تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې افغان مېوه پلورونکو لیدو ته ورمات هندیان
هند کې افغان مېوه پلورونکو لیدو ته ورمات هندیان
په هند کې د افغانستان د وچې مېوې پلورونکي افغان ځوانان په خواله رسنیو کې خورا مشهور شوي او ویډیوګانې یې میلیونه ځلې کتل شوې دي. دې ځوانانو ته وروسته له هغه د هند د ځینو خلکو پام ور واوښت چې د کلکتې ښار په یوه نندارتون کې یې وچه مېوه پلورله. دې کې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو ځوانان وو. هره ورځ به سلګونه او ان زرګونه خلک د دوی لېدو ته ورتلل او ویډیوګانې یې پر یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام او ټیک ټاک خپرولې.