بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د نیولو امر کړی

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د بنګله‌دېش یوې محکمې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې واجد د نیولو امر کړی دی.

نوموړې په تېره اګست میاشت کې وروسته له هغې هند ته لاړه، چې هېواد کې یې پراخ لاریونونه وشول او د دې حکومت یې رانسکور کړ.

شیخ حسینه د بنګله‌دېش د جرمونو نړیوالې محکمې (ICT) لخوا د "بشریت ضد جرمونو" له کبله تر څار لاندې ده.

دا جرمونه یاد هېواد کې د شویو لویو لاریونونو پرمهال د سلګونو کسانو د وژل کېدو له کبله رامنځ ته شوي.

شیخ حسینې ته- چې له شلو کلونو راهیسې د بنګله دېش مشري کوله، د یوې استبدادي او ټولواکې په توګه کتل کېدل، چې حکومت یې په بې‌رحمۍ د مخالفتونو مخه نیوله.

د نیول کېدو په دې حکم کې د شیخ حسینې په ګډون د دې د حکومت ۴۵ نور چارواکي او وزیران هم شامل دي.

د بنګله‌دېش د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال محمد تاج الاسلام د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"محکمې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د نیولو امر کړی، چې د نومبر په ۱۸ یې محکمې ته وړاندې کړي."

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زیاته کړه: "شیخ حسینه د هغو کسانو په سر کې وه، چې له جولای تر اګست پورې یې قتل عام، وژنې او د انسانیت ضد جرمونه کړي وو."

د بنګله‌دېش د روغتیا سرپرست وزارت د اګست په میاشت کې ویلي وو، چې د سږ کال په دوبي کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي.

دا هر څه وروسته له هغه پېښ شول، چې زدکوونکو په دولتي ادارو کې د دندو سهمیو په اړه اعتراضونه پیل کړل او په پراخو لاریونونو واوښتل.

ویل کېږي، د یاد هېواد د خپلواکۍ له تاریځ راهیسې دا خونړۍ پېښې وې.

د دولتي دندو وېش یا سهمیې د دې تګلارې له مخې په دولتي دندو کې له هرو درېیو ونډو یوه برخه د هغو رضاکارو خپلوانو ته ځانګړې شوې وه، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله‌دېش د خپلواکۍ په جګړه کې برخه اخیستې وه.

۷۷ کلنه حسینه له بنګله دېشه له وتلو راهیسې په عام محضر کې نه ده لیدل شوې.

په رسمي ډول د نوموړی وروستی ځای چې د دې شتون په کې ښودل شوی هغه د هند پلازمېنې ډیلي ته نژدې یوه پوځي هوايي اډه ده.

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

په پیل کې تمه کېده، چې نوموړې به د لنډ وخت لپاره په هند کې پاتې شي، خو راپورونه وايي، بل ځای ته د تګ لپاره د هغې هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد څه کم درې میاشتې مخکې د روان کال اګسټ پر پنځمه له واکمنۍ لاس په سر شوه او له خپل هېواده ووتله.

د بنګله‌دېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور یو مهال په خپل هېواد کې د ولسواکۍ یو سمبول بلل کېده، خو په وروستیو کې د حکومت پر وړاندې خونړیو مظاهرو کې سیاسي مخالفینو د دیکتاتورې په نامه یادوله.

د دې مظاهرو یو مشهور شعار چې ډېر بدرګه کېده داسې و: ''یو، دوه، درې، څلور، شیخ حسینه دیکتاتوره ده.''