د اسیا شتمن سړي زوی د واده مراسمو وروستۍ ورځې؛ د مېلمنو لېږد را لېږد ته درې الوتکې ځانګړې شوې

امباني

د عکس سرچینه، RELIANCE

د اسیا د تر ټولو شتمن سړي د کشري زوی د واده څو میاشتني مراسم بالاخره نن یکشنبه په ځانګړو مراسمو پای ته رسېږي.

د دغه تاریخي واده د وروستي پړاو دا مراسم چې د زرګونو مشهورو مېلمنو په ګډون د جمعې له ورځې پیل شوې و، په پام کې ده چې نن ناوخته ختم شي.

د هندي ميلیاردر موکېش امباني کشری زوی اننت امباني او رادیکا مرچنټ واده کې د ګډون لپاره د بریتانیا دوه پخواني لومړي وزیران بورېس جانسن او ټوني بلېیر هم د هند ممبۍ ته تللي.

د دوی تر څنګ د نړۍ له لرو او بره یو شمېر نور مشهور او شتمن خلک هم د دغه واده مهم مېلمانه وو.

امباني واده
د عکس تشریح، ټوني بلېیر او مېرمنه یې د واده په مراسمو کې

ورغلي مېلمانه پرون شنبه په داسې یوه ځای کې د واده د خوشحالیو نندارې او مبارکۍ ته راټول وو چې ۱۶ زره کسان پکې ځایدل.

دغو مراسمو ته د پاپ موسیقۍ مشهورو هنرمندانو ډراکې، لانا ډېلرې او اډېلې سندرې وویلې.

د هندي سینما وتلی لوبغاړی شاه رخ خان،پریانکا چوپړا د سمسنګ شرکت څښتن جې وایلي او سلګونه نور کسان هم پرون او وړمه ورځ د واده مراسمو برخه وو.

ټولو ګډونوالو اننت امباني او رادیکا مرچنټ ته د مبارکۍ تر څنګ نېکې هیلې څرګندې کړې دي.

شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې د دغه ګرانبیه واده لپاره بېلابېل مراسم روان دي. له ګران‌بیه کاليو او ګاڼو، د سيمې تر سينګارولو او د نړۍ د بېلابېلو هنرمندانو نندارو او د مېلمنو ګډون په نړۍ کې د ډېرو پام دغه واده ته اړولی دی.

امباني واده

د عکس سرچینه، Reuters

د ورا مراسمو ترتیبات

امباني

د عکس سرچینه، Reuters

لارو، تالارونو او سیمو سینګارولو ممبۍ په ځانګړي ډول د واده ځای ته ځانګړي ښکلا ورکړې، خو له دې ټولو سره له تېرې جمعې ورځې راهیسې چې د واده لپاره ممبۍکې کوم مهم واټونه تړل شوي، د خلکو عادي ژوند یې سخت کړی دی.

د ممبۍ پولیسو ویلي، د جمعې له ورځې تر دوشنبې پورې به د واده سیمې شاوخوا سړکونه یوازې واده کې د ګډون کونکو مېلمنو پر مخ خلاص وي.

دغې چارې په هند کې خلک قهرولي او وايې چې د موسمي بارانونو پر مهال د سړکونو بندښت یې د ژوند چارې سختې ټکنۍ کړې دي.

بل لور د الوتکو کرایه کولو نړیوال شرکت (کلب ون ائیر) اجرایه مشر راجن مهرا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې: " د امباني کورنۍ د مېلمنو لپاره درې ځانګړې الوتکې په کرایه نېولې دي."

هغه ویلي دا چې مېلمانه له هره ځایه راځي ،نو د دوی الوتکې هم بېلابېلو ځایونو ته الوتنې پلانوي.

د اصلي ورا مخکې تېره مارچ میاشت کې هم د دغې واده ځانګړی جشن د هند په لویديځ ایالت ګجرات کې د امباني په پلرني ټاټوبي جام‌نګر کې جوړ شوی و.

دا د امباني د تېلو د چاڼ سیمه ده او په نړۍ کې د تېلو د تصفيې تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.

امباني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څلور میاشتې مخکې د شیرین خورۍ په مراسمو کې هم د ځانګړو او مشهورو میلمنو ګډون ته د ډېرو ور پام وو

څلور میاشتې مخکې دې مېله کې د فېسبوک د مشر مارک زوکربیرګ او د مایکروسافټ مشر بېل ګېټس په ګډون ۱۲ سوه مېلمنو ګډون کړی و.

د افغانستان د کرېکټ نامتو لوبغاړی راشد خان هم د دغې میلې له ځانګړو بلل شویو مېلمنو یو و.

امریکايۍ سندرغاړې ريحانه پکې سندرې وبللې چې د امباني کورنۍ هم پر سټېج ورسره ونڅل او ویډيو یې ډېره مشهوره شوه.

هغو مراسمو ته هم سلګونه بهرني مېلمانه په الوتکو کې ورغلل او تود هرکلی یې وشو. د هندي سینما ستوري او د لوبو له ډګره هم ګڼ کسان وربلل شوي وو، پر دې شاهانه واده دومره ډېر لګښت وشو چې لا یې هم سر او پای نه دی معلوم.