زرداري سره واده وکړ او د ژوند نوی پړاو یې پیل کړ.
د هغې په اړه په لیکل شویو کتابونو کې ویل شوي چې دا " د کورنۍ په خوښه واده" وه، اصف زرداري او د بیظیر مور نصرت بوټو کیسه سره جوړه کړې وه.
په دې وخت کې په پاکستان کې د غیر ګوندي انتخاباتو له امله محمد خان جونیجو لومړی وزیر شو، خو د ۱۹۸۸ د مۍ پر ۲۹مه جنرال ضیا د اوجړي کمپ پېښې په پلمه د محمد خان جونیجو حکومت له ملي او ولایتي اسمبلیو سره یو ځای منحل کړ.

د عکس سرچینه، AFP
د ورځپاڼو د راپورونو له مخې جنرال ضیا ته دا هم ویل شوي وو چې بېنظیر اوس مېندواره ده او همدې فکر سره یې اعلان وکړ چې ټاکنې به د ۱۹۸۸ کال په نومبر کې وشي، ځکه په هغه وخت کې به بېنظیر بوټو د مېندوارۍ په وروستیو ورځو کې وي او کېدای شي په انتخاباتي فعالیتونو کې ډېره فعاله پاتې نه شي.
د شیام بهاتیا په وینا، جنرال ضیا نه غوښتل چې بېنظیر په ټاکنو کې بریالۍ شي او د واک تر څوکۍ ورسېږي خو خپله جنرال ضیا د ۱۹۸۸ د اګسټ پر ۱۷مه د بهاولپور ترڅنګ په یوه پېښه کې ووژل شو. له دې پېښې وروسته د پاکستان سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د نومبر ټاکنې به د ګوندونو په اساس وشي.
پر ټولو ستونزو سربېره بیا هم بریا
د ۱۹۸۸ سپټمبر پر ۲۱مه د بېنظیر بوټو لومړی ماشوم، بلاول بوټو زرداري، وزېږېد.
بېنظیر د خپلې مېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې د ټاکنو لپاره یې د پیپلز ګوند زوروره مبارزه چلوله او دا انتخاباتي لړۍ د بلاول له زېږون وروسته هم جاري پاتې شوه.
د نړیوال شهرت لرونکې خبریالې کرسټینا لیمب د کتاب "ویټینګ فار الله" له مخې بېنظیر بوټو د اېمارډي له اتحاد بېله شوه او یوازې د پیپلز پارټۍ لپاره یې ټاکنیز کمپاین وکړ.
هغه د ګوند له پخواني اقتصادي نظریې (اسلامي سوسیالېزم) هم لږ انحراف وکړ او هڅه یې وکړه چې د بریتانیا د لومړي وزیر مارګریټ ټاچر د اقتصاد نظریه ومني.
خو د ګوند محبوبیت دومره زیات و چې پیپلز پارټۍ ته د کاندیدانو له ۱۸ زرو ډېر غوښتنلیکونه ورسېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
شیام بهاتیا وايي، د جنرال ضیا د نظرونو او هغه د معرفي کړي اسلامي نظام ملاتړو د نواز شریف په مشرۍ یو لوی سیاسي اتحاد جوړ کړ چې اسلامي جمهوري اتحاد نومېده او هدف یې د پیپلز پارټۍ سیالي وه.
د شیام بهاتیا د معلوماتو له مخې، په هغه وخت کې د ایاېسای مشر جنرال حمید ګل د پاکستان د اسټېبلشمنټ له لوري دې اتحاد ته مالي مرسته او ملاتړ هم ورکاوه، چې د بېنظیر بوټو سیالي وکړي.
خو د ټولو ستونزو او خنډونو سره، سره بېنظیر بوټو د ۱۹۸۸ نومبر پر ۱۶مه په ټاکنو کې بریالۍ شوه او د پاکستان لومړۍ صدراعظمه وټاکل شوه.
د ۱۹۸۸ ډسمبر پر دویمه بېنظیر بوټو د لومړي ځل لپاره د پاکستان د لومړۍ وزیرې په توګه لوړه وکړه.
د بروک اېلن په وینا، هغه د پاکستان د روڼ اندو لپاره د هیلو یوه رڼا وه او د پاکستان نوموتی خبریال او دانشور غازي صلاحالدین هم همدا خبره کوي.
غازي صلاحالدین د بي بي سي سره په خبرو کې وویل:
"هغه ورځ لومړی ځل داسې هیلې پیدا شوې چې پاکستان به اوس د روڼاندۍ، پرمختګ او بریا پر لور روان شي."
مذهبي میلان
غازي صلاح الدین بینظیر د روښانفکره پاکستان سمبول بولي خو د هغې ځېنو منتقدینو بینظیر بوټو چې په امریکا او بریتانیا کې یې زده کړې کړې وې، د اولیاوو زیارتونو او دربارونو ته په منظم ډول د تګ لپاره "توهین" بللې وه.
فرحت الله بابر وايي، بینظیر د عادي ښځو په څیر په منظم ډول د اولیاوو زیارتونو او دربارونو ته تلله. 'دا یوه ننداره یا سیاسي چل نه و. هغه به په ډیر عقیدت او درناوي سره دغو زیارتونو او دربارونو ته تلله.'

د عکس سرچینه، Zahid Hussain
د فرحت الله بابر په وینا، بېنظیر بوټو نذر منلی و چې که اصف زرداري له بنده خلاص شي نو هغه به اجمیر ته د درګاه زیارت ته ولاړه شي او همداسې یې وهم کړل.
فرحت الله بابر یوه بله کیسه هم بیانوي. د هغه په وینا:
"زما ډېر پخواني پیژنګلو فال بین مصطفیٰ شاه د ۱۹۹۰ کال د جولای په وروستیو کې راته وویل، د اګسټ شپږمه د ولسمشرغلام اسحاق خان نیکبختي ډېره لوړه ښکاري. همدا خبره بینظیر ته وکړه."
فرحتالله بابر زیاتوي:
"د جولای ۲۸ یا ۲۹مه وه چې زما له بي بي (بیظیر) سره ملاقات وشو. ما ورته دا خبره وکړه چې یوه عالم داسې خبرداری راکړی دی. بیبی په ډېره حیرانتیا راته وویل: رښتیا؟"
او بیا هماغه د اګست شپږمه وه چې غلام اسحاق خان د بېنظیر بوټو لومړی حکومت ړنګ کړ.
بیبی چې ما ته به یې د فرحتالله بابر په ځای ایف بي (FB) ویل، په ځانګړې توګه وپوښتل:
"ایف بي! هغه څوک و چې تاته یې مخکې له مخکې خبرداری درکړی و چې یو بد خبر را روان دی؟ اوس ورشه له هغه وپوښته چې زما لهپاره مخکې څه شته، نور څه کېدونکي دي؟"
فرحت الله بابر وايي: "کله چې زه بیا د شاه صاحب سره مخ شوم نو ما ورته د بېبي (بېنظیر) د غبرګون کیسه وکړه. شاه صاحب غوښتل چې د هغې لپاره امام ضامن هم راکړي. ما بېبي ته وویل، شاه صاحب تاسو ته امام ضامن درکول غوښتل خو نه پوهېږم چې تاسو پرې باور لرئ کهنه. بېبي خپل لستوڼي پورته کړل او راته یې وښودل چې زما په لاس خو مخکې نه هم امام ضامن تړل شوی دی."
خو د تصویراخېستونکي زاهد حسین له خبرو ښکاري چې د ژوند په لومړیو کلونو کې بېنظیر دومره مذهبي نه وه او مذهب ته یې ډېر تمایل نه درلود.
"له الله وېریدونکې او د ښو اخلاقو څښتنه"
فرحت الله بابر وايي، بېنظیر بوټو له الله ډارېده او ښه اخلاق لرونکې ښځه وه.
د هغه په خبره: "کله چې د جنرال ضیاالحق مېرمن مړه شوه، هغه مهال بېنظیر لومړۍ وزیره وه. هغې د نظامي برخې یو مامور ته وویل چې د ضیاالحق له زوی اعجاز الحق سره اړیکه ونیسه او وپوښته چې کومه اړتیا خو به نه لري؟ یا کوم کار چې زموږ له وسه وي، هغه ورته وکړو. ان ویې ویل چې که د فیصل مسجد پرته د ضیا کورنۍ غواړي چې هغه بل ځای کې خاورو ته وسپارل شي، نو د هغه په اړه هم وپوښتئ."
فرحت الله بابر وايي: "دا ډول چلند له هغه چا سره چې د دې د پلار حکومت یې ړنګ کړی او تر مرګه یې رسولی دی، ډېره زړورتیا غواړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
فرحت الله بابر وايي: " بینظیر د بیوزلو لاسنیونکې وه." عام کارکوونکي په اسانۍ ور رسېدل. چې څوک به ورسېد، ان که کومه ښځه په ډېر زړو جامو کې هم وه، بېنظیر به په مینه غاړه ورکړه.
دا هېڅکله جوړجاړی یا نمایشي کار نه و، بلکې د زړه له کومي به له خلکو سره لیدله. "چې څوک جوړجاړی کوي، هغه ښکاره کېږي."
هغه وايي: "دا هم نه ده چې بي بي به د خپلې شخصي شخصیت او انداز خیال نه ساته." زه چې د هغې ژباړن وم، د هغې وینا به مې په رومن (انګریزي تورو) ولیکله. هغه به هره جمله، هره کلمه، د وینا رواني او تسلسل ډېر په فکر سره کتله، تل به یې مخکې تیاری نېوه.
بابر وايي: "یو ځل مې په وینا کې د 'تاہم' (د جملو د تسلسل لپاره کارېږي) کلمه لیکلې وه. بي بي ته ستونزمنه ښکاره شوه. لږ وخت یې د یادولو هڅه وکړه. خو حوصله یې ختمه شوه. په غوسه شوه او و یې وویل: 'اې ایف بي! دا (تاہم، تاہم) څه بلا ده؟"
"بیا یې کاغذونه په غوسه وغورځول. ما ټول کړل. هغه په ډېر ناارامه حالت کې لاړه او ویې ویل: 'اوس مې وخت نشته، دا تاہم، تاہم نه شم کولی!"
فرحت الله بابر وايي، بېنظیر د ښځو احترام او د خلکو د شخصي ژوند ارزښت ته ډېره پابنده وه.
"یو ځل چا په ډک مجلس کې ورته وویل چې یو سړی ستاسو په اړه بدې خبرې په ډېره بده لهجه خپروي. په محفل کې یو بل سړي وویل، د هغه سړي ویډیوګانې زموږ سره شته. هغه درې وارې د ویډیو خبره وکړه. بي بي لومړی او دویم ځل چوپ پاتې شوه خو چې درېیم ځل هغه سړي بیا د ویډیو خبره وکړه، نو بي بي ورته سخته غوسه شوه."
مرتضیٰ، نصرت او بېنظیر
خو د هغوی مخالفین دا پوښتنه هم کوي چې که هغه (بېنظیر) رښتیا هم له خدای وېرېده، نو ولې یې له خپل ورور مور نه ګوند واخېست؟
میر مرتضیٰ چې د ۱۹۷۷ په سپټمبر کې له هېواده وتلی و، د خپلې خور د لومړۍ دورې په حکومت کې هم بېرته وطن ته را ونه ګرځېد. د پاکستان چارواکو تل دا تور لګاوه چې میر مرتضیٰ د پيایاې الوتکې د برمته کولو په ګډون د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې لاس لري.
بل لور ته د میر مرتضیٰ او بېنظیر ترمنځ د سیاسي وراثت شخړه په پوره زور روانه وه. مرتضیٰ به په ښکاره ډول پر بېنظیر او اصف زرداري تور لګاوه چې دوی د ګوند له نظریې سره جوړ نه دي او بدناموي یې. د همدې ډول فساد او د خپلوانو له لورې د تورونو له امله د پاکستان هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان د ۱۹۹۰ کال د اګسټ پر شپږمه د بېنظیر حکومت نسکور کړ.
خو بیا هم بېنظیر د ۱۹۹۳ اکټوبر پر اتمه بېرته د پاکستان لومړۍ وزیره وټاکل شوه. کله چې مرتضیٰ بوټو د ۱۹۹۳ اکټور پر ۱۸مه د صوبایي اسمبلۍ غړی وټاکل شو او وطن ته راستون شو نو د ترهګرۍ په تورونو بیا ونېول شو.
تر خوشې کېدو وروسته، هغه د خپلې خور په مقابل کې د خپلې سیاسي ځواک د راټولو هڅه پیل کړه. په هره خبري غونډه او جلسه کې به مرتضیٰ د بېنظیر د سیاست، تګلارې او فساد په اړه سختې نیوکې کولې.
د همدې حالاتو له امله د ګوند سخت دریځه ډله کې دا نظر پیاوړی شو چې د ذوالفقار علي بوټواصلي سیاسي وارث باید میر مرتضیٰ وي. دا دننه سیاسي شخړه دومره زیاته شوه چې بالاخره نصرت بوټو خپله هم د مرتضیٰ په پلوۍ ودرېده او د بېنظیر پر ځای یې د هغه ملاتړ پیل کړ.
د ګوند په همدې داخلي شخړو کې د ۱۹۹۴ د جنوري پر لسمه بېنظیر بالاخره خپله مور له مشرتابه لرې کړه او خپله د ګوند مشره وټاکل شوه. خو په بوټو کورنۍ کې د مور، لور او ورور دغه سیاسي شخړه د مرتضیٰ بوټو تر مرګ ورځې روانه پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Zahid Hussain
فرحت الله بابر وايي:
"په دې کې هېڅ شک نشته، سل په سلو کې دا خبره سمه ده چې د نصرت بوټو زړه، میلان او ملاتړ ټول د میر مرتضیٰ سره و. خو کله چې نصرت بوټو د الزایمر (د هېرېدو ناروغي) له امله د یادښت ستونزه پیدا کړه، نو په ګوند کې دا پوښتنه راپورته شوه چې که د هغې حالت نور هم خراب شو، نو څه به کېږي؟
له همدې امله د ځینو اعتراض لرونکو کسانو د وړاندیز پر اساس بی بي (بېنظیر) د ګوند مشره وټاکل شوه. ځینو خلکو ته دا ستونزه نه وه چې میر مرتضیٰ دې د ګوند مشر شي، خو ځینو نورو اعتراض درلود نو ځکه دغه بدلون رامنځته شو.
د میر مرتضیٰ پر وړاندې چې په د ضیاالحق له وخته کوم تورونه وو، د هغه تورونو پاکولو ته د وخت اړتیا وه، همدې له امله بېنظیر د ګوند مشره شوه."
فرحت الله بابر دا دعوه هم کوي چې د وروستیو کلونو په موده کې مرتضیٰ بوټو هم د بېنظیر خواته نږدې کېدلو او هغه (بېنظیر) ترې ډېرې خوشاله وه.
"یو ځل مرتضیٰ د یوه ماشوم د سالګرې په مناسبت د لومړي وزیر کور ته راغی. کله چې هغه د وتلو لپاره روان شو، نو بی بي شخصاً تر دروازې بدرګه کړ. کله چې هغه روان شو، بی بي ډېره خوشحاله وه. عموماً به یې ماته ایف بي ویل، خو هغه ورځ یې د احساساتو له زوره زما پوره نوم واخیست او ویې ویل:
'او فرحت الله… زه نن ډېره خوښه یم! ته باور کوې چې مرتضیٰ زما کور ته راغلی؟ موږ څومره ښکلی ماښام تېر کړ!'
بیا یې لاسونه جګ کړل او دعا یې وکړه چې خدای دې یې له بد نظره وساتي."
د فرحت الله بابر په خبره، بېنظیر له خپلې کورنۍ، مور پلار او وروڼو سره بېساري مینه درلوده. کله چې د مرتضیٰ بوټو د وژنې پېښه وشوه، نو هغه د پاکستان لومړۍ وزیره وه، خو داسې حالت کې روغتون ته ورسېده چې په یوه پښه یې چپل نه و او سر یې بېلوپټې و.
نصرت بوټو هم چې یو ځل د الزایمر له امله بېنظیر ونه پېژندله، نو بېنظیر خورا خپه او زړه ماتې شوه.
"بی بي خو له خپلې مور سره د هغې د یادښت د ثبتولو کار هم ماته سپارلی و. ویل یې ایف بي! ته وخت پیدا کوه، ورسره کښېنه، چای، ډوډۍ، هر څه ورسره تېره کړه او د هغې یادښت ثبت کړه. کله به چې نصرت بوټو ذوالفقار بوټو یاد کړ، نو سترګې به یې له اوښکو ډکې شوې."








