د اوربند له اعلان سره سم بې ځایه شوي لبنانیان خپلو مېشت ځایونو ته روان شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی ګهیځ وختي، کالي، کمپلې، توشکونه او هر هغه څه ټول کړل، چې له ځانه سره یې اخیستلای شوای او د لبنان د سویل پر لور روان شول. هغو کورنیو چې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د جګړې له کبله یې کورونه پرې ایښي وو، د اوربند پلي کېدو ته هم انتظار و نه کړ.
په سویلي لبنان کې د بي بي سي خبریال هیوګو باچیګا په خپل رپوټ کې وايي، د اوربند له اعلان څو ساعتونه وروسته دوی له بیروته پر لویه لاره د خپلو کورونو پر لور روان شول. په دې کې ځینو کسانو د حزب الله ژیړ او شین رنګه بیرغ رپاوه او ځینو بیا د دې ډلې د مخکیني مشر حسن نصرالله تصویر لېږداوه، چې دوې میاشتې مخکې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د ګڼ شمېر نورو لپاره بیا دا د جشن شېبې وې.
یوه ځايي اوسېدونکي ابو علي د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب دې رامنځته شوي اوربند ته په اشارې سره وویل:
'' دا هر څه چې وشول، ډېر ښه وشول. دا د مقاومت بریا ده. خدای تعالی دې زموږ پر شهیدانو رحم وکړي. مقاومت لپاره د عزت او ویاړ سرچینه ده. له دې پرته به هېڅ وطن نه وي، هېڅ سویل، هېڅ شی به نه وي.''
دی پولې ته نژدې د حوله نومي کلي اوسېدونکی دی او په وینا یې اسرائیلي پوځیان اوس هم هلته شته. دی وايي، ''نه پوهېږم زموږ کور به لا هم ولاړ وي، که به وران شوی وي، خو موږ به هلته ورځو.''

د دې ۶۰ ورځني اوربند په ترڅ کې په تدریجي ډول د لبنان له سویله اسرائیلي پوځیان او حزب الله وسله وال په شا شي.
بل لور لبناني پوځ ویلي، دوی پولې ته څېرمه په هغه سیمه کې خپل شتون ډېروي، چې د جوړجاړي له مخې به ۵۰۰۰ اضافي سرتېري په کې ځای پر ځای کړي.
حزب الله او اسرائیل دواړو ویلي، له اوربنده د سرغړونې په صورت کې به غبرګون څرګند کړي.
دې اوربند ته هیلې ډېرې شوې، چې د سیمې یوه کلن کړکېچ به ختم کړي، چې په سپتمبر کې د اسرائیلي پوځ له پراخو بمباریو، حزب الله لوړپوړو مشرانو له وژنو او د اسرائیلي پوځ له ځمکنیو بریدونو سره یې زور واخیست.
اسرائیلي چارواکو په دې هکله ویل، چې د بریدونو هدف یې د پولې له سیمې د حزب الله وسله والو لېرې کول او د اسرائیل په شمال کې د مېشتو خلکو له بریدونو خوندي کول دي.
بایډن د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د اوربند هوکړې پخلی وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بايډن وویل، اسرائيلو او حزب الله دواړو د دوه مياشتني اوربند هوکړه منلې ده. د نوموړي په وینا دغه اوربند به په ځایي وخت د چهارشنبې په ورځ په څلورو بجو پلی شي.
ښاغلي بایډن چې خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، وویل دغه پرېکړه به لبناني ځواکونو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې د خپل هېواد په ټولو سیمو ولکه ټينګه کړي، دارنګه به دواړو خواو ته ملکې خلک خپلو سیمو ته ستانه شي.
د ښاغلي بایډن په وینا، د اوربند اصلي موخه دا ده چې په سیمه کې دایمي دښمنۍ پای ته ورسېږي او په وینا یې اوس انتخاب د حماس په لاس کې دی چې برمته کسان خوشي او جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي بایډن او فرانسوي سیال یې امانویل مکرون په ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې دواړه خواوې باید د اوربند په هوکړې تر پایه ودرېږي.
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، اوس د غزې خلکو وار دی چې د اوربند مزه وڅکي.
نوموړي ويلي، "لکه څنګه چې د لبنان خلک د امنیت او سوکالې راتلونکې مستحق دي. د غزې خلک هم دا حق لري. دوی هم د جګړې او بې ځایه کېدو د پای ته رسولو مستحق دي. د غزې خلک په دوزخ کې ژوند کوي. د دوی دنیاګۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې. هلته خلک نور د هیڅ څه زغم نه لري. حماس د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو په تړاو د میاشتو او میاشتو لپاره ښه نیت له معاملې څخه انکار کړی دی."
په همدې حال، سره له چې په اسرائیلو کې ځینو اړخونو له اوربند سره مخالفت کړی، خو د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي په غزه کې به تر بریا جنګېږي ترڅو د اوکټوبر شپږمې پېښه بیا تکرار نه شي.
ښاغلي نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې ويلي چې دی به د اسرائیلو پر اهدافو جوړجاړی ونه کړي.
"د اسرائیلو اوسېدونکو، ما تاسو سره د بریا ژمنه کړې - او موږ به دا بری ترلاسه کړو. موږ به حماس له منځه وړو، موږ به خپل ټول یرغمل بېرته راستانه کړو، موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې غزه به نور د اسرائیلو لپاره ګواښ نه وي، او موږ به د شمال اوسېدونکي په خوندي توګه بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړو. جګړه به ترهغې پای ته ونه رسېږي تر څو چې موږ خپل ټول اهداف ترلاسه نه کړو."
اوربند ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ دغه اوربند له ګڼو نړیوالو غبرګونو سره مخ دی.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي، له جو بایډن سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې دا اوربند به له دوی سره مرسته وکړي ترڅو د جګړو له امله زیانمن شوي خلک بېرته سره سمبال او ویجاړۍ پاکې کړي.
د لبنان بهرنیو چارو وزیر تمه څرګندوي چې له بل هره وخته، اوس وینې تویونې د پای وخت و.
نوموړی وايي، "موږ له اوله د جګړې مخالف وو، ځکه نه موږ غوښتل چې په هېواد مو داسې ورځ راشي چې هر څه پکې فلج شي، موږ هماغه وخت د اوربند غوښتنه کړې وه خو تمه ده چې اوس دا شوی اوربند عملي شي."
همدارنګه د لبنان د پلازمینې اوسېدونکې چې له څو میاشتو د اسرائیلو تر بریدونو لاندې دي اوس خوښي څرګندوي چې له دې وروسته به ارامه ساه واخلي.
خو په اسرائیلو کې بیا عام وګړي د دې اوربند په تړاو ویشلي نظرونه لري، ځینې یې وایي سپینې ماڼۍ ته د دونلډ ترمپ له تګ وړاندې دا د نتنیاهو تکتیکي چلند دی.
او ځينې نور بیا وایې یوازې هیله یې دا ده چې نور د توغندیو له شره خلاص شي.
اوس ټولې تمې دې ته دي چې دا چې اوربند به څومره دوام وکړي. د شوې هوکړې له مخې، اسرائیل کولای شي د ګواښ په صورت کې له ځانه دفاع وکړي. او که داسې څه پيښ د دې هوکړې پایښت په وننګوي او بیا به هره شېبه دا ویره وي چې اوربند به کله په اوربل بدل شي.











