د يوې ښځې عجيبه کيسه، په وينه کې يې اېکس وای (XY) کروموزومونه شته

د انا پاؤلا مارټینز او د هغې د غبرګولي ورور انځور.

د عکس سرچینه، Ana Paula Martins

د عکس تشریح، انا پاؤلا په وینه کې XY کروموزومونه لري. باور دا دی چې دا کروموزونه یې له غبرګولي وروره اخیستي دي.

د انا پاؤلا مارټینز د بدن نورې ټولي حجرې اېکس اېکس (XX) کروموزومونه لري، چې له ښځينه ځانګړتياوو سره تړاو لري، خو د هغې په وينه کې اېکس وای (XY) کروموزومونه هم شته – کوم چې معمولا په نارينه‌وو پورې اړه لري.

ډاکتران وايي دا ښايي لومړی ځل وي چې داسې يوه قضیه راپور کېږي. دوی فکر کوي چې وینه یې د هغې د غبرګوني ورور له وجې هغه مهال د هغې بدن ته داخله شوې ده، کله چې دوی دواړه د مور په رحم کې وو.

دا کشف په ۲۰۲۲م کال کې وروسته له هغه وشو، کله چې انا پاؤلا د حمل سقط یا ماشوم زیان کړ.

د طبې معاينې پر مهال، د ښځينه ناروغیو ډاکتر د "کريوټايپ ټېسټ" غوښتنه وکړه – په دې معاینه کې د انسان کروموزومونه کتل کېږي.

د کیریوټایپ انځور - د کروموزومونو ۲۲ جوړې او د جنسي کروموزومونو ښودنه - یا XY یا XX.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انسانان ۲۳ جوړې کروموزومونه لري، په شمول د جنسي کروموزومونو - یا XX یا XY.

انا پاؤلا وايي: "لابراتوار راسره تماس ونيو او غوښتنه وکړه چې ټېسټ یا معاینه باید له سره وکړم."

بالاخره د معایناتو پايلو وښودله چې د انا پاؤلا په وينه کې اېکس وای (XY) کروموزومونه شته او دغې نتيجې هغه او ډاکترانو حيران کړل.

د ښځينه ناروغیو ډاکترـ ګوستاوو ماسيل ـ وايي: "ما ناروغه معاينه کړه، هغې ټولې عادي ښځينه ځانګړتياوې، لکه د رحم درلودل، د هګۍ جوړول او هګیدان یا تخمدان درلودل او ټول فعال وو."

انا پاؤلا بیا په ساوپاؤلو کې د البرټ اينشټاين روغتون کې، د جنيټيکس متخصص ډاکتر کایو کوایو ته ولېږل شوه. هغه له پروفیسور ماسيل او نورو سره د انا پاؤلا طبي څېړنه پيل کړه.

"د ورور لږه وینه یې د هغې په بدن کې ده"

د څېړنې پرمهال، انا پاؤلا وويل، چې غبرګوني ورور یې درلود، دې خبرې د دغې معما په حل کې لویه مرسته وکړه.

د ډي اېن اې (DNA) پرتلنې وښودله چې د انا پاؤلا د وينې ځنیې حجرې د هغې د ورور د ویني له حجرو سره يو شان دي، یعنې د دوی په وينه کې ور ته ځانګړې نښې وې.

پروفیسور وايي: "د خولې او پوستکي ډې اېن اې وښودله چې انا پاؤلا ځانته مستقل شخصیت لري. خو په وينه کې یې د هغې د ورور ډي اېن اې ورسره ګډه ده."

د انا پاؤلا قضیې ته په طب کې د "کيميرا" نوم ور کړل شوی. دا هغه حالت وي چې د يو انسان په بدن کې دوه ډوله ډي اېن اې وي.

د کيميرا ځینې ډولونه د درملنې وړ دي – لکه د هډوکو د ماغزو ټرانسپلانټ، چې د لوکيميا ناروغانو ته د بل چا حجرې ورکړل شي، خو د ډاکتر کایو په وینا طبيعي کيميرا ډېره کمسارې ده.

د غبرګ‌ګولي ماشومانو الټراساؤنډ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غبرګ‌ګولي ماشومان، معمولا د نورو وروڼو او خویندو په څیر په جینیاتي ډول توپیر سره لري. د دوی د DNA یوازې ۵۰ سلنه سره شریکه وي.

څېړونکو په نورو څارویو کې داسې پېښې موندلې چې د دوه‌ګوني حمل پر وخت د وروڼو او خوېندو تر منځ د وينې تبادله شوې وي.

دوی شک لري، کله چې انا پاؤلا او د هغې ورور د مور په نس کې وو، د دواړو پلاسينټو تر منځ تماس شوی او همدې تماس د وينې لاره جوړه کړه، یعنې دا چې د هلک وینه د نجلۍ رګو ته لاره پیدا کړې ده.

پروفېسور ماسيل وايي: "هلته د ماشومانو تر منځ د وينې تبادله شوې وه. د دواړو د وينې رګونه په ناف کې سره يو ځای شوي وو او هلک خپله وینه نجلۍ ته ورکړې ده."

هغه زياتوي: "تر ټولو عجيبه دا ده چې دا وینه اوس د هغې د ټول ژوند برخه ګرځېدلې ده."

د هغې د ورور د وينو حجرو ښايي د انا پاؤلا د هډوکو ماغزه بدل کړي وي او هلته یې د اېکس وای (XY) کروموزومونو سره وینه جوړه کړې وي، خو د هغې د بدن نورې برخې اېکس اېکس (XX) پاتې شوې دي.

ډاکتر کایو وايي: "په دې سره نو هغې د خپل ورور یوه برخه په ځان کې ساتلې ده."

د ميندوارۍ یوه نادره قضیه

ډاکتران په دې باور دی چې د انا پاؤلا دا عجيبه قضیه کولی شي د معافيت (د بدن دفاع) او د انسان نسل د څېړنو لپاره مرستندویه تمامه شي.

د انا پاؤلا بدن د خپل ورور حجرې پرته له دې چې د هغې معافیتي سیستم پرې برید وکړي، زغملای شي.

پروفېسور ماسيل وايي: "د هغې قضیه کولی شي موږ ته د ټرانسپلانټ (د حجرو يا غړو پیوندولو په برخه) کې د نویو څېړنو ور پرانېزي."

په ځينو نادرو راپورونو کې مالومه شوې، هغه ښځې، چې اېکس وای (XY) کروموزومونه لري، هغوی زياتره وخت د مېندوارۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ وي، خو د انا پاؤلا لپاره نیکمرغي دا ده، چې د څېړنو پرمهال هغه ميندواره شوه او روغ او سالم زوی یې وزيږاوه.

د انا پاؤلا د زوی د ډي اېن اې معاینې وښودله چې د هغه کروموزومونه عادي دي. یعنې نیمایي یې له موره او نیمایي یې له پلاره اخیستې دي. د ماشوم په ډي اېن اې (DNA) کې د هغه د ماما (د انا پاؤلا د ورور) کروموزمونه هېڅ نشته.

پروفېسور ماسيل وايي: "د انا پاؤلا هګۍ یوازې د هغې خپل جنيټيکي مواد لري. په بدن کې یې چې د ورور وینه ګرځي، هغې پرې هېڅ اغېزه نه ده کړې."

د انا پاؤلا لپاره دا ډېره مهمه وه، چې پوهه شي د هغې جنيټيکي بدلون د حمل پر وخت ور ته ستونزه جوړه نه کړي.

هغې وویل: "زما د ورور وینه زما د ميندوارۍ په لاره کې خنډ نه شوه او دا زما لپاره مهمه خبره ده."